شاته

دپښتونخوا حکومت دصوبې بیلابیلو سیمو کې نولس صنعتې مرکزونه جوړوي

د خیبرپښتونخوا حکومت په ټوله صوبه کې دصنعتي پالیسۍ ۲۰۲۰م دایکشن پلان منظوري ورکړې او ویلي یې دي چې په راتلونکو ۱۰ کالو کې به د صوبې په بیلابیلو ښارونو کې ۱۹ صنعتي مرکزونه جوړ کړي.

خو په صوبه کې کارخانه دار وایي دوړاندې نه موجود صنعتي مرکزونه ګڼ شمیر مشکلات لري او باید چې حکومت دې ته هم پام وکړي او دنوؤ مرکزونو په څېر موجوده صنعتونو ته هم اسانۍ ورکړي.

په خیبر پښتونخوا کې د ماربلو او درنګونو د اتحادیې مشر سجاد خان وي او ای ډيوه ته وايي د وړاندې څخه صنعتي مرکزونه د توانایۍ او مالیې د ستونزو ښکار دي.

هغه وایي که حکومت نوي مرکزونو ته په ټيکسونو کې رعایتونه ورکوي نو باید چې زړې کارخانې هم په پام کې وساتي.

د نوموړي په وینا که حکومت په کسټم ډیوټۍ ،انکم ټېکس یا په نورو ګمرکاتو کې نوؤ صنعتي مرکزونو ته رعایتونه ورکوي نو پکار ده چې موجوده مرکزونو ته هم هغه سهولتونه ورکړي ځکه چې بیا به د دواړو تر منځه مقابله نه کیږي او دا موجوده مرکزونه به بند شي.

په حکومتی صنعتي پالیسۍ کال ۲۰۲۰م کې ویل شوي چې په راتلونکو ۱۰ کالو کې به ۱۰ صنعتی مرکزونه جوړ کړي او په پنځوؤ کالو کې د دوؤ ځانګړو مرکزونو جوړولو پلان دی.

د پالیسۍ له مخې د صوبو په بیلابیلو ښارونو چترال،غازی،سوات،بونیر ،مردان،ایبټ اباد،ډی آئي خان ،بنو اؤ دره ادم خيل کې به ۱۹ صنعتي مرکزونه جوړولی شي.

پالیسۍ کې راغلي چې په دغو صنعتونو کې د ګیس او بجلۍ ترڅنګ دسړکونو ،بنیادي اډاڼې او وړو صنعت کارو ته دپورونو ورکولو اسانۍ هم شامل دي.

په نوښار ضلعه کې د وړو کارخانه دارو پخوانی مشر اصغر کان اتمانخیل وایي په موجوده صنعتونو کې دبجلۍ د نشتوالي ستونزه تر ډیره حده هواره شوې خو اوس په صنعتی مرکزونو کې د بجلۍ انتظام ډیر خراب دی نوي مرکزونه جوړول د ستاينې وړ دي خو باید زړو مرکزونو ته هم پام وکړی شی .

صوبائي حکومت وايي. یوازی صنعتي مرکزونو ته ارزښت نه ورکوي بلکې په صوبه کې زراعت،سیلګرۍ او دټیکسټائل صنعت ته هم وده ورکول غواړي او د حکومت په وینا دې مرکزونو سره به د ۲-۳ لکه خلق هم په روزګار شي