شاته

پاکستان کې د څلورم ځل لپاره ټیک ټاک بند شو

په پاکستان کې نن چارشنبه جولای ۲۱ (چنګاښ۳۰) د ویډیو شریکولو یوه تر ټولو مشهوره شبکه، ټیک ټاک د څلورم ځل لپاره د "نامناسبو" موادو خپرولو په تور بنده شوه.

د پاکستان د مخابراتو ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي چې د ټیک ټاک د بندیدو پریکړه پدې شبکې کې د "نامناسبو موادو شتون او دا چې دا شبکه د دې موادو په لیرې کولو کې پاتې راغلې"شویده.

ټیک ټاک د همدې میاشتې په سر کې هم د یوې ایالتې محکمې د پریکړې له وجې د دوه ورځو لپاره په پاکستان کې بند شوی و.

ټیک ټاک چې یوه چینایي کمپنۍ ده په پاکستان کې د مذهبي فعالینو او چارواکو سره د کافي ډیر وخت راپدیخوا په جنجالونو کې ګیر د ه.

خلک په پاکستان کې په زیاته پیمانه د دې اپلیکیشن نه د شیانو د پلورلو لپاره کار اخلي او د بیان د آزادۍ فعالینو په انټرنیټ د حکومت لخوا په سانسور کولو سخت انتقادونه کړي.

ټیک ټاک د همدې کال د جون په میاشت کې څه باندې ۶ میلیونه ویډیوګانې د دې شبکې د پاکستان د برخې نه پاکې کړلې.

دې کمپنۍ ویلي و چې پنځلس په سلو کې لیرې شوې ویډیوګانې "غیرې اخلاقي" وې.