شاته

د طالبانو څخه د چین تمه؛ د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ ځپل

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي د طالبانو له پلاوي سره په کتنه کې ویلي چې بیجینګ تمه لري دغه ډله په افغانستان کې د جګړې په پای ته رسیدو او ددې هیواد په بیارغاونه کې مهم رول ولوبوي.

د طالبانو د سیاسي مرستیال او په قطر کې ددې ډلې د سیاسي دفتر د رئیس ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو نهه کسیز پلاوي د چهارشنبې په ورځ جولای ۲۸ (زمري ۶) د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي سره د چین په شمال تیانجین ښار کې وکتل.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ددې لیدنې وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي چې ښاغلي وانګ هیله څرګنده کړې چې طالبان د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ چې "د چین ملي امنیت ته مستقیم ګواښ دی" وځپي.

د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ چې د ایغور سخت دریځو مسلمانانو یې بنسټ ایښی د چین په شین ژیانګ ولایت کې د "ختیځ ترکستان" د خپلواک دولت جوړول غواړي. د چین برسیره متحده ایالات، اروپایي ټولنه، بریتانیا او روسیه د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ یوه ترهګره ډله بولي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک، ویلي چې ددې ډلې پلاوي د "د دواړو هیوادونو په اړوند سیاسي، اقتصادی او امنیتی مسایلو او د افغانستان په اوسني وضعیت او د سولې په بهیر" د چینایي مقاماتو سره خبرې کړې دي او ډاډ یې ورکړی دی چې د افغانستان د خاورې څخه به د هیڅ هیواد په ضد استفاده ونشي.

ښاغلي وردک په ټویټر لیکلي: "چین ژمنه وکړه چې د افغانستان د خلکو سره به همکارۍ ته دوام او پراختیا ورکړي او وویل چې د افغانستان په چارو کې مداخله نه کوي، بلکې د ستونزو په څل کولو د سولې په رامنځ ته کیدو کې به مرسته وکړي."

پدې ترڅ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینګن ویلي دي که طالبان په زور واک ته ورسیږي، افغانستان به یو «مطرود دولت» شي.

چین سره له دې چې ادعا کوي د دولت بهرنۍ پالیسي یې د نورو هیوادونو په چارو کې مداخله نه کول دي اندیښنه لري چې د طالبانو مذهبي تعصب هغوی د چین د شینجیانګ ولایت د مسلمان اکثریت سره نژدې کړي؛ هغه اندیښنه چې د چین کمونست مشران یې د اسلامپالو طالبانو سره په یو میز راټول کړي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیجان د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: «د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي ویلي چې افغان طالبان په افغانستان کې یو مهم پوځي او سیاسي قوت دی...او چین په ټولیزه توګه د افغانستان په داخلي چارو کې نه مداخلې ته وفادار دی...افغانستان د افغانانو پورې اړه لري.»

د یو شمیر کارپوهانو په اند د طالبانو لپاره چې په افغانستان کې د بشپړه واک ترلاسه کولو او د نړیوال مشروعیت د لرلو ته لیوال دي چین ورته د پانګې اچونې او د سیاسي-اقتصادي ملاتر د راجلبولو ستره منبع ده.

په استرالیا کې د میشت افغانستان پیژندونکي نیشانک متواني په وینا "طالبان به د بیجینګ د ملاتړ په راجلبولو سره د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې دپلوماتیک سپر ترلاسه کړي...مهمه ده چې په یاد ولرو کله چې نور هیوادونه خپلې دروازې خلاصوي او د طالبانو سره تعامل کوي دا اقدام د افغانستان د حکومت مشروعیت راټیټوي او طالبان د راتلونکي منتظر حکومت په توګه معرفي کوي."

د روان کال د مۍ په میاشت کې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر له پیل وروسته په ټول افغانستان کې د طالبانو بریدونه زیات شول او د امریکا د دفاع وزارت د مقاماتو په وینا دغې ډلې اوس د افغانستان د نیمایي ولسوالیو د مرکزونو کنترول ترلاسه کړی دی.