شاته

کراچۍ: په چينايي وګړو بريد کې يو ژوبل شوی دی

د پاکستان تر ټولو غټ صنعتي ښار کراچۍ کې په ګاډي کې روان چينايي وګړو باندې نامالومه کسانو ډزې کړي چې پکې يو سخت ژوبل شوی دی، دا پېښه نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ (28 جولايۍ) رامنځته شوې ده.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې روانه مياشت په کوهستان کې په يو بس چاودنه کې نهه چينايان وژل شوي او بيا چين د پاکستان نه د خپلو وګړو د خونديتوب غوښتنه کړې وه.

د کراچۍ ښار د جنوبي سيمې د پوليسو مشر (ډي ايي جي) جاوېد اکبر رياض وايي په سپين کرولا موټر کې بهرنيان روان وو او د ښار د ګلبايۍ په علاقه کې پرې ډزې شوي دي.

مطبوعاتو سره په خبرو کې هغه وويل، "دوه بهرنيان وو چې په دې ګاډي کې ناست وو او په دواړو کې يو ژوبل شوی دی خو د هغه حالت هم د خطرې نه بهر دی او مونږ کوشش کوو چې د دې پېښې په تړاو ټول شواهد راجمع کړو چې مالومه شي چې په دې پېښه کې څوک ککړ دي".

پولیس افسر ونه ويل چې دغه بهرنيان څوک دي خو د ژغورنې ادارې (چهيپا) يو کار کوونکی وايي هغه په خپل ګاډي کې موجود وو چې خلکو ته د ګاډي بوتلو وويل،

هغه وویل، "د سپين رنګ ګاډی وو چې دوه چينايان وو پکې او يو ډرايور وو یو چينايی په ډزو لګېدلی او ښکارېد چې حالت يې ډېر ښه نه وو".

پوليس افسر وويل دغه بهرنيان د کراچۍ د ډيفنس علاقې نه روان وو او په شيرشاه علاقه کې يې په يو کمپنۍ کې کار کولو او په لار کې پرې ډزې شوي دي.

هغه زیاته کړه دا ويل به د وخت نه وړاندې وي چې د دې پېښې علت څه دی، خو پولیس د دوی په تګ خبر نه وو او په شخصي فېکټرۍ کې يې کار کولو.

پوليس افسر وويل دغه کسان د سي پېک په کومه پروژه يا سرکاري کار کې نه وو ځکه دوی د هغو جزیاتو مالومولو کوشش کوي.

په پاکستان کې د چين ـ اقتصادي راهدارۍ (سي پېک) په پروژه کې په ګڼ شمېره کې چينايان شتون لري.

له دې وړاندې هم په کراچۍ کې په چينایانو بریدونه شوي دي او د روان کال د مارچ په مياشت کې یو چينايي وګړی د ډزو په بريد کې ژوبل شوی وو.

په کراچۍ کې دا تازه پېښه په داسې حال کې شوې چې د روانې میاشتې په 14 نېټه د خیبر پښتونخوا په کوهستان سیمه کښې په یو بس شوي برید کې د نهه چينايي وګړو په ګډون 13 تنه وژل شوي وو.

پاکستاني چارواکو اول دغه پېښې ته حادثه ويلي وه خو په بله ورځ بيا د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چودري ويلي وو د دغه پېښې په ابتدايي پلټنو کې چاودېدونکي مواد موندل شوي او د ترهګرۍ امکان پکې نه شي رد کېدی.

او بيا د چين د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان نه غوښتي وو چې د دغه پېښې پلټنې وکړي او په پاکستان کې چينايي وګړي خوندي کړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​