شاته

عمران خان: د افغانستان کرکټ په لږه موده کې د 70 کالو هومره سفر کړی

د پاکستان وزیراعظم عمران خان وايي، د کرکټ په تاريخ کې بل کوم ملک په 70 کاله کې دومره مخکې نه دی تللی څومره چې د افغانستان کرکټ تللی دی.

عمران خان نن د زیارت/ پنجشنې په ورځ (29 جولايۍ) په اسلام اباد کې افغان خبريالانو سره ليدلي او د هغه نه پوښتنه شوې چې د افغانستان دپاره د لوبو په برخه کې د پاکستان کومې هلې ځلې شته؟،

په ځواب کې نوموړي وویل، "زما نه دی خيال چې کوم بل يو ملک د کرکټ په تاريخ کې په دومره لږه موده کې د افغانستان هومره وده کړې ده".

هغه وویل چې څوک په کرکټ پوهيږي زه به وواېم چې "افغانستان په کرکټ کې په لږه موده کې دومره ځای ته رسېدلی چې بل کم ملک ورته په 70 کاله کې رسېدلی دی په اصل کې دوی د کډوالو په کېمپونو کې کرکټ زده کړی او دا د ستاينې وړ خبره ده".

عمران خان په خپله د پاکستان د کرکټ ستوری لوبغاړی پاتې شوی او په کال 1992 کې يې د هغه په کپتانۍ کې پاکستان نړيوال کپ/ جام ګټلی وو.

د افغانستان د کرکټ تاريخ

د افغانستان د کرکټ بورډ د وېب پاڼې ترمخه د افغانستان کرکټ فېډرېشن په لومړي ځل په کال 1995 کې جوړ شوی او په کال 2009 کې د صدارتي امر په ترڅ کې افغان کرکټ بورډ د خپلواکه ادارې په توګه ومنل شو.

په کال 2001 کې يې د کرکټ د نړیوالې شورا (ايي سي سي) د درېمې درجې غړيتوب ترلاسه کړی او په 2013 کې ورته ايي سي سي د دوېمې درجې غړيتوب ورکړی وو.

د افغانستان کرکټ لوبډلې په کال 2014 کې خپله لومړۍ یوه ورځنۍ نړيواله لوبه د زمبابوی سره کړې وه، او په 2015 کې د کرکټ نړیوالې شورا د راتلونکي سفرونو پروګرام (FTP) کې شامل شوی وو.

په 2017 کې ورته ايي سي سي بشپړ غړيتوب ورکړی او په هم دغه کال يې د ټېسټ سياليو مقام ترلاسه کړی وو.

د کرکټ د نړيوالې شورا په درجه بندۍ کې د افغان لوبغاړو ځای

د کرکټ د نړیوالې شورا په يو ورځنو سياليو کې د لوبغاړو په درجه بندۍ کې په ال راونډر لوبغاړو کې د افغانستان محمدنبي په دوېم نمبر او په بالرانو کې مجيب الرحمان په درېم نمبر دی.

دغه رنګ د شلو اووريزو سياليو د لوبغاړو په درجه بندۍ کې په ال راونډر لوبغاړو کې محمدنبي په لومړي نمبر او په بالرانو کې راشد خان په درېم نمبر او مجيب الرحمان په پينځم نمبر دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​