شاته

د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوی چین ته تللی

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ویلي چې د دغې ډلې یو لوړپوړی پلاوی په یو رسمي سفر چین ته تللی دی.

محمد نعیم وردګ د چهارشنبې په ورځ جولای ۲۸ (زمري ۶) په خپل ټویټر کې لیکلي چې د طالبانو ډلې د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ۹ کسیزه پلاوی د سې‌شنبې په ورځ چین ته تللی دی.

ښاغلي وردګ ویلي چې ملا برادر اخوند د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي سره لیدلي او د "دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او امنیتي مسایلو، د افغانستان روان وضعیت او سولې" په اړه یې خبرې کړي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند زیاته کړې چې د طالبانو پلاوي چینايي چارواکو ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې څخه به د هېڅ هېواد په ضد کار وانخیستل شي.

ښاغلي وردګ لیکلي: "چین هېواد له افغان ولس سره د خپلو همکاريو د دوام او پراختيا ژمنه وکړه او ويې ويل چې دوی د افغانستان په چارو کې مداخله نه کوي، بلکې د ستونزو په هواري او دسولې په راتلو کې يې مرسته کوي".

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې چینايي چارواکو چین ته د طالبانو د پلاوي د سفر په اړه افغان چارواکو ته له وړاندې اطلاع ورکړې وه.

د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي: "د دغې اطلاع په اساس، له دې بلنې څخه هدف د افغانستان د امنیتي وضعیت او د طالبانو په څنګ کې د بهرنیو جنګیالیو او تروریستانو د حضور په اړه د چین د اندېښنې څرګندول او د سولې له خبرو او سیاسي توافق څخه د چین د دولت ملاتړ و".

په بیان کې ویل شوي چې چین د طالبانو له پلاوي سره په کتنه کې د دغې ډلې د وروستیو بریدونو په اړه چې له امله یې "بې‌ګناه خلک وژل کېږي او د لسګونو زرو کسانو د بې‌ځایه کېدو لامل کېږي" ژوره اندېښنه ښودلې ده او له طالبانو څخه یې غوښتي چې سیاسي حل لاره ومني او له سیمه‌ییزو او نړیوالو تروریستانو سره خپلې اړیکې غوڅې کړي.