ایران وایي د مکې مدینې پرته به د سعودي هر ځایې په نښه کړي
د ایران د دفاع وزیر ویلي دي چې که سعودي کوم غیر منطقي او جاهلانه عمل وکړ نو د مقدسو مذهبي ځایونو نه پرته به د سعودي په هر گوټ حمله وکړي
ایمانویل مکرون د فرانسې انتخابات وګټل
په فرانسه کې د جمهوري ریاست انتخابات خلاص شول او لومړنۍ پایلې ښيي چې ایمانویل مکرون انخابات ګټلي دي.
د فرانسې د جمهوري ریاست دویم دور انتخابات خلاص شول
په فرانسه کې د جمهوري رياست د انتخاباتو نتیجه به دې ته لار پرانیزي چې فرانسه د اروپايي اتحادیې مخکښ غړى پاتې کیږي، که له دې اتحادیې څخه وځي.
پاپ په بم د 'مور' د نوم له اېښودلو سره مخالفت وکړ
د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانسیس د امریکا د پوځ یوغیر اتومي وسلې ته د مور د نوم په کارولو کلک انتقاد کړی دی.
رازق: سپین بولدګ کې۵۰ نه، څلور افغان سرتېري وژل شوي
د پاکستان د پوځ یو جنرال ادعا کوي چې پاکستاني ځواکونو ۵۰ افغان سرتیري وژلي دي، خو افغان چارواکي څلور سرتیري وژل شوي.
د چمن ـ سپین بولدک لانجه لا نه ده حل شوې
د چمن ـ سپین بولک د لانجې د هوارولو لپاره د افغان او پاکستاني چارواکو دوهمه غونډه هم تیره ورځ بې پایلې پای ته رسیدلې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر کابل ته سفر کړی
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وايي، په کابل کې له افغان چارواکو سره په کتنو کې هڅه کوي، ترڅو د ایران او افغانستان دوه اړخیزو اړیکو ته ښه مسیر پيدا او دا اړیکې په یو مضبوط چوکاټ کې د اوږدې مودې لپاره پياوړې کړي.
د سوریې بحران؛ پنټاګون له نړیوالو کوښښونو نه ملاتړ کوي
د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون ویلي چې په سوریې کې د روان بحران د اوارولو لپاره له هر دول نړیوالو کوښښونو څخه ملاتړ کوي.
په یکشنبه د فرانسې د ولسمشرۍ دویم دور انتخابات دي
د فرانسې زیاتره خلکو لا هم نپوهیږي چې د دواړو کاندیدانو تر منځ کوم ته رایې ورکړي، خو مخلوطې ټولنې د لې پن بري ته لیواله نه دي.
د 'جنوبي اسیا' توغول شوې سپوږمکۍ افغانستان ته څه ګټې لري
د هند د فضايي څيړنو سازمان د 'جنوبي آسیا' په نوم یو سټلایټ چې په کې د افغانستان په ګډون اووه هیوادونه شریک دي فضا ته واستوله.
کابل کې یوه ټولنه له ښځینه انجینرانو سره کار موندلو کې مرسته کوي
په کابل کې د ښځینه انجینرانو په نوم یوې ټولنې له هغو ښځو سره د کار په موندلو کې مرسته کوي، چې د انجینري له پوهنځیو څخه فارغیږي.
د کندوز قلعه ذال ولسوالۍ یو ځل بیا وسله والو طالبانو ونیوله
له تیرو څلرویشتو ساعتونو راپه دیخوا د کندوز د قلعه ذال ولسوالۍ پر مرکز او د تخار کندوز پر لویه لار په پرتو امنیتي پوستو باندې د دولت مخالفو وسله والو بریدونه کړی و.
د چمن ـ سپین بولدک لاره په دوهمه ورځ هم تړلې وه
د افغان او پاکستاني سرحدي قواوو ترمنځ د تیرې ورځې جګړو وروسته د چمن – سپین بولدک سرحد د هر راز تګ راتګ پر مخ تړل شوې.
جمهور رئيس ټرمپ د حکومت د لګښتونو بودیجه لاسلیک کړله
جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د حکومت د لګښتونو بودیجه چې زر میلیارده ډالره کیږي، لاسلیک کړله. دغه بودیجه به د سپټمبر د میاشتې پورې حکومت وچلوي.
روسیې امریکا ته په خوندي سیمو د بمبارۍ خبرداری ورکړ
روسیې، ترکیې او ایران په سوریه کې د خوندي سیمو اعلان وکړ او خبرداری یې ورکړ چې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو هیڅ یوه الوتکه پکې بمباري نشي کولی.