شاته

د پاکستاني طالبانو مشر: غواړو چې د پاکستان قبايلي ضلعې خپلواکه کړو

د لاقانونه ګرځولې شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان مشر مفتي نور ولي مسيد ويلي د پاکستان د امنیتي ادارو پرضد جنګيږي او وايي چې د پاکستان قبايلي ضلعې به ونسي او خپلواکه به يې کړي.

نور ولي مسيد دغه خبرې د نامالومه ځای څخه د امریکايي خبري ادارې (سي اېن اېن) د پوښتنو په ځواب کې کړي دي.

هغه ويلي د افغانستان طالبانو سره يو ځای نه جنګيږي او نه یې د القاعده سره مرستې شته.

هغه زیاته کړې که طالبان په افغانستان کې کاميابيږي د ټولې نړۍ د مسلمانانو ګټه به وي، او دوی د افغان طالبانو سره د ورورولۍ او اسلامي اصولو په اساس اړيکې لري.

د پاکستاني طالبانو د مشر د سي اېن اېن سره دغه خبرې په داسې وخت کې مخې ته راغلي چې د افغانستان نه امريکايي ځواکونه ووځي او طالبانو په افغانستان کې بريدونو ته زور ورکړی دی.

په وروستيو کې د افغانستان سره په پوله پرتو د پاکستان په قبايلي ضلعوجنوبي او شمالي وزیرستان او نورو کې د بدامنۍ پېښې سېوا شوي او د پاکستان امنيتي ځواکونه پکې په هدف شوي او د وسله والو سره نښتې هم شوي دي.

په دغو بریدونو کې د ډېرو زمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې ده.

د پاکستان پوځ چې په قبايلي ضلعو او ځانګړي ‌ډول په کال 2014 کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو تندلارو پرضد عمليات کړي د پاکستان او حکومت پوځ دعوه کړې وه چې ياده علاقه يې د وسله والو څخه پاکه کړې ده.

خو څيړونکي وايي په وروستیو کې د وسله والو لخوا بريدونه ښايي چې دغه وسله وال په يادو عملیاتو کې یا خاموشه شوي او یا خوندي ځایونو ته انتقال شوي او په موقع تر لاسه کیدو سره بيا فعاله شو.

په وروستیو کې په پخوانۍ فاټا کې د بدامنۍ د څار غېر دولتي ادارې فاټا ريسرچ سنټر مشر منصور مسيد وي او اې ډیوه ته ويلي وو په قبايلي ضلعو او په ځانګړي ډول په شمالي او جنوبي وزیرستان کې يو ځل بيا وسله وال رایوځای شوي او فعالیتونه یې زيات کړي چې له امله یې په سیمه کې د بدامنۍ پېښې سېوا شوي دي.

په پاکستان کې د بدامنۍ د تازه پېښو په اړه د پوځ د مطبوعاتو د ادارې ايي ایس پي آر مشر بابر افتخار په (17 جولايۍ) د پاکستان له یو شخصي ټیلیویژن 92 نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ويلي يې وو "ښکاره خبره ده وروستۍ پېښې بلې غاړې (افغانستان لوري) ته له روانو حالاتو سره تړلې دي، دا وخت زمونږ د عملیاتو په نتیجه کې په پاکستان کې هیڅ د ترهګرو منظم نیټ ورک نشته".

د پاکستاني طالبانو مشر نور ولي مسيد په کال 2018 کې د ملا فضل الله په ډرون بريد کې د وژل کېدو وروسته د ټي ټي پي مشر جوړ شوی وو.

د پاکستان حکومت په کال 2008 کې دا ډله لاقانونه ګرځولې وه.