شاته

دپاکستان په میډيا دسخت دریځو غږ شته خو دامن غوښتونکو نه،څېړونکي وایي

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي پاکستاني رسنیو کې خو سخت دريځه او هغه خلکو ته ځائ ورکول کېږي کوم چې په نړيواله کچه تور لسټ کې شامل دي خو د بنيادي بشري او ايني حقونو غوښتونکو باندې قدغنونه لګول شوي دي چې دا د افسوس وړ خبره ده۔

څېړونکي وايي بايد پاکستانۍ رسنيو کې د نورو ډلو په څېر د پي ټي ايم غږ او جلسو ته هم ځائ ورکړل شي کوم چې د دوی ائيني حق دی۔

د پښتون ژغورنې غورځنګ يا پي ټي ايم په خپله ګيله کوي چې په پاکستاني مطبوعاتو کې ورته ځائ نه ورکول کېږي.

څېړونکي وايي دغه غورځنګ چې د پاکستان ائین مني او په جمهوري او پرامنه لاره مبارزه کوي بايد دې ته هم په رسنيو کې ځائ ورکړل شي۔

د پي ټي ايم غړي عبدالله ننګيال وي او ای ډيوه ته وويل چې په پاکستانۍ ميډيا کې دوی ته کوريج يا ځائ ورکولو باندې قدغن لګول شوی دی چې د افسوس وړ خبره ده۔

" پاکستانۍ ميډيا د پي ټي ايم په نوم باندې سنسرشپ لګولی دی، نړيوال او سيمه یيزه وسله والو ،طالبانو اؤ نورو سخت دریځه ډلو ته کوريج ورکول کېږي چې انتهايي د افسوس مقام دی"

وي او ای ډيوه سره دخبر په مهال د صحافت د څانګې استاد او څېړونکي پروفېسر ډاکټرعرفان اشرف وویل چې په ميډيا کې پي ټي ايم باندې غېر اعلانيه قدغن لګول د هغه رياستي پالېسو تحفظ کول دي د کومو پرضد چې پي ټي ايم خپل غږ پورته کوي۔

" د حکومت که بلفرض پالسي دا وي چې د هغوئ طالبانو طرف ته يو نرم رجحان دی او رضا مندي ده د طالب په بنياد باندې، او دا پاليسي عسکريت خوروي د کوم پرضد چې پي ټي ايم او نور روشن خياله خلک راوچت دي نو يقيناً دا د رياست يا حکومت دپالیسیو د پاره يو چیلنج دی"

هغه وایي " دا واضحه خبره ده چې پي ټي ايم او نور داسې ملت پاله ګوندونه کوم چې په افغانستان کې د رياست د پیاوړتیا خبره کوي نو مونږه ګورو چې په هغوئ باندې په پاکستانۍ رسنيو کې بنديزونه دي"

په پاکستان کې دخبريالانو تنظيمونه وايي چې دلته ميډيا دفشار لاندې ساتل کېږي او ادارې په سنسر شپ يا دخبرونو په چاڼولو باندې مجبوره دي،

خو د پاکستان وزير اعظم عمران خان دامريکې د دورې په مهال دا خبره کړې وه چې پاکستانۍ ميډيا د غربي نړۍ د رسنيو نه هم زياته ازادي لري۔

د پېښور پوهنتون د نړي والو اړيکو د څانګې استاز ډاکټر خورشید خان وي او ای ډيوه ته وويل چې پي ټي ايم ته په پاکستانۍ ميډيا کې دکوريج يا ځائ نه ورکولو ګټه دهغه نورو هیوادونو رسنيو ته رسي کوم چې د پاکستان خلاف پروپېګنډه کوي۔

" زما په خيال چې کومې د افغانستان رسنۍ دي چې هغه پي ټي ايم او د دې ځائ پښتنو له کوريج يا ځائ ورکوي نو هغه ډېرې مشهورې دي او خلک يې په سوشل ميډيا هم ګوري او اثر يې دا دی چې پاکستان نور هم يوازې کېږي،

د هغه په وینا" اوس که پښتاته ته میډيا نه وباسې او دوئ اواز ته نه اورې نو دوئ به نور هم افغانستان ته نزدې کېږي، او نور چې کوم خلک دي چې پښتون کارډ په افغانستان کې کاروي نو هغوئ ته نوره هم اسانه کېږي او زمونږه رياست په دې خبره ځان نه پوهه کوي، نو زما خيال دی چې رياست په خپله باندې ځان له پښې وهي"

د پاکستان پوځ او حکومت وخت په وخت د پي ټي اېم لخوا په ادارو لګول شوي تورونه رد کړي دي .

که څه هم د پاکستان د پوځ پخواني وياند مېجر جنرل اصف غفور څو ځله دا خبره هم کړې وه چې د پي ټي اېم ځينې غوښتنې سمې دي خو په يوه خبري غونډه کې يې په پي ټي اېم تور پورې کړی ؤ چې پي ټي ایم ته د بهر هېوادونو څخه پېسې ورکړی کیږي۔
خو د پي ټي اېم مشرانو بيا د پاکستان د پوځ دا تورونه رد کړي چې د بهر هېوادونو څخه يې پېسې اخستي او د دغو تورونو ثبوتونه يې غوښتی وؤ.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د سیمې د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.