شاته

سعودي کې ډاکټرانو غبرګ زیږیدلي نښتي ماشومان بیل کړل

په سعودي عربستان کې د ډاکټرانو د عملیاتو له لارې یوه یمنۍ ماشومه چې بل ماشوم هم ورسره نښتی و، سره بیل کړل.

ډاکټرانو ویلي و چې د عایشه احمد سعید په نامه ماشومې د مور په ګیډې کې په بشپړه توګه تکامل کړی و او روغه وه خو د یو بل ماشوم ګیډه او تر نامه لاندې د بدن ټولې برخې ورسره نښتې وې.
عملیات د باچا سلمان په خیریه روغتون کې وشول. عملیاتو اوه ساعته او ۴۵ دقیقې وخت ونیو او د ۲۵ روغتیایي ډلې غړیو پکې برخه درلوده چې ډاکټران، نرسان او تخنیکي همکاران پکې شامل دي.

د عملیاتو د ډلې مشر ډاکټر عبدالله الربیعه مطبوعاتو ته ویلي چې دا پدې روغتون کې پنځوسم عملیات دي چې دوه غبرګ زیږیدلي نښتي ماشومان سره بیلیږي.

ډاکټر الربیعه وویل، " د ټیم تر منځ همغږي فوق العاده وه. ومو کړی شو چې ماشوم ویښ کاندو او هغې سترګې وغړولې. د ماشومېمور د عملیاتو د خونې نه د وتلو پر وخت د خپلې لور سره خبرې هم وکړلې. "

ډاکټر الربیعه د عملیاتو په کامیابۍ خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې د "بې وزلو" سره به یې مرستې روانې وي.

د سعودي عربستان سرکاري خبري اژانس ویلي چې عایشه د یمن د جګړه ځپلي ولایت، المهارا اوسیدونکې ده چې د سعوي عربستان ائتلافي ځواکونه پکې د حوثي یاغیانو په خلاف عملیات کوي.
ډاکټران وایي د مور په ګیډه کې د غبرګولي ماشومانو یو بل سره نښتل هغه وخت کیږي چې مشومان دوه وي او په ټاکلي وخت سره بیل نشي.