ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


اسټرالیایي خبریاله وايي طالبانو توقیف کړې او بخښنې غوښتو ته یې اړ کړې

یوه استرالیايي خبریاله وايي په کابل کې د طالبانو له خوا توقیف شوې او اړ ایستل شوې ده چې په تېر یوه کال کې خپل خپاره کړي موثق راپورنه ناسم وبولي او په اړه یې بخښنه وغواړي. 

21.07.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه

21.07.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

21.07.2022 امریکا غږ

د اوکراین د جمهور رئیس مېرمنې د امریکا له کانګرس څخه وسلې غوښتي

د اوکراین د جمهور رئیس مېرمن، اولینا زلنسکا واشنګټن ته راغلې او د امریکا د کانګرس غړو ته یې ویلي دي اوکراین د هوايي دفاع وسلو ته اړتیا لري. 

21.07.2022 امریکا غږ

د افغانستان بریښنا شرکت د ترکمنستان له چارواکو سره د وارداتي بریښنا د لیږد په پروژو خبرې کړي

د افغانستان د بریښنا شرکت وايي چې د ترکمنستان او د دغه شرکت د چارواکو ترمنځ په کابل کې د ترکمنستان څخه افغانستان ته د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لیږد د مزي پروژې او د بریښنا د لیږد (TAP) پروژې د عملي کیدو په لارو چارو خبرې کړي دي.

21.07.2022 امریکا غږ

پرایس: ایران پر روسیې په اتکا سره ځان په خطر کې اچوي

متحدو ایالتونو د چهار شنبې په ورځ جولای ۲۰ (چنګاښ ۲۹) ایران ته خبرداری ورکړ او ویې ویل له دې چې په نړۍ کې پر منزوي شوي هیواد روسیې اتکا کوي، خپل موقعیت په خطر کې اچوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس خبریالانو ته وویل:" ایران اوس له هغو لږ شمیر هیوادونو سره چې د بیطرفۍ تظاهر یې کاوه، یوځای شوی او د اوکراین او د اوکراین د خلکو په وړاندې د پوتین او د هغه له جګړې څخه ملاتړ کوي." خو ښاغلي پرایس وویل ایران د ۲۰۱۵ کال اټومي قرار داد ته په ستنیدو سره کولی شي په ټوله نړۍ کې له نورو هیوادونو سره تازه اقتصادي‌ اړیکي جوړي کړي. د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د سه شنبې په ورځ له خپل ایراني‌ او ترکي سیال سره د سوریې د کړکیچ او له اوکراین څخه د غله جاتو د صادرولو په ګډون د سیمه ایزو مسایلو په اړه د خبرو لپاره تهران ته ولاړ. د ایران مذهبي مشر ددغې غونډې په ترځ کې له پوتین سره وکتل او له مسکو سره یې د اوږدمهاله همکاریو غوښتنه وکړه. ایران له دې مخکې د ملګرو ملتونو په سازمان کې پر اوکراین د روسیې د برید د غندلو په اړه د بې طرفۍ رایه ورکړې وه. سره له دې چې امریکا د ایران په غونډه نیوکه کړې، د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې "CIA" رئیس ویلیم برنز چې د یو منځګړي په توګه د ایران په اټومي هوکړه کې رول لوبولی وویل ایران او روسیه د سیاسي انزوا د ماتیدو او له بندیزونو سره د مبارزې په هدف نږدې شوي دي. ښاغلي برنز وویل:"که هغوی یو بل ته ضرورت ولري، په دې خاطر چې د انرژۍ رقیبان او تاریخي رقیبان دي، نو واقعا په یو بل اعتبار نلري." مسکو په ایران کې د مداخلې پخواني سابقه لري او د شلمې پیړۍ په لومړیو کې د هغه هیواد مهم تبریز ښار ونیو او په ۱۹۴۱ کال کې پر یاد هیواد د برید په هدف له بریټانیا سره یوځای شو. د سي ای اې رئیس وویل:" هغه (پوتین) په دې باور دی چې د روسیې د رهبر په توګه د هغه ونډه داده چې روسیه یوځل بیا په یو ستر قدرت بدله شي." متحدو ایالتونو په دې وروستیو کې ویلي داسې شواهد لري چې ښکاره کوي روسیې له ایران څخه د بې پیلوټه الوتکو د ترلاسه کیدو غوښتنه کړې ده.

21.07.2022 امریکا غږ

روسیه: مسکو غواړي د اوکراین نورې سیمې ونیسي؛ امریکا اوږده جګړه په مخ کې ویني

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د چهار شنبې په ورځ جولای ۲۰ (چنګاښ ۲۹) وویل مسکو غواړي د دونباس له سیمې هاخوا د اوکراین په جنوب کې ډیرې سیمې ونیسي. روسیه پر اوکراین د خپل شاوخوا پنځه میاشتیني برید په لومړیو کې ونه توانیده چې د ولسمشر ولادمیر زیلنسکي حکومت ړنګ کړي او د هغه هیواد په شمال کې پلازمینه کیف ونیسي. روسي ځواکونه اوس د اوکراین په ختیځ کې د دونباس سیمې د نیولو لپاره له اوکرایني ځواکونو سره په جګړه کې دي. خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د چهار شنبې په ورځ د هغه هیواد له دولتي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل روسیه نور په دونباس کې چیرې چې روسي بیلتون غوښتونکي د ۲۰۱۴ کال راهیسې له اوکرایني ځواکونو سره جنګیږي، د محدودیت او مقید توب احساس نه کوي. لاوروف د روسیې RT ټلویزیون ته وویل:" اوس جفرافیه بدله شوې ده. دا یوازې دونتڅک او لوهانسک ندي. اوس خیرسون، ژاپورژیا او څو نورې سیمې دي. دا بهیر په دوامدار ډول روان دی." د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه که غرب کیف ته نور اوږده واټن ویشتونکي توغندي ورکړي د مسکو له خوا به د سیمو د نیولو لړۍ روانه وي. لاوروف په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لویډ آسټن د چهار شنبې په ورځ جولای ۲۰ (چنګاښ ۲۹) وویل چې امریکا به اوکراین ته څلور نور داسې راکټي سیستمونه ورکړي چې په دقیق ډول د هدف د ویشتلو وړتیا لري. آسټن په پنټاګون کې خبریالانو ته وویل:" واشنګټن به د هیمارس څلور نور پرمختللي راکټي سیستمونه واستوي‌ چې په مجموع کې به ۱۶ شي. اوکراینیانو له هیمارس څخه ډیر ښه کار اخیستی دی او تاسې یې تاثیرات د جګړې په ډګر کې لیدلی شی." د سپینې ماڼۍ د ملي‌ امنیت ویاند جان کربي د سه شنبې په ورځ جولای ۱۹ خبریالانو ته وویل، استخباراتي معلومات ښکاره کوي چې روسیه په ښکار ډول د اوکراین ځمکنۍ بشپړتیا‌ نقض کوي او د هغه هیواد د خاورې د نیولو هڅه کوي. کربي زیاته کړه هغه سیمې چې د روسیې په پلان کې دي خیرسون، ژاپورژیا، ټول دونتڅک او لوهانسک ولایتونه هم پکې شامل دي. ښاغلي کربي همدارنګه له کانګرس څخه وغوښتل چې په ناټو کې د سویډن او فنلنډ د یوځای کیدو لپاره ګامونه واخلي ځکه د بایډن حکومت غواړي هر څومره ژر چې امکان ولري یاد هیوادونه په ناټو کې وویني.

21.07.2022 امریکا غږ

سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

21.07.2022 امریکا غږ

آسټن: امریکا اوکراین ته نور دقیق هدف ویشتونکي راکټي سیستمونه ورکوي

د متحدو ایالتونو دفاع وزیر لویډ آسټن د چهار شنبې په ورځ جولای ۲۰ (چنګاښ ۲۹) وویل چې امریکا به اوکراین ته څلور نور داسې راکټي سیستمونه ورکړي چې په دقیق ډول د هدف د ویشتلو وړتیا لري. نوموړي په داسې حال کې دا خبره وکړه چې تر دې یوه ورځ وړاندې د اوکراین دفاع وزیر له واشنګټن څخه د (Himars) په نامه د نورو ګرځنډه راکټي سیستمونو غوښتنه وکړه. د اوکراین دفاع وزیر  اولیکسي ریزنیکوف وویل چې اوکرایني ځواکونو ددغو راکټي سیستمونو په مرسته تر اوسه د روسیې د قومندې ۳۰ مرکزونه او د هغوی د وسلو ډیپوګان له منځه وړي دي. لویډ آسټن په پنټاګون کې خبریالانو ته وویل:" واشنګټن به د هیمارس څلور نور پرمختللي راکټي سیستمونه واستوي‌ چې په مجموع کې به ۱۶ شي. اوکراینیانو له هیمارس څخه ډیر ښه کار اخیستی دی او تاسې یې تاثیرات د جګړې په ډګر کې لیدلی شی." ښاغلي آسټن زیاته کړه، روسیه خپلو بې رحمه راکټي بریدونو ته دوام ورکوي او دا هغه ظالمانه تخنیک دی چې د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال کارول کیده. د امریکا دفاع وزیر وویل اوکراین ددغو بریدونو په وړاندې توپخانو او مهماتو ته اړتیا لري. ټاکل شویده متحده ایالات اوکراین ته د GMLRS په نامه داسې اضافه راکټونه هم ورکړي چې تر ۸۰ کیلومتره پورې خپل هدف په دقیق ډول ویشتلی شي. د اوکراین دفاع وزیر اولیکسي ریزنیکوف د سه شنبې په ورځ جولای ۱۹ حد اقل تر ۱۰۰ پورې د هیمارس د راکټي سیستمونو غوښتنه وکړه او ویې ویل په دې توګه کولی شي د روسیې د یرغل په وړاندې موثره مقابله وکړي. ښاغلي ریزینکوف روسي ځواکونو ته د ملاتړ د رسیدو د مخنیوي په هدف یو ځل بیا د ۱۰۰ تر ۱۵۰ کیلومترو پورې د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو غوښتنه وکړه. د جمهور رئیس جوبایډن حکومت تر اوسه اوکراین ته د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو له ورکولو ډډه کړې او دا ویره لري چې اوکراین به د روسیې په خاوره کې اهداف په نښه کړي او کار به له غرب سره به د مستقیمې جګړې د رامنځ ته کیدو لامل شي.

21.07.2022 امریکا غږ

راپور: د القاعدې ډلې مشر ژوندی دی او افغانستان کې یې فعالیت زیات شوی

ملګري ملتونه وايي چې د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري ژوندی دی، په ازاد ډول له خپلو افرادو سره تماسونه نیسي او په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته د القاعده ډلې د مهمو متحدینو موجودیت زیات شوی دی. د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ نېټه واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته ایمن الظواهري د دغې ډلې په ملاتړ پیغام هم خپور کړی و او راپورونه وايي چې د دغو پیغامونو له خپرېدو ښکاري چې هغه د ۲۰۲۲ کال تر فبرورۍ پورې هم ژوندی و. د راپور په اساس، د القاعدې شبکه د طالبانو له مسلط کېدو وروسته یو ځل بیا نړۍ او لویدیځ ته د یو ګواښ په توګه بدله شوې ده او هڅه کوي چې د خپلې سیالې ډلې، داعش، څخه مخکښه وي. د ملګرو ملتونو دا راپور، چې د غړو هېوادونو د استخباراتي ارزونو په اساس لیکل شوی دی، تېره ورځ د جولاۍ په ۱۹ (چنګاښ ۲۸) خپور شو. راپور وايي چې د القاعده ډله په افغانستان کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې پټنځایونه لري او غړي یې افغانستان ته ازاد تګ راتګ کوي. راپور وايي: «القاعدې ته نړیواله زمینه برابره شوې ده او هوډ لري چې یو ځل بیا د نړۍ د جهادي ډلو د مشرې په توګه رادبره شي.» د ملګرو ملتونو په دغه راپور کې راغلي دي چې د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري دی او ورپسې دویم سیف العادل دی چې یو مهال د الظواهري د ځای ناستي په توګه پېژندل کېده. راپور وايي چې د عربو په جزیره کې یزید مبارک او په سومالیا کې د الشباب ډلې مشر احمد دیریه د القاعدې ډلې مشران دي. ویل کېږي چې د القاعده شبکې لپاره افریقا ډېره مهمه ده او ممکن د الشباب ډله د القاعده ډلې مالي برخه په لاس کې واخلي. د ملګرو ملتونو د یو غړي هېواد استخباراتي ادارې د معلوماتو په اساس، په سومالیا کې د القاعده ملاتړې ډله د ۵۰ او ۱۰۰ میلیون ډالر ترمنځ عاید لري او غواړي دا عاید د القاعده د مشرتابه سره په مرستو ولګوي. راپور وایي: «بیخي ښکاره خبره ده چې الظواهري له پامه غورځول شوی دی. القاعده اوس تر هغه وخت ډېر قوي سازمان دی چې الظواهري په لومړي ځل یې مشري ترلاسه کړه.» څېړونکي په دې باور دي چې د ملګرو ملتونو دا راپور د ترهګرۍ په ضد د امریکا د متحدو ایالتونو تګلاره تر پوښتنې لاندې راولي. د امریکن انټرپرایز د انستیتیوت غړې کترین زیمرمن امریکا غږ ته وویل: «ان ۲۰ کاله وروسته هم د القاعده ځیني لوړ پوړي عوامل ازاد او چمتو دي چې بېرته جهاد ته ور وګرځي.» د ملګرو ملتونو راپور وايي چې القاعده نغواړي د افغان طالبانو حکومت ته ستونزه جوړه شي او له همدې کبله ترهګریزو بریدونو ته زړه نه ښه کوي. یو بل کارپوه ګارتنستاین راس په دې اړه وویل: «د القاعدې لپاره په متحدو ایالتونو باندې برید هر څه دي. القاعده له تېرې یوې لسیزې راهېسې په سیمه کې ډېر فرصتونه په لاس کې لري، خو د بېلابېلو دلایلو له کبله یې، د سپتمبر د ۱۱ پېښې په څېر برید په لومړیتوب کې نه دی شامل کړی.» تر د مخکې د امریکا د دفاع وزارت هم ګانګرس ته په خپل راپور کې ویلي وو چې افغان طالبان د نړیوال مشروعیت په لټه دي او له همدې کبله القاعدې په افغانستان کې خپل فعالیتونه محدود کړي دي. د ملګرو ملتونو د راپور په اساس د القاعده شبکه په افغانستان، سومالیا او چاد کې ډېر فعالیت لري.

20.07.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

20.07.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

20.07.2022 امریکا غږ

ستاسو غږ

په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه

20.07.2022 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه

20.07.2022 امریکا غږ

له لاتینې امریکا راغلي په زرګونو غیرقانوني کډوال په واشنګټن کې بند پاتې دي

دا کډوال د استوګنې لپاره ځای نه لري. ډیری یې لا تر اوسه د واشنګټن د ریل ګاډي او بسونو په عمومي تمځای (یونین ستیشن) کې پاتې دي، چیرې چې دوی له بسونو کښته کړل شوي وو. 

20.07.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more