شاته

هند کې د لارۍ او بس په ټکر کې ۱۸ کاریګر وژل شوي

د هند د اترا پرادیش په ایالت کې ۱۸ کاریګر هغه وخت ووژل شول چې یو لارۍ موټر د هغوي د بس سره وجنګیده.

پولیس وایي کاریګر د هریانا او پنجاب ایالتونو کې د کار کولو نه وروسته د بهار ایالت ته تلل خو په لار کې یې موټر خراب شو او هغوي په سړک ویده وو چې ټکر وشو.

په پیښه کې لږ تر لږه ۱۹ تنه ټپي شوي هم دي.

پولیس وایي د پیښې په هکله یې تحقیقات پیل کړي. د ژغورنې ډلې وایي اکثریت مړي د بس لاندې شوي وو.

په هند کې د سړکونو او لویو لارو د حفظ او مراقبت چارې پڅې دي او دا همدا وجه ده چې پدې هیواد کې د موټرو ټکرونه ډیر دي.

د هند د حکومت د معلوماتو له مخې هر کال پدې هیواد کې شاوخوا ۱۵۰ زره کسان د موټرو په ټکر کې وژل کیږي.

د موټرو لوړ سرعت او دا چې چلونکي د موټر چلونې پر وخت کمربند نه تړي او موټر سایکل چلونکي ځانګړې خولې نه په سر کوي، په ټکرونو کې د مړینې مهم دلایل ښودل شوي.