شاته

بشري حقونو کمیسیون: طالبانو په سپین بولدک کې ملکي وګړي وژلي 

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي چې طالبانو د کندهار د سپین بولدک د ولسوالۍ له نیولو وروسته ملکي وګړي وژلي او د خلکو مالونه یې لوټ کړي دي.

دې ادارې په یو رپوټ کې چې د پنجشنبې په ورځ جولای ۲۹ (زمري ۷) خپور شو ویلي چې "د کندهار په سپين بولدک کې د طالبانو لخوا د ملکي کسانو وژنه، د نړيوالو بشرپالو حقونو ښکاره نقضاو د جنګي جنایت مصداق دی. "

طالبانو د چنګاښ په ۲۳ د سپین بولدک ولسوالۍ ونیوله او د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د موندنو په اساس دغې ډلې د پخوانیو او برحاله کارکوونکو او د حکومت د پلویانو د تعقیب او پیژندنې وروسته "یاد کسان د کورونو نه ایستلي او وژلي دي".

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي چې ددې رپوټ موندنې د "محلي باخبرو او معتبرو سرچینو" د قربانیانو له یو شمیر کورنیو سره د مرکو او د عیني شاهدانو د سترګو لیدلي حال په اساس برابر شوي دي.

د افغانستان د وسله والو ځواکونو ویاند جنرال عمر شینواري د دوشنبې په ورځ جولای ۲۶ (زمري ۴) په کابل کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې طالبانو په سپین بولدک ولسوالۍ کې ۴۰۰ ملکي وګړي له خپلو کورونو ایستلي او ۱۰۰ یې ویشتلي او وژلي دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي چې داسې معتبرو معلوماتو ته یې لاسرسی موندلی چې ښایي د دغو کسانو په وژنه کې قومي انګیزه په ډاګه کوي، خو ددې بنسټ رپوټ تائید کړې چې تر زیاته حده "شخصي انګیزې او پخوانۍ دښمنۍ" د طالبانو له لورې د سپین بولدک د اوسیدونکو په وژنو کې شاملې وې.

په سپین بولدک کې د ملکي وګړو د وژنې په هکله ددې رپوټ له خپریدو وروسته طالبانو دغه رپوټ رد کړ او هغه یې "اوازې" وبللې.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي چې کمېسيون تر اوسه د ۴۰ تنو هويت ترلاسه کړی دی چې په دې ولسوالي کې طالبانو وژلي دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په رپوټ کې په افغانستان کې له ښکیلو ډلو په ځانګړې ډول له طالبانو غوښتل شوي چې د ملکي وګړو د حفاظت او جسمي تمامیت په اړه په قانوني مکلفیتونو عمل وکړي او د غچ اخیستونکو بریدونو، د دولتي او عام المنفعه او خصوصي تاسیساتو له تخریبولو ډډه وکړي.