ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


په افغانستان کې په تیرو دوو میاشتو کې ۳۲ میرمنې وژل شوي

د ښځو د چارو وزارت وایي چې د میرمنو سره د زورزیاتي او تشدد د زیاتوالي په هکله اندیښنه لري او د پالیسیو د بدلون غوښتنه یې کړیده.

13.02.2017 امریکا غږ

په لاهور کې په یو ځانمرگي برید کې لس تنه ووژل شول

پاکستاني رسنۍ وایي چې د لاهور په ښار کې پر یوې مظاهرې باندې د طالبانو یو ځانمرگي بریدگر حمله کړې چې لږ تر لږه لس تنه یې وژلي او ٣٠ تنه یې ټپیان کړي دي.

13.02.2017 امریکا غږ

بردي محمدوف د دریم ځل لپاره د ترکمنستان ولسمشر شو

​د ترکمنستان جمهور رئیس قربانقلي بردي محمدوف یو ځل بیا د اوه کلونو لپاره په داسې حال کې د هیواد جمهور رئیس شو چې په انتخاباتو کې یې کوم جدي سیال نه درلود.

13.02.2017 امریکا غږ

پاکستان ۶۰۰ زره افغان کډوال په زوره شړلي - راپور

د بشري حقونو د څار د نړیواله اداره وایي چې په پاکستان په تیر اوړي کې په زرګونو افغان ګډوال د هغوی د خوښي پر خلاف په زور له هیواد څخه افغانستان ته شړلي دي.

13.02.2017 امریکا غږ

په سویس کې د مهاجرو په اړه ریفرنډم

اکثرو رایه ورکونکوهغه ریفرنډم تصویب کړچې د سویس حکومت او مهموسیاسی گوندونویې ملاتړکاوه.

12.02.2017 امریکا غږ

رضا پهلوي: دایران ولس له اسلامي حکومت سره توپیر لري

ایرانیان له دې سره ډېر حساسیت لري چې څوک د ایران د اسلامي حکومت گمان پرې وکړي, ځکه د ایران حکومت د نړیوال ترورزم په ملاتړ کولو ترون دی

12.02.2017 امریکا غږ

یوناما وايي په هلمند کې ۲۵ ولسي خلک وژل شوي

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر، یوناما، په هلمند کې د ملکی خلکو په وژلو اندېښنه ښودلې ده.

12.02.2017 امریکا غږ

امریکا او جاپان د شمالي کوریا د توغندي ازموینه وغندله

جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ جاپان ته ډاډ ورکړ چې د امریکا د متحده ایالاتو حکومت په سلو کې سل د خپل ستر متحد جاپان ترڅنگ ولاړ دی.

12.02.2017 امریکا غږ

پنټاګون افغانستان ته د زرګونو نورو پوځيانو پر استولو غور کوي

د امریکا د دفاع وزیر دا اونۍ بلجیم ته ځي چې له خپلو اروپايي متحدینو سره د افغانستان د جګړې او داعش ضد عملیاتو په اړه وغږیږي.

12.02.2017 امریکا غږ

یونان کې زوړ بمب زرګونه کسان له کورونو وویستل

په یونان کې پولیسو ۷۰۰۰۰ کسان له کورونو وویستل چې د دویم نړیوال جنګ څخه یو پاتې شوی او موندل شوی لوی بمب خنثی کړي.

12.02.2017 امریکا غږ

لوی څارنوال: امنیتي ځواکونه د شپې له خوا د کورونو د پلټلو حق نه لري

د افغانستان لوی څارنوال وايي، قانون د بندیانو شکنجه کول، د شپې له خوا د کورونو پلټل او له خلکو څخه تحقیق ته جواز نه ورکوي او باید مخنیوی یې وشي.

12.02.2017 امریکا غږ

پاکستان کې د افغان کډوالو پر اوسېدو خبرې کیږي

د افغانستان حکومت وايي، چې راتلونکې چهار‌شنبې په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د اوسیدو د نیټې غځولو او په هغه هیواد کې د میشتو غیرقانوني افغانانو د ثبت او راجسټر پر سر له پاکستاني لوري سره خبرې کوي.

11.02.2017 امریکا غږ

د ناټو قومندان له ټرمپ نه غواړي چې پر پاکستان فشار راوړي

په افغانستان کې د قاطع ماموریت د ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکلسن وايي ښايي د هغه په غوښتنه ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر زیات کړي.

11.02.2017 امریکا غږ

ایټالیه د لیبیا په با ثباته کیدو کې د روسيې نه مرسته غواړي

ایټالې داسې نخښې نښانې څرگندې کړیدي چې د لیبیا په با ثباته کیدو کې د روسيې نه مرسته غواړي او د مهاجرو ستونزه پای ته ورسوي

11.02.2017 امریکا غږ

په جرمني کې د یوې افغانې هندو کورنۍ پناه غوښتنه رد شوه

جرمني په دې وروستیو کې د رد شویو کډوالو د بیرته ستنولو بهیر گړندی کړي. خو یو ښاروال د یوې افغانې کورنۍ د بیرته ستنولو مخه نیسي.

11.02.2017 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more