شاته

سپینه ماڼي د امریکا د دولتي مامورینو په اجباري واکسین کیدو غور کوي

سپینه ماڼۍ په جدي توګه پدې غور کوي چې د امریکا د فدرال حکومت کارکوونکي باید د کرونا وبا ضد واکسین وکړي او د تطبیق مدرک یې ولري، که نه په منظمه توګه باید د کوویډ۱۹ د ازموینې منفي نتیجه مربوطو فدرالي ادارو ته وړاندې او ماسک وتړي.

په متحده ایالاتو کې د کروناویروس د دلتا بڼې پراخیدل چې خورا ساري ده، ددې سبب شوې چې د متحده ایالاتو حکومت دغه اقدام کړي.

ددغې موضوع نه یوې باخبره سرچینې ویلي چې ټاکل شوې سپینه ماڼۍ په دې هکله وروستی تصمیم د لازمو ارزونو وروسته په روانې اونۍ کې اعلان کړي.

د امریکا د حکومت د مدیریت او بودجې د ادارې د شمیرو له مخې په ۲۰۲۰ کال کې د هیواد د پوځي قواو په ګډون د امریکا د فدرالي حکومت د کارکوونکو شمیر ۴.۲ میلیون تنو ته رسیده.

د امریکا د تقاعد شویو پوځیانو وزارت د امریکا لومړنۍ فدرالي اداره وه چې د دوشنبې په ورځ یې ددې ادارې روغتیایي کارکوونکو ته د کوویډ۱۹ واکسین کول جبري اعلان کړل.

د امریکا د امراضو د کنترول او مخنیوي مرکز د سه شنبې په ورځ د ماسک د تړلو لارښود تعدیل کړ او د امریکا له هغو خلکو څخه چې د کروناویروس ځپلو سیمو کې ژوند کوي وغوښتل پرته لاه دې چې واکسین شوي او که نه په سر پټو ځایونو کې باید ټول ماسکونه وتړي.

څرنګه چې په واشنګټن ډي سي کې هم د دلتا ډوله ویروس زیاتې پیښې ثبت شوي دي سپینې ماڼۍ هم خپلو کارکوونکو ته امر کړی چې د چهارشنبې له ورځې څخه ددې ماڼۍ په سرپټو ځایونو کې ماسک وتړي.

د امریکا د کانګرس د تالار دننه چې ۴۳۵ غړي لري د ماسک تړل لازمي اعلان شول. خو د سنا مجلس ته ۱۰۰ غړي لري دا کار لازمي ندی اعلان شوی.

د امریکا یو شمیر ایالتونو، خصوصي شرکتونو، روغتونونو او د زده کړو مرکزونو چې په سرپټو ځایونو کې یې واکسین شویو کسانو ته د ماسک تړل لقو کړي وو بیرته یې له خلکو غوښتي چې ماسکونه وتړي او هغوی چې ندي واکسین شوي واکسین وکړي.

د وروستیو شمیرو له مخې د متحده ایالاتو د نفوس یواځې ۶۰ فیصده یعنی ۱۸۹ میلیون کسانو لږ تر لږه یو ډوز واکسین ترلاسه کړی دی، چې ددې جملې نه ۱۶۳.۳ میلیون تنه په بشپړه توګه واکسین شوي دي.

دا پداسې حال کې دي چې په تیرو دریو میاشتو کې د لومړي ځل لپاره په متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس د نویو پیښو شمیر د سه شنبې په ورځ د ۶۰ زره کسانو حد ته ورسید. زیات شمیر نوې پیښې په هغو ساحو کې ثبت شوي چې اکثر خلک یې واکسین شوي دي.