نن او وضعیت
د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
د امریکا په سنا کې دیموکراتانو د اقلیم بدلون او انفلاسیون د مخنیوي لایحه وړاندې کړه
جمهور رئیس بایډن وايي چې دا لایحه به د میلیونونو امریکایانو دپاره د عامې روغتیا لګښت هم راکم کړي.
د الصدر پلویانو د عراق د پارلمان ودانۍ نیولې؛ مخالفې شیعه ډلې یې نویو مظاهرو ته تیاری نیسي
د عراق د نوي حکومت د جوړیدو پر سر د اختلاف په نتیجه کې شیعه مذهبه سیالې ډلې د دوشنبې په ورځ اګسټ لومړۍ نیټه (زمري ۱۰) مظاهرو ته تیاری نیسي.
کرکټ: افغانستان له ایرلنډ سره پنځو سیالیو ته لوبغاړي اعلان کړل
د افغانستان کرکټ بورډ نن دوشنبه اګست لومړۍ (زمری لسمه) له ایرلنډ سره پنځو شل اوریزو سیالیو ته د ۱۶ لوبغاړو نوملړ «سکواډ» اعلان کړ.
د مککري دنده پای ته ورسیده، امریکا د افغانستان لپاره نوې شارژدافیره وټاکله
د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو د شارژدافیر په توګه د ایان مککري دنده پای ته رسېدلې او پر ځای یې کرن ډیکر ټاکل شوې ده.
ملګري ملتونه: تیر یو کال افغانستان کې ۷۰۰زره کاري فرصتونه له منځه تللي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، د تیر کال د اګست میاشتې څخه بیا تر دا مهاله د افغانستان اقتصاد کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی او ۷۰۰زره کاري فرصتونه له منځه تللي دي.
له سرحدي نښتې وروسته، ایراني او طالب چارواکو خبرې کړي
له ایران سره پر پوله نیمروز ولایت کې د طالب او ایراني سرتیرو ترمنځ تر نښتې وروسته، د افغانستان په چارو کې د ایران حکومت ځانګړي استازي حسین کاظمي قمي د طالبانو حکومت دفاع وزارت چارواکو سره د خبرو خبر ورکړی دی.
نیوزلینډ د نړۍ د ټولو هیوادونو د وګړو لپاره خپل سرحدونه بیرته پرانیستل
په نیوزلینډ کې چارواکو ویلي چې سر د دوشنبې اګست لومړۍ (زمري۱۰) به د دې هیواد سرحدونه د نړۍ د ټولو وګړو پر مخ پرانیستي وي.
ننسي پلوسي آسیاي هیوادونو ته ځي خو تایوان ته تګ یې لا هم ندی معلوم
ټاکل شوې د متحده ایالاتو د استازو د مجلس مشره ننسي پلوسي دوشنبه اګست ۱ (زمري۱۰) آسیایي هیوادونو ته پداسې حال کې په رسمي سفر ولاړه شي چې د واشنګټن او بیجنګ تر منځ سیاسي جنجال پراخ شوی.
د روسیې په برید کې د اوکراین یو تر ټولو شتمن شخص وژل شوی
په اوکراین کې چارواکي وایي د روسیې په یو برید کې د دې هیواد یو تر ټولو شتمن شخص په ځانګړې توګه په نښه شوی او وژل شوی.
سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.
ستاسو غږ
په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه