شاته

په پاکستان کې اوس خلک کولی شي چې د فېس بک د لارې کاروبار وکړي

د پاکستان د وزيراعظم د تجارت سلاکار رزاق داود وايي د ايمازون نه پس اوس فېس بک هم په پاکستان کې د مارکيټ پلېس يا د روزګار اسانتيا جوړه کړه، د نړۍ په نورو 100 هېوادونو کې د فېس بک مارکېټ پلېس يا روزګار د کال 2016 نه کیږي.

په پاکستان کې د آن لاين يا انټرنېټ د لارې کاروبار کوونکي وايي د فېس بک د دغه ګام سره به په وړه کچه روزګارونه وده وومي او هغه ځوانان چې د روزګار د پاره کمې پېسې لرې د مارکېټ پلېس نه ډيرې ګټې پورته کولی شي.

رزاق داود ويلي دا اسانتيا به وړو کاروباريانو ته ډاډ ورکړي او څوک چې خپل روزګار کوي د کرونا وبا په وخت کې به دا د هغوی روزګارونو کې دوامداروه ساتلو کې ډير ګټور ثابت شي.

فېس بک مارکېټ پلېس څه شی دی؟

د درشل نومې تنظيم د انفارمېشن ټکنالوجۍ څانګې مشر پير عماد خان وايي د مارکېټ پلېس مثال په فېس بک کې د يوې منډۍ دی، هر تن په دې کې که کوم څيز اخلي يا خرڅوي دې ته راتلی شي او سودا اخستی او خر څولی شي. هر کاروباري تن په دې منډۍ کې د خپل خرڅوونکي څيز عکس او قيمت ورکوي او چې څوک يي اخلي هغه ورته آن لاين ارډر کولی شي.

عماد خان وويل " دا روزګار د لږو پېسو نه شروع کيدې شي او که چا سره د سرماياکارۍ پېسې نه وي نو د کوم بل دوکاندار سره په دې شکل روزګار شروع کولی شي چې په هغه دوکان کې د خرڅيدونکې سودا نه عکسونه واخلي په مارکېټ پلېس کې يې واچوي او د خرڅ په صورت کې د دوکاندار نه ټاکل شوی کمېشن واخلې".

پښتنه سيمه کې کوم څيزونه په مارکېټ پلېس کې خرڅول کېدې شي؟

ټولنيز فعال او د ځوانانو د حقونو د پاره کارکوونکی شفيق ګيګيانې وايي په ځای د دې چې په مارکېټ پلېس کې د نورو هېوادونو سوداګانې خرڅې شي بايد چې مونږ خپل جوړ څيزونه په دې خرڅ ته وړاندې کړو، لکه څنکه چې په چارسده کې څپلۍ جوړيږي، په سوات او بنو کې څادرې جوړيږي، په چارسده کې مټايانې او دغسې په کور دننه چې ښځې کوم څيزونه په لاسو جوړوي هغه په دې د خرڅ د پاره وړاندې کړی شي.

شفيق ګيګياني ويل دا د بې روزګاره ځوانانو د پاره د خپل روزګار پېل کولو يو ښه موقع ده په نوره نړۍ کې ګڼ شمېر خلک د دې نه ګټې پورته کوي.

ګيګياني وويل په مارکېټ پلېس باندې د سودا اخستو او خرڅولو په وخت د فېس بک د لارې د پېسو ورکولو کومه طريقه لا نشته خو دا د ايزي پېسه،بېنک کارډ او د کوم څيز اخستونکې ته رسيدو په وخت په هغه ځای پېسې ورکول کېدی شي.

په پاکستان کې آن لاين کاروبار

په وروستيو کې ايمازون په پاکستان کې کار پېل کړی او د دې نه وړاندې هم دغسې وېب پاڼې او اپليکېشنز شته چې آن لاين کاروبا پرې کيږي.

د انټرنېټ د لارې يا آن لاين کاروباري عظمت علي وايي دغه پروسه ډيره ګرانه وه او عام تن نه شو کولی چې د دغې لارې خپل روزګار وکړي.

عظمت وايي د کرونا وبا شروع کيدو سره يي د سېلګرۍ او ټريوېل ايجنټۍ روزګار خراب شوی وو خو آن لاين روزګار يي پېل کړو او د سيلګرۍ سره تړلې سوداګانې يي اوس په اسانه خرڅيږي چې ورسره يي امدن شورو شوی او په فېس بک د مارکېټ پلېس راتلو سره به يي روزګار نور هم زيات ګټور شي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی