چين طالبانو ته: د ترهګرو سره دې اړيکې قطع کړي، کابل د طالبانو د سفر په اړه بيان جاري کړی
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د طالبانو پلاوي چې د چين سفر کړی چين د طالبانو په تازه بريدونو ژوره اندېښنه څرګنده کړې چې عامو ملکي وګرو ته پکې مرګ ژوبلې اوړي او په سلګونو بې کوره کيږي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د طالبانو د پلاوي د چين د سفر په اړه جاري کړي بيان کې ويلي، چين په طالبانو غږ کړی چې سياسي حل ته لاړ شي او د سيمه ييزه او نړيوالو ترهګرو سره اړيکې قطع کړي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت ویلي په 28 جولايۍ د چين سټېټ کونسلر او د بهرنيو چارو وزیر وانګ يي د طالبانو د سياسي کمېشن د مشر ملا برادر په مشرۍ د پلاوي سره د چين په تيانجن کې ليدلي دي.
چين ويلي تمه لري چې طالبان به د افغانستان د ملي ګټو لومړيتوب په سر کې وساتي د سولې خبرو ته به ژمن پاتې شي، د سولې هدف به ومني يو مثبت مخ به رامنځته کړي او ګټوره پاليسي به خپله کړي.
چين د طالبانو د پلاوي د سفر په اړه بيان کې ویلي، ايسټ ترکستان اسلامک مومنټ د ملګرو ملتونو امنيتي شورا ترهګره ډله ګرځولې ده او د دغه ډلې پرضد جګړه د نړيوالې ورورولۍ ګډه زمه واري ده. چين تمه لري چې طالبان به د ايسټ ترکستان اسلامک مومنټ او نورو ترهګرو ډلو سره په ښکاره اړيکې قطع کړي.
امریکې په کال 2020 کې د چین د ویغور مسلمانانو تنظیم ایسټ ترکستان اسلامک مومنټ یا خیتځ ترکستان اسلامي تحریک د ترهګر تنظیمونو د فهرست نه لرې کړی وو. چین په دغه تنظیم په مغربي سنکیانګ صوبه کې د ترهګرۍ تررونه لګوي.
د امریکې د هغه وخت خارجه وزیر مایک پمپيو د ترهګر تنظیمونو د فهرست نه د ايسټ ترکستان مومنټ د لرې کېدو اعلان د اکتوبر د میاشت په 20 نېټه پهپه یو هدایت نامه کې کړی وو.
امریکې ایسټ ترکستان اسلامک مومنټ په 2003 کې ترهګر تنظیم ګرځولی وو
د چین د بهرنيو چارو وزارت د ایسټ ترکستان اسلامک مومنټ د ترهګر تنظیمونو د فهرست نه د لرې کېدو غندنه کړې او په امریکا یې غږ کړی وو چې خپله فېصله دې بېرته واخلي.
د طالبانو د پلاوي د چين د سفر په اړه د طالبانو د قطر د سياسي دفتر وياند محمد نعيم ویلي، طالبانو چین ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هيڅ هېواد پرضد نه استعمالیږي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي افغانستان هيله لري چې چين به په طالبانو فشار واچوي چې تشدد ختم کړي، اوربند وکړي، سوله يقیني کړي او د بهرنيو ترهګرو د افغانستان نه خاتمه وکړي.