کاناډا کې ۱۰ تنه په چاقو وژل شوي
په کاناډا کې پولیس وایي ددې هیواد په لیرې پرتو ټولنو کې لږ تر لږه لس تنه په چاقوانو وژل شوي او تر لسو ډیر ټپي شویدي.
د اوکراین صدراعظم جرمني ته تللی او د نورو وسلو غوښتنه یې کړې
د اوکراین صدراعظم دنیز شمیهال یکشنبه سپټمبر ۴ (وږي۱۳) په جرمني کې د ملاقات پر وخت هیله څرګنده کړه چې برلین به د اوکراین سره د هوایي دفاع په جوړولو کې د رهبرۍ نقش ولري او د دې هیواد څخه یې د نورو درنو وسلو غوښتنه وکړله.
پاکستان د اسیا کپ کرکټ سیالیو کې هند ته ماتې ورکړه
د اسیا کپ د کرکټ په روانو سیالیو کې پاکستان د یوې په زړه پورې لوبې په ترڅ کې هند ته ماتې ورکړه.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱
د ښځو د حقونو فعالان د یوناما نوې مشرې ته: یو اړخیز عمل مکوئ
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې د کار له پیل سره سم د افغان ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې له هغه څخه غواړي چې د ښځو او نجونو د حقونو او وضعیت په اړه واقعیتونه او حقایق د ملګرو ملتونو تر عمومي منشي او نړۍ ورسوي. ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې روزا اتنبایووا به د دیبرا لاینز ځای ناستې شي چې په افغانستان کې د دغه سازمان ماموریت مخې ته یوسي. د سولې او بشري حقونو فعالې فرح مصطفوي امریکا غږ ته وویل چې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې باید تر هرڅه مخکې د بشري حقونو په چارو کې متخصصه وي چې اړوندو مسائیلو ته په ناپیيلي ډول د حل لار ولټوي. نوموړې وویل: «د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې څخه د افغان ښځو لومړۍ پوښتنه دا ده چې ایا یوناما په خپل پخواني موقعیت کې ده که نه؟ دا ډله [یوناما] نباید د واکمنې ډلې د دسیسو او امرونو په اساس کار وکړي او د افغانستان د رښتیني واقعیت د انتقال لپاره دې خپله بېطرفي وساتي. وروستۍ هیله مو دا ده چې دوی دې رښتیا وویلای شي، رښتیني واوسي او د افغانستان حالت هماغسې چې دی نړۍ ته ورسوي.» نوموړې وویل ملګرو ملتونو ځکه د افغانستان لپاره خپله استازې د منځنۍ اسیا څخه ګمارلې ده چې له افغانستان سره سرحد لري او د ځینو قومونو د ژوند او فرهنګ په اړه معلومات لري، خو په خبره یې د افغانستان مسئله عمومي ده. د افغان ښځو د حقونو یوه بله فعاله مونسه مبارز وايي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په جدي، ننګوونکيو او اندېښمنوونکيو شرایطو کې ګمارل شوې ده. هغې وویل چې د افغانستان له دولت او خلکو سره مرسته، چې یوې دایمي سولې ته ورسېږي، د ملګرو ملتونو اساسي ماموریت دی، خو په خبره یې اوس په افغانستان کې قانوني دولت او هر اړخیز جوړښت نشته او همدغه کار به د میرمن اتنبایووا ماموریت پیچلی او سخت کوي. هغې وویل: «یوناما دې لومړی د یو همه شمول تشکیل لپاره، چې ټولو ته مشروعیت ولري، کار وکړي او بیا دې د دغه تشکیل په چوکاټ کې د بشري حقونو ارزښتونو او افغان ښځو د ملاتړ لپاره، چې په افغانستان کې د شرموونکي بهیر [طالبان] اصلي قربانیان دي، لا ډېره پاملرنه وکړي.» میرمن مبارز وویل چې دا مهال افغان ښځو خپل اساسي بشري حقونه له لاسه ورکړي او له همدې کبله باید د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې لا جدي پام وکړي. د ښځو د حقونو د دغو مبارزینو په وینا که یوناما ناپييلي عمل وکړي، د ښځو د حقونو د ښه والي لپاره ډېر کار کولای شي، خو که دا ماموریت د هېوادونو له ګټو سره تړلی وي، د روزا اتنبایووا د ماموریت څخه به ډېرې هیلې نه وي. بلې فعالې ذکیه زهات امریکا غږ ته وویل چې دوی د ملګرو ملتونو او نورو سازمانونو څخه ښه تجربه نه لري ځکه چې د دې په وینا د افغان ښځو د حقونو په برخه کې د هغوی کار او فعالیت د شعار تر کچې وو. ملګري ملتونه داسې مهال میرمن اتنبایووا د افغانستان لپاره ځانګړې استازې ګماري چې د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ نېټه په کابل کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته افغان ښځې او نجونې څنګ ته کړل شوي او کار، سیاسي فعالیت او زده کړو څخه بې برخې شوي او ډېر کلک محدودیتونه هم پرې لګول شوي دي.
ستاسو غږ
په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.
نن او وضعیت
د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
د بریتانیا نوی صدراعظم بله اونۍ کار پیلوي، ازمایښتونه یې څه دي؟
د بریتانیې واکمن محافظه کار ګوند دا اونۍ د پخواني چانسلر ریشي سونک او د بهرنيو چارو د اوسنۍ وزیرې لیز ټرس تر منځ یو شخص د بریتانیې د صدراعظم په توګه ټاکي.
بارک اوباما د غوره کیسه کوونکي جایزه وګټله
د امریکا د متحدو ایالتونو مخکني ولسمشر بارک اوباما ته د «ایمي» د غوره حکایت کوونکي او راوي جایزه ورکړل شوه. نوموړي په «نټفلیکس» د «زموږ لوی ملي پارکونه» په نامه په یو مستند فلم کې کیسه کوونکی او راوي دی. دا مستند د بارک اوباما او مېشل اوباما د تولید کمپنۍ، هایر ګرانډ، جوړ کړی دی چې پنځه برخې لري. مخکنی ولسمشر بارک اوباما د «ایمي د خلاقو هنرونو» د جایزو په ګټګورۍ کې تر ټولو لوی نوم و، د ده تر څنګ د امریکا د باسکتبال یو پخوانی مشهور لوبغاړی کریم عبدالجبار، ډیویډ اتندبوروغ او لوپیتا نیونګو هم وو. د جایزې مراسم تېره شپه ترسره شول. ښاغلی اوباما د امریکا دویم ولسمشر دی چې دا جایزه ګټي. تر ده مخکې په ۱۹۵۶م کال کې د امریکا د متحدو ایالتونو یو بل ولسمشر دوایت ډي ایزنهاور هم دا جایزه ګټلې وه. بارک اوباما تر دې مخکې د خپلو خاطراتو دوه کتابونهAudacity of Hope A Promised Land او هم په خپل غږ کې ویلي او ثبت کړي وو چې په ۲۰۲۰ کال کې یې د هغه له کبله هم د « Grammy Awards» جایزه اخیستې وه. په دغو مراسمو کې ځینو مشهور افرادو ته هم جایزې ورکړل شوې. چادویک باسمن ته د تور پړانګ په سریال کې د ښه غږ له کبله د غوره لوبغاړي جایزه ورکړل شوه. دی په ۲۰۲۰ کال کې وفات شو او همدا سریال یې وروستی و.
ایران وايي ۱۲ بهایان یې د اسرائیل سره د اړیکو په تور نیولي
د ایران دولتي رسنیو د شنبې په ورځ ناوخته راپور ورکړی چې ایراني مقاماتو د بهايي مذهبي اقلیت ۱۲غړي د اسلامي جمهوریت له «لوی دښمن اسرائیل» سره د اړیکو په تور نیولي دي.
حماس پنځه فلسطینیان اعدام کړي؛ وایي دوو یې اسرائیل سره همکاري لرله
په غزه کې د حماس واکمنه ډله وايي چې پنځه فلسطینیان یې اعدام کړي دي چې د دوی په وینا دوو یې له اسرائیل سره «همکاري» لرله.
د هرات چاودنه؛ د امنیت شورا د نړیوالو ګواښونو په وړاندې د هیوادونو پر مبارزې ټینګار کړی
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په هرات ولایت کې د «ګذرګاه» جومات چاودنې ته په اشاره ویلي تروریزم د نړیوال امنیت او سولې لپاره جدي ګواښ دی او باید په وړاندې مبارزه وشي.unun