شاته

برېتانیې کې په سړکونو د میرمنو د زورولو د مخنیوي تازه اقدام

د برېتانیې د کورنیو چارو وزارت د میرمنو او نجونو سره د زورزیاتي پر ضد د مبارزې په برخې کې پدې غور کوي چې په سړکونو کې د میرمنو زورول جرم وبلل شي.

حکومت دا اقدام پداسې حال کې کوي چې د همدې روان ۲۰۲۱ کال د مارچ په میاشت کې یوه ځوانه نجلۍ د لندن په جنوبي څنډه کې وتښتول شوه او وروسته ووژل شوه. خلکو د پیښې نه وروسته په حکومت سخت انتقادونه وکړل چې په عامه ځایونو کې یې د میرمنو د خوندیتوب لپاره کافي اقدامات ندي کړي.

د بریتانیې د کورنیو چارو وزیرې پریتي پاټیل پدې هکله په ټایمز ورځپاڼې کې په یوې تبصرې کې لیکلي چې په سړکونو کې میرمنو ته نا مناسب الفاظ کارول ښایي ځانګړی جرم وبلل شي.
میرمن پاټیل ویلي چې حکومت په سړکونو کې د میرمنو او نجونو د زورونې پر ضد اقدامات کوي او په اوسني قانون کې هم خلاګانې له منځه وړي.
د برېتانیې د کورنیو چارو وزیرې لیکلي، " میرمنې او نجونې دې ډاډه وي چې د هغوي اندیښنې به جدي بلل کیږي. زه نه یوازې د قانون د موجودیت بلکې په عملي توګه د قانون د تطبیق ژمنه کوم. "
حکومت پلان لري چې د میرمنو سره د سړیو لخوا د زورزیاتي پر ضد د مبارزې په خاطر د ملي پولیسو په چوکاټ کې یوه ځانګړې رهبري ایجاده کړي او په عامه ترانسپورت کې د میرمنو او نجونو سره د تشدد د مخنیوی لپاره به هم دوه چارواکي ټاکل کیږي.