شاته

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیاله چین ته ځي

ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیاله ونډي شرمن په همدې روانې اوونۍ کې چین ته پداسې حال کې سفر وکړي چې د دواړو هیوادونو تر منځ جنجالونه ډیر شوي.

میرمن شرمن د بایډن د حکومت تر ټولو جګپوړې چارواکې ده چې چین ته سفر کوي.
د امریکا او چین اړیکې د نړۍ تر ټولو مهمې اړیکې دي خو بشري حقونه او د سایبري امنیت په ګډون ګڼ شمیر مسايل شته چې دواړه هیوادونه یې تقریباً هره ورځ په یو بل د انتقاد کولو لپاره کاروي.

خو د دغو خړو پړو اړیکو سره سره، د بهرنیو چارو د وزارت مرستیاله چین ته ځي چې وکتل شي آیا دیپلوماسي به وکړی شي د چین او امریکا د اړیکو د یو څه ثبات سبب شي.
چین ته د دې امریکایي جګپوړې چارواکې د سفر په هکله د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د سفر هدف د "چین د خلق جمهوریت سره د امریکا د ګټو د پر مخ بیولو او ارزښتونو په هکله ډانګ پیلې خبرې اترې کول دي.

په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیاله به د چین د چارواکو سره په هغو مسایلو وغږیږي چې د امریکا لپاره د جدي اندیښنې وړ دي او هم به د دواړو هیوادونو په ګډو ګټو خبرې وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې میرمن شرمن به د چین د پایتخت پر ځای د تیانجن په بندري ښار کې دوه ورځې تیرې کړي او د هغه هیواد د بهرنیو چارو د وزیر وانګ یي تر څنګ به د ګڼ شمیر جګپوړو چارواکو سره وګوري.

د امریکا متحده ایالاتو تیره اوونۍ په عامه توګه په چین تور ولګاوه چې د همدې روان کال د مارچ په میاشت کې یې د مایکروسافټ اکسچینج د شرکت نه یې ستره کمپیوټري غلا کړې وه او امریکایي شرکتونو ته یې هم خبرداری ورکړی و که په هانګ کانګ کې کاروبار وکړي، د یو شمیر خطراتو سره به مخ شي.

امریکا همدرانګه د چین د سین کیانګ د سیمې نه واردات بند کړي او تور یې لګولی چې هلته خلک په زور کار کولو ته مجبوریږي.

خو چین دغه تورونه "جعلي" وبلل.