شاته

پښتونخوا کې د زیاتو خلکو په هندي ډوله کرونا وایرس داخته کېدو اندېښنه ښودل شوې

خېبر پښتونخوا کې د روغتيا دچارو پوهان وايي دخلکو دبې غورۍ او د کرونا وايرس خورېدو دمخنيوي دپاره د وضعه کړل شوؤ سپارښتنو څخه دسرغړونې له امله کرونا وايرس په ټولنه کې ورځ تربلې يو ځل بيا په چټکتیا سره خورېږي.

دوئ اندېښمن دي چې هندي ډول يا ډيلټا وايرس د خلکو د غېر سنجيده رويي له کبله زيات تنان ناروغه کولی شي چې بوج به يې دصوبې دصحت په نظام پرېوځي.

ډاکټران وايي په کرونا وايرس قابو موندلو له پاره بايد خلک په سپارښتنو عمل وکړي او د يادې ناروغۍ نه د ځانونو خوندي کولو له پاره په وخت ویکسين ولګوي.

بلخوا دصحت محکمې چارواکي وايي چې په هوټلونو او دسېلګرۍ ځايونو کې د سېلګرو د پاره دکرونا وايرس ویکسين لګولو سرټيفيکيټ ښودل او ټسټ کول لازمي ګرځول شوي دي۔

د خيبر پښتونخوا د صحت محکمې د يو لوړ پوري چارواکي نه دترلاسه شويو مالوماتو ترمخه دکرونا وايرس تر ټولو زياته د مثبت پېښو کچه په پېښور کې خواوشا 10 فيصده او په اېبټ اباد سيمه کې د اووه فيصدو نه سېوا مخې ته راغلې ده۔

دمعلوماتو له مخې دصوبې په کچه د مثبتو پېښو کچه چې يو فيصد ته راکمه شوې وه د دوه فیصدہ څخه سېوا مخې ته راغلې ده.

دطبي چارو پوهان وايي د کرونا وبا دڅلورمې څپې په مهال د مثبتو پېښو کچه کې د زياتوالي له امله يو ځل بيا په هسپتالونو کې په کرونا وايرس داخته ناروغانو په بستر کولو کې زياتوالی راغلی چې داندېښنې خبره ده.

د پېښور لېډي ريډنګ هسپتال ډاکټر محمد اصغرخان وي او ای ډيوه ته وايي خلک اوس هم کرونا وايرس سنجيده نه اخلي،

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل په سپارښتنو دعمل نه کېدو له کبله د کرونا وايرس په پېښو کې زياتوالی مخې ته راغلی دی۔

" مخکې به چې دخلکو په زړونو کې کومه ويره وه دخلکو سره روغبړ کې، بازارونو ته تللو کې هغه اوس ختمه شوې ده نو دهغې نتيجه دا راغله چې مونږه سره که زه د ايل ار ايچ هسپتال خبره وکړم نو دڅو هفتو وروسته چې کوم داخل مريضان کم شوي وو نو اوس بيا سېوا کېږي"

نوموړي زياته کړه په ټولنه کې دکرونا وايرس هندي ډول يا ډيلټا وايرس پخلی شوی او دغه وايرس د نورو قسمونو په پرتله زيات تېزۍ سره خورېږي او د مريضانو په هسپتالونو کې د داخلېدو کچه پکې هم سېوا ده۔

" علاج يې صرف دغه دی چې څومره ډېر خلک ویکسين ولګوي نو هغه هومره به ددې نه خوندي وي، که وېکسين نه وروسته دا وايرس ولګي هم نو اثر به يې ډېر نه وي او بل دا چې خلک په اېس او پيز يا سپارښتنو عمل کوي"

د صحت دچارو پوهان وايي د کرونا وايرس خورېدو مخينوي د پاره بايد خلک د غټ اختر په موقعه د سېلګرۍ ځايونو ته د تللو څخه ډډه وکړي۔

د خېبر پښتو نخوا د صحت محکمې مرستيال مشر او د کرونا وبا دپاره ټاکل شوي وياند ډاکټر اکرام الله خان وي او ای ډيوه ته وويل د تېر اختر په څېر دا ځل حکومت د سېلګرۍ ځايونو ته په ورتګ بندېز نه دی لګولی خو سېلګرو د پاره يې د کرونا وايرس ټیسټ کول او د ویکسين سرټيفيکېټ ښودل لازم ګرځولي دي۔

نوموړي زياته کړه چې کوم سېلګري چې د پنجاب او نورو سيمو نه راځي نو د هغوئ ټسټونه کول لازمي دي داسې د هوټل د عملې ټسټونه کول لازمي دي، دې سره سره کوم بازارونه چې دي او هلته څوک کار کوي نو د هغوی نه هم وخت په وخت د ټسټونو د پاره نمونې اخستل کېږي۔

د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې نه دترلاسه شويو مالوماتو له مخې دصوبې په کچه 35 لکه تنانو ته دکرونا وايرس ویکسين لګول شوي چې پکې 7 لکه تنانو ته د ویکسين پوره خوراکونه ورکړل شوي دي۔

د سرکاري شمېرو ترمخه دتېر يو شواروز په مهال د کرونا وايرس 150 مثبتې پېښې ريکارډ شوي او پینځوؤ کسانو ترې ژوند د لاسه ورکړی دی۔

شمېرې ښايي د صوبې په کچه دکرونا وايرس نه تر دې دمه 1 لک 41 زره او څه کم 300 تنان ناروغه شوي او4402 په دغه رنځ اخته تنان په حق رسېدلي دي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د سیمې د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.