ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

10.08.2022 امریکا غږ

امریکا د ماین پاکۍ لپاره اوکراین ته ۸۹ میلیون ډالر ورکوي

متحدو ایالتونو د سه شنبې په ورځ اګست ۹ (زمري ۱۸) اعلان وکړ چې د روسي ځواکونو له خوا به د ایښودل شویو ماینونو د لرې کیدو په هدف له اوکراین سره د ۸۹ میلیون ډالرو مرسته وکړي.

10.08.2022 امریکا غږ

سیګار: د غني وکیل د ځینو غلا شویو پېسو په اړه معلومات ورکړي  

د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا ځانګړی مفتش «سیګار» وايي چې د افغانستان مخکني ولسمشر محمد اشرف غني له کابل څخه د پېسو د انتقال د ادعاو په اړه د سیګار د مرکې وړاندیز رد کړی، خو ویلي یې چې پوښتنې په لیکلي توګه د هغه مدافع وکیل ته واستوي. 

09.08.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

09.08.2022 امریکا غږ

ستاسو غږ

په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه

09.08.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

09.08.2022 امریکا غږ

د روسیې له لوري‌ فضا ته د ایران د سپوږمکۍ استولو اندېښنې پارولې 

د روسیې له خوا د قزاقستان د فضایي مرکز څخه فضا ته د ایرانۍ سپوږمکۍ توغولو داسې اندیښنې پارولي چې کیدای شي مسکو هغه په اوکراین کې د پوځي اهدافو د څارنې لپاره وکاروي. 

09.08.2022 امریکا غږ

د ترکیې یو پلاوی د جټ جنګي‌ الوتکو اخیستلو لپاره امریکا ته راځي 

په ترکیه کې چارواکي‌ وايي ټاکل شوې چې د دغه هېواد د دفاع وزارت یو پلاوی د راتلونکې دوشنبې په ورځ واشنګټن ته سفر وکړي او دلته د اف-۱۶ جټ جنګي الوتکو د اخیستلو په اړه له امریکایي چارواکو سره خبرې وکړي.  ولسمشر بایډن څه موده مخکې له ترکیې سره ژمنه وکړه چې دا الوتکې به پرې پلوري.  د فرانسې خبري اژانس د ترکیې د دفاع وزیر هولوسي اکار له خولې لیکلي دي چې یو امریکايي‌ چارواکي ورته د واشنګټن بلنه ورکړې ده.  خو هغه وویل چې انقره د امریکا د کانګرس د مخکښو غړو د هغو شرایطو خلاف ده چې په ترکیې باندې یې د دغو الوتکو د پلورلو په اړه اېښي‌ دي. د ګانګرس دا غړي‌ له یونان سره د ترکیې د ترینګلو اړیکو په اړه اندېښمن دي.  ښاغلي اکار په یوې تلویزونې وینا کې ویلي: «موږ دا شرایط نشو منلای. هیله لرو چې سنا دا شرایط لېرې کړي.»  ترکیه چې د ناټو غړې ده، د روسیې څخه د میزایلو د پرمختللي دفاعي سیستم له اخیستلو وروسته په ۲۰۱۹ کې د « F35 Joint Strike Fighter » له پروګرام څخه واېستل شوه.  خو د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین باندې  دروسیې له یرغل وروسته د بایډن ادارې د ترکیې سره ډېره همکاره ده.  ښاغلي بایډن د جون په میاشت کې په مادرید کې د ناټو د عمومي غونډې په څنډو کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردغان سره ولیدل او له کانګرس څخه یې وغوښتل چې په انقره باندې دې د اف-۱۶ جټ الوتکو پلورل تصویب کړي.  خو د کانګرس ځینې غړي وايي چې دوی به هغه وخت دا معامله تصویب کړي چې ترکیه له یونان سره د ځمکې د مالکیت په اړه خپله تاریخي تربنګني ختمه کړي.  ټاکل شوې چې ترکیه به د سه شنبې په ورځ د ګازو د موندلو په هدف د مدیترانې لانجمنې ختیځې برخې ته خپلې بېړۍ واستوي.   په  ۲۰۲۰ کې د ترکیې او یونان ترمنځ په جلا شویو ټاپوګانو کې همداسې یو ماموریت نړیوال غبرګون راوپارولی چې د دړواړو هېوادونو بېړۍ په ازادې فضا کې له یو بلې سره مخامخ شوې وې. خو د ناټو او اروپايي ټولنې د مشرانو په مداخلې سره د یونان او ترکیې ترمنځ د جګړې مخه ونیول شوه. 

09.08.2022 امریکا غږ

افغانستان کې د بېلابېلو ناروغیو خپرېدو په اړه د روغتیا سازمان اندېښنه

د افغانستان روغتیايي سازمان د احتمالي پاشل کېدو په اړه اندېښنو سره هم مهاله، د روغتیا نړیوال سازمان وايي، دغه هیواد اوس مهال د بېلابېلو ناروغیو خپرېدو سره مخ دی.

09.08.2022 امریکا غږ

طالبان: د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو اصلي علت 'فرهنګي محدودیتونه' دي

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت سرپرست په افغانستان کې د نجونو د لیسو او متوسطه ښوونځیو بندېدو اساسي لامل په دغه هیواد کې «فرهنګي محدودیتونه» بللي او په خبره یې د یادو ښوونځیو پرانیستلو په اړه کار جریان لري.

09.08.2022 امریکا غږ

د بخښنې نړیوال سازمان وايي طالبان باید د ملکي وګړو ساتنه وکړي

د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د تیرو څو ورځو پرله پسې چاودنو په اړه اندېښنه ښودلې او د طالبانو له حکومت څخه یې غوښتي چې د ملکي وګړو په ځانګړي ډول افغان اهل تشیع د امنیت ټینګولو هڅې وکړي.

09.08.2022 امریکا غږ

څوک او ولې په افغانستان کې شیعه مذهبي په نښه کوي؟

سره لدې چې پدې تیرو شلو کالونو کې په افغانستان کې په ملکیانو داسې ستر بریدونه وشول چې مرګ ژوبله پکې بیخي ډیره وه خو اسلامي افراطي ډلو په ځانګړې توګه د شیعه مذهبو او هزاره ګانو ښوونځي، روغتونونه، مدني مظاهرې، عامه ځآیونه، جوماتونه او تکیه خانې په نښه کړي.

09.08.2022 امریکا غږ

د پاکستان حکومت د ARY تلویزیون خپرونې وځنډولې

په پاکستان کې چارواکو د ARY نیوز خپرونې په سمدستې توګه تر بل امر پورې ځنډولې. دا تلویزیون د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ په اوسني حکومت انتقادي خپرونې کوي.

09.08.2022 امریکا غږ

ټرمپ: د ایف بي آی اجنټانو مې په کور چاپه اچولې

د امریکا مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ دوشنبه اګست ۸ (زمري۱۷) ویلي چې د فدرالي تحقیقاتو د ادارې اجنټانو د فلوریډا په ایالت کې د هغه د اوسیدو په شخصي کور چاپه اچولې او دا کار یې د عدلې سیستم څخه ناوړه ګټه اخیستنه بللې.

09.08.2022 امریکا غږ

سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

09.08.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more