شاته

اشرف غني: طالبان د القاعده، جېش محمد او لشکرطيبه سره ژورې اړيکې لري

د افغانستان ولسمشر اشرف غني ویلي "طالبان له القاعده، جيش محمد او لشکر طيبه سره ژورې اړيکې لري او غواړي افغانستان د تروريستانو په پټنځي بدل کړي، خو د افغانستان دولت او ملت ورته هېڅکله دغه اجازه نه ورکوي".

اشرف غني دغه خبرې پرون د شورو چهارشنبې په ورځ (21 جولايۍ) په کابل کې د کمانډو ځواکونو سره د ليدنې په وخت په وېنا کې کړي دي.

د صدارتي ماڼۍ ارګ ترمخه نوموړي د نوم اخستو پرته ويلي، "زمونږ اوبه او ستراتېژيک موقعيت زمونږ خپل شوی، نو ځکه د افغانستان پر دښمنانو اور بل دی او غچ يې له موږ په جګړه اخلي".

افغان ولسمشر وويل، "مونږ د عادلانه او پایداره سولې اراده لرو، خو دښمن دې پوه شي چې هېڅکله نه تسلیمېږو. تاسو دا وړتيا لرئ چې نړۍ او هر قوت ته خپل ظرفيت ثابت کړئ".

اشرف غني دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د مې په مياشت کې د افغانستان څخه د امريکايي او نېټو ځواکونو د وتلو د عمل پېدو کېدو سره طالبانو بريدونو ته زور ورکړی دی.

په ځينو ځايونو کې طالبان دعوه کوي چې ولسوالۍ يې نيولي خو افغان دولت بيا طالبانو ته د تلفاتو اړولو او د ځينو ولسواليو بيرته نیولو دعوې کوي.

اشرف غني له دې وړاندې هم ويلي وو "که طالبان فکر کوي چې مونږ به دوی ته تسلیم کیږو، نو دا ارمان به یې په سلو کالو کې پوره نشي. د وینې توېدو او ویجاړیو پړه به د طالبانو او د هغوی د پلویانو په غاړه وي."