شاته

افغانستان کې جګړې؛ تاجیکستان تر ټولو ستر پوځي تمرینونه وکړل

د افغانستان شمالي ګاونډي تاجیکستان د پنجشنبې په ورځ جولای ۲۲ (چنګاښ ۳۱) تر ټولو ستر پوځي تمرینونه وکړل چې ددې هیواد ټول پوځ په کې دخیل و.

د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان د خپل هیواد د جنوبي پولې اخوا په افغانستان کې د جګړو د زیاتیدو په وجه خپل پوځ ته د جدي څارنې امر کړی دی.

د افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره په څو تیرو اونیو کې په دې هیواد کې ناامني پداسې حال زیاته شوې چې طالبانو د ولسوالیو او سرحدي سیمو په نیولو لاس پورې کړی دی.

ښاغلي رحمان وویل چې د تاجیکستان د پوځ د ۱۰۰ زره فعالو سرتیرو سربیره ۱۳۰ زره احتیاطي سرتیرو د پنجشنبې په ورځ په درې ساعته تمرینونو کې ونډه اخیستې وه.

د تاجیکستان د ولسمشر دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې ددغو پوځي تمرینونو لپاره څه دپاسه ۱۰۰۰ پوځي موټرې، په سلګونو توپونه او هاوانونه او همداشان د هلیکوپترو په ګډون په لسګونو جنګي الوتکو په دغو پوځي تمرینونو کې ونډه درلودله.

د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان په یوه تلویزیوني وینا کې وویل: «په سیمه کې د بې ثباتۍ په وجه زه یو ځل بیا د تاجیکستان خلکو ته ور په یادوم چې مونږ باید د سولې او ثبات ساتلو ته چې په لوړه بیه ترلاسه شوي، تیار اوسو.»

ښاغلي رحمان وویل چې د پوځ د احتیاطي سرتیرو څخه ۲۰ زره یې د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د پولو د ساتلو لپاره ګمارل شوي دي.

په همدې میاشت کې د افغانستان په شمال کې د طالبانو د یرغل په نتیجه کې په سلګونو افغان امنیتي منسوبین د تاجیکستان لور ته واوښتل. تاجیکستان وروسته بیا هغوی بریته په هغو ځانګړو پروازونو کې افغانستان ته واستول چې افغان حکومت پدې مصرف برابر کړي وو.

روسیه چې په تاجیکستان کې یوه ستره پوځي اډه لري غواړي راتلونکې میاشت د تاجیکستان او اوزبیکستان سره ګډ پوځي تمرینونه وکړي.

د انټرفاکس خبري اژانس د روسیې د پوځي چارواکو له قوله ویلي چې د پیاده پوځ لپاره نوي پوځي موټرې د روسیې اډې ته انتقال شوي او په راتلونکو تمرینونو کې به چې د افغانستان سره پولې ته نژدې ترسره کیږي، ترې استفاده وشي.