شاته

عمران خان: د افغانستان د سفیر د لور ادعا د پولیسو له اسنادو سره توپیر لري

د پاکستان صدراعظم عمران خان، وایي د افغانستان د سفیر د لور سلسله علیخیل څرګندونې چې په اسلام آباد کې تښتول شوې او شکنجه شوې وه، د پاکستان د پولیسو له موندنو سره توپیر لري.

ښاغلي خان د پنجشنبې په ورځ جولای ۲۹ (زمري ۷) د افغانستان د یو شمیر رسنیو د خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې پاکستان د امنیتي ویدیو کمرو څخه نیولې د دریو ټکسي چلوونکو څخه د پلټنو پورې چې میرمن علیخیل یې لیږدولې ټول اسناد د افغان مقاماتو سره شریکوي.

ددې سره جوخت د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې "د افغانستان د سفیر د لور د تښتونې په اړه طبي رپوټونو او نورو لاسته راغلو مدرکونو" ثابته کړې چې هغه د تښتونې وروسته "شکنجه او د جسمي او روحي خشونت" سره مخامخ شوې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پدې ټینګار چې هیڅ دلیل نشي کولای چې ددغه "جنایت" رامنځ ته کیدل توجیه کړي، د تښتونې د پیښې د پلټنو د بهیر چټکیدل او د عاملینو ژر تر ژره نیول غوښتي دي.

د افغفانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي "چې د پلټنو بهیر تر اوسه ندی پشپړ شوی، پدې خاطر د پاکستاني مقاماتو له لورې هر ډول مخکې له مخکې قضاوت پدې برخه کې د خلکو د احساساتو د لا زیات خرابیدو لامل کیږي او د پلټنو د اعتبار او شفافیت په اړه اندیښنې زیاتوي."

ټاکل شوې د افغانستان د حکومت یو پلاوی بله اوونۍ پاکستان ته ولاړ شي چې په هغه هیواد کې د افغانستان د سفیر د لور سلسله علیخیل د تښتول کیدو په هکله ګډې څیړنې وکړي او د پاکستان چارواکو سره پدې هکله معلومات شریک کاندي.

په همدې حال کې د پاکستان صدراعظم عمران خان یو ځل بیا ویلي چې د افغانستان ستونزه پوځي حل نلري او په وینا یې چې یوازې د سیاسي تفاهم د لارې "ټول شموله" جوړ شوی حکومت کولی شي په افغانستان کې د سولې او ثبات سبب شي.

ښاغلي خان د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د طالبانو پرمختګ ته په اشارې وویل چې طالبان پدې باور دي چې د امریکا په خلاف جګړه یې ګټلې او ډیره به ګرانه وي چې هغوي سیاسي حل لارې ته غاړه کښیږدي.

د پاکستان صدراعظم همدارنګه وویل چې د طالبانو سره باید سیاسي تفاهم په هغه وخت کې شوی و چې څه باندې ۱۵۰ زره بهرني ځواکونه په افغانستان کې دیره و. هغه وایي "دا چې د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال ویش ټاکل شوی او یوازې څو زره یې په افغانستان کې پاتې دي، څنګه به د طالبانو نه د جوړجاړي هیله وشي. "

د افغانستان او پاکستان خړې پړې اړیکې پدې تیرو څو میاشتو لا پسې خرابې شوې. د دواړو هیوادونو چارواکو د یو بل پر ضد په تنده لهجې انتقادونه هم وکړل.

په یو تازه مورد کې د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح، ویلي چې "د پاکستان ستر درستیز د طالبانو سرو قطعاتو ته ستراتیژیکه لارښونه او هم آهنګي" کوي او د یرغل طرحې ورته برابروي او همداشان "له ځنډ پرته" ددغې ډلې جګړه مارانو ته مهمات برابروي.

ښاغلي صالح په فیسبوک پاڼه لیکلي چې د "دښمن د قواو" په ترکیب کې "پاکستان-طالبان-افراطي ډلې او عقده لرونکې تروریستي شبکې" لکه "د القاعده پاته شونې" شامل دي.