شاته

د افغان مېرمنو اندېښنې: طالبان دې په ټولنه کې د دوی حقوق خوندي کړي

له افغانستانه په بشپړ ډول د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته ځینې افغان مېرمنې او نجونې له طالبانو غواړي چې په ټولنه کې د دوی حقوق خوندي کړي.

دوی ازادي راډیو ته وویل، که له مېرمنو او نجونو سره د دې ډلې چلند د ۲۰ کاله وړاندې په شان وي، ښځې به ونه شي کړای چې له کورنو را ووځي او بلاخره دوی به هېواد پرېښودو ته اړې شي.

مسکا د خپل نامعلوم برخلیک په اړه ازادي راډیو ته وویل: "اوس چې امریکایان ووتل، له طالبانو غواړو چې د دوی حقوق تامین کړي، مېرمنې کارونو ته پرېږدي، لکه د شلو کلو وړاندې ښځې په قمچینو ونه وهي، ښه چلند وکړي، د ښځو حقوق او امتیازونه دې ورکړي."

افغان خبریاله لېمه هوتک وايي، که څه هم تراوسه کار ته پرېښودل کېږي، خو خپلې راتلونکې ته اندېښمنه ده، داسې نه چې په کور کېنول شي.

مېرمن هوتک له ازادي راډیو سره په خبرو کې له طالبانو داسې غوښتنه وکړه: "امریکایان تېره شپه له افغانستانه ووتل، اوس موږ له طالبانو غواړو چې څه ډول چې نارینه کارونو ته پرېښودل کېږي، د کار اجازه لري، له کوره بهر راوتلای شي، موږ ښځو ته دې هم همدا حق راکړي، موږ د اسلامي شریعت په رعایت سره کولای شو، دندو ته ولاړ شو او امتیازونه ترلاسه کړو."

طالبانو ویلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په افغان ښارونو کې عادي ژوند پیل شوی او هېڅوک یا ډله به چاته مزاحمت ونه کړي.
طالبانو ویلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په افغان ښارونو کې عادي ژوند پیل شوی او هېڅوک یا ډله به چاته مزاحمت ونه کړي.

شااوخوا ۱۷ ورځې وړاندې کابل د طالبانو لاسته ولوېد، ټولې ښځینه دولتي کار کوونکې په کورنو کېناستلې، خو درې ورځې وروسته طالبانو په یوې خبرپاڼه کې له ښځینه ډاکټرانو او روغتیايي کار کوونکو وغوښتل چې د اصولو په رعایت سره خپلو دندو ته حاضر شي.

په ورته وخت کې د طالبانو د مطبوعاتي ډلې غړي بلال کریمي د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې له دې وروسته ښځې په عادي ډول ژوند ته دوام ورکولای شي او هېڅوک به یې د کار او ټولنیز ژوند مخه ډب نه کړي.

ښاغلي کریمي زیاته کړه: "اسلامي امارت په بیا-بیا ویلي چې ښځې به په هېواد کې له ستونزو سره مخ نه شي، مجاهدین به له دوی سره مرسته وکړي، دوی باید اندېښنه ونه لري، د نوي حکومت له بشپړېدو سره به په یو منظم کاري چوکاټ کې د دوی حقوقونه د خوندیتوب په اړه تصمیم ونیول شي."

ښاغلي کریمي د نجونو تعلیم او تحصیل ته په اشارې سره وویل چې مېرمنې او نجونې به د تېرحکومت پرتله د امن په فضا کې تحصیل ته دوام ورکوي او له وېرې پرته به ژوند کوي.