نن او وضعیت
د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه
د مقاومت جبهه: طالبان د خطرناکو ترهګرو ډلو کوربانه دي
په کابل کې د القاعده ډلې د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته په افغانستان کې د «مقاومت جبهې» طالبان د «خطرناکو افراطي او تروریستي ډلو کوربانه» بللي دي.
په پاکستان کې د ګوزڼ ۷ نوې پېښې ثبت شوي
په پاکستان کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد په اوو ښارونو کې اسلام اباد، لاهور، پنډۍ، پېښور، بنو، نوښار او سوات کې د پولیو (ګوزڼ) اووه تازه پېښې ثبتې شوې دي.
د الظواهري له وژل کېدو وروسته به د دوحې د تړون برخلیک څه وي؟
د امریکا متحد ایالاتو لخوا په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته، د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ ستونزې زیاتې شوي دي او د کار پوهانو له نظره د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو اړیکې او د دوحې د توافقنامې برخلیک په یو خاص وضعیت کې قرار لري.
آریانا افغان شرکت هند ته د پروازونو بیرته پیلېدو خبر ورکړ
اریانا افغان هوايي شرکت له کابل څخه نوي ډهلي ته د خپلو پروازونو بیرته پیلېدو خبر ورکړ.
د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان کې له هر ۱۰ تنو څخه نهه یې د خوړو له کمښت سره مخ دي
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د روان میلادي له پيل څخه بیا تر دا مهاله یې په افغانستان کې له څه باندې ۱۹ میلیون خلکو سره مرسته کړې ده.
سپینه ماڼۍ: امریکا ثابته کړه چې افغانستان د ترهګرو 'خوندي پټنځای ندی'
د سپینې ماڼۍ چارواکو د سه شنبې په ورځ اګست دویمه (زمري ۱۱) وویل د ډرون هغه برید چې پکې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري ووژل شو، ښکاره کوي چې افغانستان د القاعده د ترهګرې شبکې لپاره "خوندي پټنځای ندی" او نه به هم په راتلونکې کې وي. د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي وویل ظواهري امریکایي اتباعو، د امریکا ګټو او امنیت ته تهدید ګڼل کیده:" لکه څنګه چې جمهور رئیس بایډن په متداوم شکل ویلي، موږ به اجازه ورنکړو چې افغانستان د ترهګرو په خوندي پټنځای بدل شي کوم چې ممکن امریکایانو او هیواد ته زیان ورسوي." ښاغلي کربي څرګنده کړه، امریکا خپل تعهد پرځای کړ او وروستی اقدام ددې ښکارندويي کوي چې واشنګټن په افغانستان کې د امریکایي عسکرو له شتون او د زیان رامنځ ته کوونکو لارو پرته کولی شي حتي د نړۍ تر ټولو ستر ترهګر پیدا او له منځه یوسي. دغه امریکایي چارواکي وویل ، هغوی یو کال مخکې له لیرې څخه د ترهګرۍ ضد قابلیتونو د شتون خبره کړې وه او وروستی برید ددې قابلیت غوره او ښکاره مثال دی. جان کربي زیاته کړه، طالبان اوس یو نوی انتخاب لري او هغه دا چې آیا کولی شي د دوحې د قرار داد پر اساس په خپلو تعهداتو عمل وکړي، او که متفاوته لار انتخابوي، که هغوی بله لار غوره کوي، دا به نه یوازې د متحدو ایالتونو بلکې د نړیوالې ټولنې عواقب ځانه سره ولري. کربي وویل:" دا یوه ډله ده چې وایي غواړي حکومتولي وکړي او مشروعیت غواړي، هغوی مالي ملاتړ غواړي، هغوی نړیوال ملاتړ غواړي. بنا که دا ریښتیا ده نو هیلې دادې چې هغوی ددغو اهدافو سره په مطابقت کې عمل وکړي. ښاغلي ظواهري او د هغه کورنۍ ته پناه او په کابل کې د هغوی د شتون لپاره نیت او هغوی ته د ژوند کولو اجازه او بیا د هغوی د شتون د پټولو هڅه. دا له هغو اهدافو سره په ټکر کې معلومیږي." بلخوا د امریکا استخباراتي چارواکو ویلي دي هغه کور چې پکې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري وژل شوی، د طالبانو د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د یو نږدې همکار وو. د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د دوشنبې په ورځ اګست لومړۍ نیته اعلان وکړ چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په پلازمینه کابل کې د امریکایي ځواکونو په یو هوایي برید کې ووژل شو. ددغو ځانګړو عملیاتو جزیات چې پکې د القاعده شبکې مشر ووژل شو، د خپریدو په حال کې دي. د جمهور رئیس بایډن حکومت همدارنګه د القاعده په اړه داسې شواهد افشا کړي چې طالبانو د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له برید وروسته، یو ځل بیا یادې ډلې ته پټنځای برابر کړی دی.
سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
امریکا د پوتین د معشوقې په ګډون پر روسي اشرافیانو تازه بندیزونه ولګول
د امریکا متحدو ایالتونو د سه شنبې په ورځ اګست دویمه (زمري ۱۱) پر روسیې تازه بندیزونه ولګول.په دې بندیزونو کې روسي اشرافیان او شتمنې څیرې او د المپیک یوه پخوانی اتله الینا کاباوا چې د ولادمیر پوتین معشوقه او د هغه د څلورو اولادونو مور بلل شوې، په نښه شوي دي.
د روسیې له یرغل وروسته په لومړي ځل د اوکراین غله جات ترکیې ته ورسېدل
د روان کال د فبروۍ په میاشت کې په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته د اوکراین له اودیسه بندر څخه د غلو او دانو لومړۍ جوپه ترکیې ته ورسېدله.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.
ستاسو غږ
په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه
نن او وضعیت
د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.