شاته

ډاکټرانې طالبانو ته: خپلو دندو ته ستنیږو خو چې کارونو کې مو مداخله ونه کړئ

د روغتیایي څانګو د ښځینه کار کوونکو د کار د دوام په اړه د طالبانو له اعلامیې وروسته، په کابل کې یو شمېر ښځينه ډاکټرانو او روغتیايي کار کوونکو ویلي چې اصولو ته په پام خپلو دندو ته ورستنېږي، خو د دوی حقوق دې پر وخت ورکړل شي.

دوی ویلي، طالبان باید د شلو کلونو مخکې په څېر د دوی په کارونو کې مداخله ونه کړي.

روغتیايي کار کوونکې مسعودې او ډاکټرې رقیې ازادي رادیو ته وویل: "موږ د دغه اقدام درناوی کوو او خپلو دندو ته ادامه ورکوو، خو په دې شرط چې طالبان له موږ سره د شلو کلونو مخکې په څېر چلند و نه کړي، د ډاکټرانو او روغتیايي کار کوونکو تنخواګانې په وخت ورکړي.

-زه چمتو یم خپلې دندې ته ورستنه شم او د کور لګښت وګټم، خو ډارېږم چې طالبان د شل کاله مخکې په شان له ښځو سره چلند و نه کړي، دا زموږ غوښتنه هم وه او دغه اقدام ستایو، خو زموږ تنخواګانې دې د تېر په څېر میاشت په میاشت راکړل شي."

د روغتیايي کار کوونکو ترڅنګ د منځنیو او ثانوي ښوونځیو ښځینه ښوونکي هم غواړي چې خپلو دندو ته دوام ورکړي.
د روغتیايي کار کوونکو ترڅنګ د منځنیو او ثانوي ښوونځیو ښځینه ښوونکي هم غواړي چې خپلو دندو ته دوام ورکړي.

شااوخوا دوه اوونۍ مخکې د طالبانو په لاس د کابل له سقوط نه وروسته، د ښوونکو او روغتیايي کار کوونکو په ګډون ټول دولتي کار کوونکي په کورونو کېناستل، خو طالبانو تازه د یوې اعلامېې په خپرولو سره له ښځينه ډاکټرانو او روغتیايي کار کوونکو غوښتي چې د اصولو په مراعتولو سره دې خپلو دندو ته ادامه ورکړي.

د روغتیايي کار کوونکو ترڅنګ د منځنیو او ثانوي ښوونځیو ښځینه ښوونکي هم غواړي چې خپلو دندو ته دوام ورکړي.

د کابل ښار د یوې لېسې ښوونکې ماري وايي، طالبان باید ټولو ښځینه ښوونکو ته اجازه ورکړي چې خپلو دندو ته دوام ورکړي، ځکه د نوي کهول برخه لېک د دوی له کارونه سره تړلی دی.

ماري وایي: "له طالب او مجاهد وروڼو مې هیله ده موږ ښوونکي چې لوړو ټولګیو ته تدریس کوو، اجازه راکړي چې خپلو دندو ته لاړې شو. موږ مخکې هم اصول مراعتول او اوس هم غواړو، د اصولو او حجاب په مراعتولو سره ښوونځیو ته ورشو، ځکه ښوونځیو ته د ښوونکو نه تګ د هېواد د بچیانو له برخلېک سره لوبې کول دي."

د دغې اندېښنې په اړه د طالبانو ځواب څه دی؟

د طالبانو د خپرونو د دفتر غړي بلال کریمي د شنبې(د وږې په ۶مه) په ورځ ازادي رادیو ته وویل، ټول روغتیايي کار کوونکي په ډاډ سره کولی شي خپلو دندو ته دوام ورکړي او حقوق یې هم ورکول کېږي.

کریمي وایي: "ټول روغتیايي کار کوونکي دې خپلو دندو ته ورشي، اسلامي امارت له دوی سره هېڅ کار نه لري، تنخواګانې یې هم ورکول کېږي، کله چې نوی حکومت جوړ شي یو یې هم نه منفک کېږي، د بانکونو مساله چې حل شوه، تنخواګانې ورکول کېږي."

ښاغلي کریمي په نورو دولتي ادارو کې د ښځینه کار کوونکو او ښوونکو د کار د دوام په اړه څه ونه ویل، خو ویې ویل، طالبان له ښځو سره کومه ستونزه نه لري او کولی شي خپلو دندو ته ستنې شي.