شاته

عامې روغتیا وزارت: له لوی اختر وروسته په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر زیات شوی

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، له لوی اختر وروسته په کرونا ویروس د اخته کسانو په شمېر کې د تېر په پرتله زیاتوالی راغلی.

دغه وزارت وایي چې د اختر په ورځو کې د کرونا ویروس د مخنیوي له خبرداري سره سره بیا هم د اختر په درې ورځو کې خلکو د یو بل کورونو ته تګ راتګ کاوه.

د دغه وزارت ویاند وايي، که څه هم په اختر کې د کرونا ویروس د خپراوي د کچې په اړه د اوس مهال سنجش له وخت مخکې دی، خو د اختر په ورځو کې د دغه ویروس په اړه د ثبت شویو مثبتو پېښو شمېر ته په کتو په اختر کې په کرونا ویروس د اخته کسانو په شمېر کې زیاتوالی لیدل کېږي.

غلام دستګیر نظري د یکشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۰۳» ازادي راډیو ته وویل چې په ۳۴ ولایتونو کې د کرونا ضد واکسین د وېش لړۍ روانه ده او په زیاد شمېر کې کسان د واکسین د لګولو لپاره روغتیايي مرکزونو ته ورځي.

ارشیف، د امریکا له لوري له افغانستان سره د کرونا ویروس ضد مرسته شوی واکسین
ارشیف، د امریکا له لوري له افغانستان سره د کرونا ویروس ضد مرسته شوی واکسین

ښاغلی نظري زیاتوي: "په ۳۴ ولایتونو کې د کرونا ضد واکسین د وېش بهیر روان دی، په ورځني ډول له ۳۰ تر ۴۵ زرو پورې افغانان کرونا ضد واکسین لګوي، دمګړۍ موږ جانسن انډ جانسن ۳،۳ ملیونه دوزه واکسین لرو."

ښاغلی نظري وايي چې تر اوسه یو ملیون ۲۵۰ زره افغانانو په ټول هېواد کې د کرونا ضد واکسین لګولی.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند په خبره، ټاکل شوې چې په روانه اوونۍ کې د استرازینیکا په نوم د واکسین یوه محموله افغانستان ته راورسېږي او په ورته وخت کې له چین هېواد نه هم د کرونا ضد یو ملیون کمکي واکسین به ډېر ژره افغانستان ته را انتقال شي.

د عامې روغتیا وزارت په خبره، د کوواکس د طرحې له مخې ټاکل شوې چې د ۲۰۲۱ میلادي کال تر پایه د افغانستان په سلو کې ۳۰ فیصده وګړي واکسین شي.

دمګړۍ په افغانستان کې درې ډوله واکسین استرازینیکا چې د هند تولید دی، سینوفارم چینايي او امریکايي واکسین جانسن انډ جانسن له ۱۸ کلونو ښکته کسانو ته لګول کېږي.

د کرونا ویروس ضد واکسین تطبیق
د کرونا ویروس ضد واکسین تطبیق

که څه هم په لومړیو کې د واکسین د ترلاسه کولو د علاقه‌مندي کچه ټیټه وه، خو په دې وروستیو اوونیو کې د واکسین د ترلاسه کولو لېواتیا زیاته شوې او حتی په ښارونو کې خلک د واکسین لپاره په ورځو او ساعتونو د روغتیايي مرکزونو د دروازو تر شا ولاړ وي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو په افغانستان کې ۴۱۴ تنه په کرونا ویروس اخته شوي چې له امله‌یې ۵۲ تنه مړه شوي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتې پېښو له ثبت راوروسته تر اوسه ۱۴۴ زره ۲۸۵ تنه په کرونا ویروس اخته شوي چې له ډلې یې ۶،۴۷۷ تنه مړه شوي دي.