شاته

سپین بولدک:طالبان اؤ افغان دولت دواړه تجارتي ګاډو نه ګمرک اخلي

دپاکستان اؤ ترمنځ دچمن اؤ سپین بولدک پوله دتجارتي ګاډو پرمخ خلاصه ده خو تجاران وایي چې دوئ اوس پخپلو مالونو دافغانستان غاړې ته دوه ځایه محصول یا ګمرګ ورکوي.

دافغانستان اؤ پاکستان ترمنځ دتجارت د دوهمې سترې لارې باب دوستي افغان غاړې ته دسپین بولدک په ویش مندهۍ دطالبانو دقبضې وروسته څلور ورځې دمخه دپاکستان حکومت دغه لاره دتجارتي ګاډو پرمخ پرانستې ده .

دسیمې نه د ډیوه د خبریال تر مخه دا مهال په دغه تجارتي لاره په محدوده کچه دټرانزټ ټریډ د صادراتو اؤ وارداتو دمالونو څخه ډګ ګاډی دپولې دواړو غاړو ته تګ راتګ کوي خو ځایي سوداګرو تر دې دمخه اندېښنې ښکاره کړې وې چې په دغه بندر به دوئ چاته د خپلو اړونکو مالونو محصول یا ګمرګ ورکوي؟

په دې لړ کې یوه مهمه پوښتنه تجارانو دا مهم راپورته کړې چې دافغان ټرانزټ ټرید کنټیران چې دنړیوالې شپنګ کمپنۍ دقانون په اساس په دغه لاره تیریږي نو هغه به څوک تسلیموي ؟

وي او ای ډيوه چې کله دغه پوښتنې د یوې پاکستاني کمپنۍ جی کی اینډ د مشر عبدالغفار څخه وکړې نو هغه وویل دچمن اؤ سپین بولدک ترمنځ دپولې دتجارتي ګاډو پرمخ خلاصولو دپاره هغوئ دپاکستاني چارواکو،طالبانو اؤ افغان دولت دګمراکاتو دچارواکو سره خبرې کړي اؤ له هغې وروسته دا پوله پرانستل شوې ده.

خو عبدالغفار وایي چې تاجران اوس پخپلو مالونو یو ځل سپین بولدک کې طالبانو ته ګمرک ورکوي اؤ بیا ورځنې افغان حکومت په کندهار کې هم ګمرګ اخلي چې داسې دا تاجران اوس پخپلو مالونو یو په یو دوه محصول یا ګمرګ ورکوي.

"کله چې دا موټر له پولې تیر شي طالبان ورته ولاړ وي،محصول ځنې اخلي،بیا دا موټر ځي اؤ کنټینر دافغانستان لوري ته په افغاني موټر کې خالي کیږي چې وروسته دا تجارتي مالونه کندهار ته روانیږي اؤ اؤ دسپین بولدک اؤ کندهار ترمنځ د تخته پل په مقام ترې دافغانستان دګمرک چارواکي محصول اخلي"

هغه وایي وړاندې به دتجارتي موټرو څخه یو ځل ګمرګ اخستل کیدو خو اوس یې ترې طالبان پخپله پرچه بیل اخلي اؤ د افغان دولت د ګمرګ چارواکي ترې د وړاندې په څېر بېلې دګمرګ پیسې اخلي.

تر دې وړاندې په مطبوعاتو کې داسې رپورټونه خپاره شوي وؤ چې دافغانستان دګاونډیو هیوادونو سره په پوله دپرتو شپږو بندرونو واک طالبانو پخپل لاس کې اخستی اؤ افغانستان ته په ننوتلو اؤ راوتلو طالبان دغلته دتجارتي ګاډو نه خپل محصول اخلي چې له امله یې دافغان دولت په ګمرکي عایداتو کې سخت کمی راغلی دی اؤ تجارت هم ورسره کم شوی دی.

دافغانستان اؤ پاکستان دګډې تجارتي خونې دافغانستان دڅانګې مشر خان جان الکوزي وي او ای ډيوه ته ویلي طالبانو به مخکې دنیمروز-هرات په لویه لار دټرانزیټي مالونو څخه دپرچې په نوم محصول اخستو خو اوس چې بندرونه په لاس ورغلي نو دغه محصول ته یې لایحه جوړه کړې ده.

"څنګه چې به طالبانو دکنټینرو څخه د پرچې په نوم محصول اخستو هم هغه شان یې ورته اوس یوه نوې نرخنامه جوړه کړې ده"

هغه وایي اوس تجاران په سپین بولدک اؤ ویش مندهۍ کې دوه ځایه پخپلو مالونو محصول ورکوي اؤ اندېښنه ده چې دا به په نرخونو هم بدې اغېزې وکړي اؤ دشیانو نرخونه به ورسره جګ شي.

هغه وایي دوه ځایه دمحصول اخستو سره به دتجارانو مشکلات زیات اؤ ګاونډیو هیوادونو سره به تجارت کې کمی رامنځته شي.

دپاکستان لوري ته په چمن ښار کې ځایي تجاران وایي چې دپاکستان څخه افغانستان ته دبیلابیلو خوراکي شیانو د لیږلو اؤ افغانستان څخه پاکستان ته دتازه میوؤ اؤ سبزیانو د را اړولو کچه هم کمه شوې ده.

تجاران وایي اوس په افغانستان کې دانګورو،خټکو اؤ سبزیانو سیزن روان دی خو دغه مالونه دیخوا ډیر کم را اوړي نو له دې امله دپولې دواړو غاړو ته تاجران دسترو زیانونو سره مخ شوي دي.

هغوئ وایي چمن بندر په ورځ کې یوازې پینځه ساعته دتجارتي ګاډو پرمخ خلاص وي چې له دې امله هم دواړو غاړو ته ډیر کم تجارتي ګاډي تګ راتګ کوي اؤ ددې ټولې بدې اغېزې په تجارانو کیږي.