شاته

بهرنیو چارو وزارت کابلوف ته: طالبان سیاسي حل لارې ته چمتو نه دي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې وايي طالبانو د خپلو څرګندونو په خلاف له سیاسي لارې د افغانستان د کړکېچ هواري ته چمتو نه دي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د افغانستان له پخواني جمهور رئيس حامد کرزي سره په انلاین خبرو کې ویلي چې طالبان د روان کړکېچ د حل لپاره جوړجاړي ته چمتو دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې د ښاغلي کابلوف دا څرګندونې رد کړي دي.

دغه وزارت د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي د کمولو، له تروریستي ډلو سره د اړیکو پرې کولو او د اوربند د ټینګېدو او سولې ته د رسېدو لپاره د جدي مذاکراتو د ترسره کولو ژمنې نقضولو ته په اشارې ویلي: "د طالبانو کړنې د دې حقیقت ښکارندويي کوي چې طالبان د خپلو څرګندونو په خلاف په عمل کې د افغانستان د کړکېچ سیاسي حل ته چمتو نه دي.

همداشان دغه وزارت ویلي چې د افغانستان حکومت د څه باندې شپږ زره طالب بندیانو په خوشې کولو، دوحې ته د باصلاحیته مرکچي پلاوي او په دې وروستیو کې د جیګپوړي سیاسي پلاوي په استولو سره سولې ته خپله اراده او ژمنتیا ښودلې ده.

په بیان کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ته په خطاب ویل شوي: "که ښاغلی کابلو د باور وړ او مشخصو اطلاعاتو ته لاسرسی لري چې د جګړې د سوله‌ییز حل لپاره د طالبانو د رښتینې ارادې ښکارندويي وکړي، له موږ سره دې شریکې کړي تر څو د هغه په مطابق د سولې په بهیر کې لازیات پرمختګ وکړو".

ضمیر کابلوف دغه راز ویلي چې طالبان په راتلونکي کې کابل او د ښارونو مرکزونه هم ونیسي خو د ساتلو لپاره یې ظرفیتونه نه لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت "له نظامي لارې سیاسي واک ته د طالبانو رسېدل" د مسکو د غونډې د اعلامیې او ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ پریکړه په خلاف بللی دی.

د افغانستان حکومت په دې بیان کې سولې ته د رسېدو په برخه کې د روسیې د هڅو د قدردانۍ ترڅنګ ټينګار کړی چې کابل تمه لري ترڅو نړیواله ټولنه په طالبانو فشار راوړي چې دغه ډله په خپلو ژمنو عمل وکړي.