نن او وضعیت
د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه
د مجیب الرحمان انصاري وژل کیدو ته د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو غبرګونونه
د هرات د یو دیني عالم مجیب الرحمن انصاري په وژل کېدلو چې څرګندونې یې تل د جنجالي وې، د ټولنیزو رسنیو کاروونکو او یو شمېر پخوانیو دولتي چارواکو بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
د حایل اونیزه خپرونه
جنرال سید نذیر مومند د امریکاغږ «حایل» خپرونې ته ویلي چې د شوروي د یرغل وروسته د افغانستان ګاوڼدیانو او لویدیځې نړۍ د پاکستان په همکارۍ په افغانستان کې د شوروي پلوي حکومت پر ضد د جهاد صفونه جوړ کړل. پدې تلویزیوني بحث کې د افغانستان د حکومت یو پخواني سفیر عبدالغفور لیوال وویل، پاکستان د ترهګرو او افراطي ډلو روزنه او پالنه کړې.
هند کې تولید شوې لومړنۍ الوتکه وړونکې بیړۍ نندارې ته وړاندې شوه
هند د جمعې په ورځ سپتمبر دوهمه (وږي ۱۱) خپله لومړنۍ په هیواد کې جوړ شوی الوتکه وړونکې بیړۍ نندارې ته وړاندې کړه؛ کوم چې ددې هیواد د حکومت د هڅو یو ستر ګام دی تر څو پر بهرنیو وسلو خپله تکیه راکمه او په سیمه کې د چین د مخ په زیاتیدونکي پوځي ادعاو مقابله وشي.
د ملګرو ملتونو پلټونکي د اوکراین زاپوریژیا اټومي بټۍ ته رسیدلي
د برتانیا د دفاع وزارت د جمعې په ورځ سپتمبر دوهمه (وږي ۱۱) وویل چې د اوکراین په جنوب کې سخته جګړه روانه ده او د روسیې لخوا د اوکراین نیول شوي زاپوریزیا اټومي بټۍ ته نږدې چې اوس د ملګرو ملتونو د اټومي کارپوهانو لخوا معاینه کیږي د انرودار په ولسوالۍ کې هم ډزې روانې دي.
د هرات مشهور دیني عالم مجیب الرحمن انصاري د 'ګذرګاه' جومات چاودنه کې ووژل شو
طالب چارواکي وايي، د هرات ولایت د «ګذرګاه» په نوم جومات نننۍ چاودنه کې د طالبانو حکومت ته نژدې «مشهور مبلغ او دیني عالم» مولوي مجیب الرحمن انصاري وژل شوی دی.
یونیسف وايي، څه باندې ۲۷زره افغان روغتیايي کار کوونکو ته منظم معاشونه ورکوي
د تیر یو کال راپدېخوا په افغانستان کې د روغتیايي نظام ټکني کېدو سره هم مهاله، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) وايي، په افغانستان کې اوس مهال څه باندې ۲۷۵۰۰ روغتیايي کار کوونکو ته منظم میاشتني معاشونه ورکوي.
ملګري ملتونه: له نیمايي زیات افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان یا (IOM) وايي، د افغانستان تر نیمايي زیات وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
بنګله دیش د آسیا جام سیالیو څخه ووت
د بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلې د آسیا جام په سیالیو دویمه لوبه د سریلانکا په لوبډلې وبایلله او پدې سره د آسیا جام د سږنیو سیالیو څخه ووته.
بایډن : ټرمپ او ځیني پلویان یې جمهوریت ته ګواښ دي
د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن په مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او ځینو پلویانو یې سخت انتقادونه وکړل او هغوي یې د "امریکا د دیموکراسۍ دښمنان" وبلل.
سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
روسیې د چین او څو نورو هیوادنو سره ګډ نظامي تمرینات پیل کړل
د روسیې د دفاع وزارت پنجشنبه سپټمبر ۱ (وږي۱۰) د چین او څو نورو هیوادونو سره د ګډو نظامي تمریناتو د پیل کولو اعلان کړی او ویلي یې چې ښایي یوه اوونۍ به ادامه ولري.
د امریکا په پوځ کې د جنسي تشدد پیښې ډیرې شوې، راپور
د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت (پنټاګان) په یو راپور کې ویلي چې ددې هیواد په پوځ کې د جنسي تشدد پیښې په ۲۰۲۱ مالي کال کې ۱۳ په سلو کې ډیرې شوي.