شاته

تروریستي ډلو سره د طالبانو پرېکون؛ کابل د چین له غوښتنې هرکلی وکړ

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ختیځ ترکستان له اسلامي غورځنګ او نورو تروریستي ډلو سره د طالبانو د پرېکون په اړه د چین د غوښتنی "په کلکه هرکلی" کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي تېره ورځ د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو له پلاوي سره په کتنه کې هیله څرګنده کړې چې طالبان د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ چې "د چین ملي امنیت ته مستقیم ګواښ دی" وځپي.

د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ چې د اویغور سخت دریځو مسلمانانو یې بنسټ ایښی د چین په شین ژیانګ ولایت کې د "ختیځ ترکستان" د خپلواک دولت جوړول غواړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ جولای ۲۹ (زمري ۷) په یو بیان کې ویلي چې د چین دا غوښتنه د افغانستان د دولت او خلکو دوامداره غوښتنه هم ده.

په بیان کې راغلي: "موږ په دوامداره توګه ټینګار کړی چې د سیمه ایزو او نړیوالو ترهګرو ډلو سره د طالبانو نږدې اړیکې نه یوازې په افغانستان کې جګړې او وینې تویولو ته دوام ورکوي، بلکې د سیمې امنیت او ثبات ته هم جدي ګواښ دی".

د افغانستان جمهور رئیس محمداشرف غني هم تېره ورځ د څارنې او همغږۍ د ګډ بورډ په غونډه کې وویل چې طالبان له تروریستي ډلو سره نږدې اړیکې لري.

ښاغلي غني خبرداری ورکړ چې په سیمه کې د نړیوالو تروریستي شبکو په ځانګړې توګه د جیش محمدي، لشکر طیبه او داعش پراخ نفوذ جګړې ته نوي سیمه‌ییز او نړیوال اړخونه ورکوي.