شاته

غني: نړیواله ټولنه دې سولې ته د طالبانو په لیوالتیا بیا کتنه وکړي

د افغانستان جمهور رئيس محمداشرف غني له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې سولې ته د طالبانو او د دغې ډلې د ملاتړ کوونکو په لیوالتیا باندې بیا کتنه وکړي.

ښاغلي غني د چهارشنبې په ورځ جولای ۲۸ (زمري ۶) د څارنې او همغږۍ د ګډ بورډ په غونډه کې وویل چې د نړیوالو تروریستي شبکو په ځانګړې توګه د جیش محمدي، لشکر طیبه او داعش پراخ نفوذ جګړې ته نوي سیمه‌ییز او نړیوال اړخونه ورکوي.

د افغانستان جمهور رئيس وویل: "موږ له نړیوالۍ ټولنې څخه غواړو چې د طالبانو او د هغوی د ملاتړو له خوا د سیاسي حل لارې منلو د لیوالتیا په روایت باندې بیا کتنه وکړي".

د ښاغلي غني په وینا د ماینونو ځای پر ځای کول، موټربم او ځانمرګي بریدونه، بیړني اعدامونه، غچ اخیستونکي قتلونه او جبري ودونه له بشري حقونو څخه د مکررو سرغړونو بیلګې دي چې په افغانستان کې دوام لري.

د افغانستان جمهور رئیس دغه راز وویل چې د نړۍ اسلامي علماو د طالبانو له خوا پیل شوې جګړې په اړه ویلي چې روانه جګړه "هیڅ دیني او مذهبي اړخ نه لري" او زیاته یې کړه چې "د طالبانو لپاره یوازینۍ لاره د ټول ولس په خوښه سیاسي توافق" دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) مشرې دیبرا لانیز په دې غونډه کې وویل چې په افغانستان تلپاتې سولې ته د رسېدلو لپاره باید ژر د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات "د صمیمیت په فضا کې" پیل شي.

اغلې لاینز په افغانستان کې د طالبانو وروستي پرمختګونه د اندېښنې وړ وبلل او زیاته یې کړه: "د جګړې په ډګر کې پرمختګ طالبانو ته مسوولیت راجع کوي. نړۍ له نږدې ګوري چې دوی اوس څه ډول عمل ترسره کوي".

یوناما ټینګار کړی چې هیڅ لوی تمویلوونکی هېواد او بنسټ به له هغو سره "چې پر ښځو ظلم کوي، له اقلیتونو سره تبعیض کوي، د نجونو پر زده کړو سترګې پټوي او یا استبدادي حکومت رامنځ ته کوي" مالي مرستې ونکړي.

د یوناما مشرې دغه راز وویل چې په افغانستان کې د روانو جګړو، وچکالي او کروناویروس وبا له امله بیړنیو بشري مرستو ته د اړمنو افغانانو شمېر ۱۸ میلیونو ته رسېدلی دی.

د څارنې او همغږۍ د ګډ بورډ ځانګړې غونډه چې د چهارشنبې په ورځ په ارګ کې جوړه شوه په کې د افغانستان د دولت لوړپوړو چارواکو، د افغانستان مالي ملاتړ کوونکو او ملي او نړیوالو ناظرو بنسټونو حضور درلود.

دا غونډه د ژنیو په کنفرانس کې د شویو ژمنو د عملي کولو او په نومبر میاشت کې د جیګپوړو چارواکو غونډې ته د چمتوالي لپاره رابلل شوې وه.