شاته

هرات:بهرنیو ځواکونو په طالبانو بریدونه کړي،د200 طالبانو دمرګ ژوبلې دعوه

افغان چارواکي وایي هرات کې دطالبانو لخوا د سیوا شوؤ بریدونو وروسته بهرنیو ځواکونو په دغه ولایت کې په طالبانو هوایي بریدونه کړي .

دهرات د والي د ویاند فرهاد جیلاني له خولې امریکا غږ اشنا ویلي‌ دبهرنیو ځواکونو ای ۲۹ اؤ بي ۵۲ الوتکو دهرات انجیل اؤ ګذره ولسوالیو کې په طالبانو بریدونه کړي چې پکې قابو ۲۰۰طالبان وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

په دې نزدې ورځو کې چې امریکا اؤ دناټو ځواکونو افغانستان څخه دخپلو ځواکونو د ویستلو لړۍ پیل کړې چې دهغې نه وروسته طالبانو خپله جګړه اؤ بریدونه پراخه کړي اؤ په یو شمیر سیمو دقبضې کولو دعوې کوي.

تر اوسه بهرنیو ځواکونو اؤ طالبانو ددې تازه بریدونو په اړه څه نه دي ویلي خو دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دعوه کړې ده چې په انجیل ولسوالۍ کې طالبانو اته عسکر وژلي اؤ ۱۲ یې ژوندي نیولي دي.

تر دې وړاندې د روانې میاشتې په پیل کې هم دبهرنیو ځواکونو لخوا په طالبانو هوایي بریدونه شوي وؤ چې طالبانو دغه بریدونه د دوحې د تړون څخه سرغړونه بللې وه اؤ ګواښ یې کړی ؤ چې اوس به امریکا ددې بریدونو نتیجې هم ویني.

دامریکا صدر جوبائيډن اؤ ناټو اعلان کړی چې د ستمبر ۱۱ مې نیټې پورې به افغانستان نه خپل ټول سرتیري وباسي اؤ رپورټونه وایي چې دا مهال په افغانستان کې ډیر کم شمیر بهرني سرتیري پاتې دي خو امریکایي چارواکو په وار وار واضحه کړې ده چې دافغان ځواکونو ملاتړ به دوامداره ساتي اؤ یوازې به یې نه پرېږدي.