ملګري ملتونه: معتبر تورونه شته چې اوکرایني ماشومان په زور روسیې ته لیږدول کیږي
ملګرو ملتونو د چهار شنبې په ورځ سپټمبر اومه (وږي ۱۶) وویل معتبر تورونه شته چې ښکاره کوي مسکو په فرزندي د ماشومانو د اخیستلو او په زور د موقعیت د تغیر او شړلو په لوی کمپاین کې، ماشومان له اوکراین څخه روسیې ته لیږدوي.
امریکا د مصر لرغوني آثار بیرته هغه هیواد ته ستانه کړل
چارواکو په نیویارک کې د چهار شنبې په ورځ سپټمبر اومه (وږي ۱۶) مصر ته د ۱۶ قلمه لرغونو آثارو د بیرته ستنولو اعلان وکړ.
سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
د چین او روسیې ولسمشران غواړي په سمرقند کې وګوري
په چین کې د روسیې سفیر اندرې دینیسوف د چهار شنبې په ورځ سپټمبر اومه (وږي ۱۶) خبریالانو ته وویل ټاکل شوېده ولسمشر پوتین او ولسمشر شي جینپینګ د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۵ او ۱۶ نیټه د ازبکستان په سمرقند ښار کې وګوري.
پر اوکراین یرغل روسیه او چین سره نږدې کړي - راپور
د ستراتژیکو او نړیوالو څېړنو د مرکز په یوه تازه راپور کې ویل شوي چې د روسیې له خوا پر اوکراین برید، مسکو او بیجینګ سره نږدې کړیدي، او خبرداری یې ورکړی چې کېدای شي په هر راتلونکي جنګ کې روسیه او چین له یو بل څخه ملاتړ وکړي.
پاکستان د اسیا کپ کرکټ سیالیو کې افغانستان ته ماتې ورکړه
د اسیا کپ د کرکټ په روانو سیالیو کې پاکستان د یوې په زړه پورې لوبې په ترڅ کې افغانستان ته ماتې ورکړه.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.
ستاسو غږ
په سیاسي، اقتصادي ټولنیزو، کلتوري او صحي مسایلو ستاسو غږ ستاسو په ژبه
نن او وضعیت
د نړۍ سیمې او افغانستان په روانو چارو او د نن په وضعیت خبرونه، راپورونه، مرکې او تحلیلونه
د پېښور ځايي کرکټ لوبغاړي د پاکستان او افغانستان نننۍ لوبې په اړه څه وایي؟
د پېښور په اسلاميه کرکټ اکاډمۍ کې يو شمېر افغان او پاکستاني لوبغاړي وایي چې په دغه ځای کې د افغانستان راشد خان، نبي، شهزاد او د پاکستان شاهين افريدي په شان لوبغاړو لوبه کړې. ځايي لوبغاړي هیله لري چې یوه ورځ به په نړیوالو سيالیو کې د خپلو هيوادونو استازیتوب وکړي. شاهین آفریدي - امریکاغږ
البانیا: ایران په موږ سایبري برید کړی؛ امریکا: عواقب به یې وویني
د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت په البانیا باندې د ایران له لوري سایبري برید په کلکه غندلی دی او ویلي دي چې ایران به د دغه برید عواقب وویني.
طالبانو له امریکا وغوښتل چې د افغانستان په 'فضا کې دې الوتنې بندې' کړې
د افغانستان پر فضا د امریکا بې پیلوټه الوتکو ګرځېدو سره هم مهاله، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست یو ځل بیا له متحده ایالاتو څخه وغوښتل چې د دغه هیواد د هوايي حریم نقض پای ته ورسوي.
د کابل چاودنې ته د امنیت شورا غبرګون: د دپلوماتیکو نمایندګیو امنیت دې تضمین شي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په کابل کې د روسیې سفارت مخته د تیرې دوشنبې ورځې چاودنې په غبرګون کې د پلوماتیکو او قونسلکي خدماتو د امنیت تضمینولو غوښتنه کړې ده.
بایډن او تراس د روسیې په وړاندې د دریدو ژمنه وکړه
ولسمشر جوبایډن د سه شنبې په ورځ سپټمبر شپږمه (وږي ۱۵) د بریټانیا له نوې صدراعظمې لیز تراس سره په ټلفوني خبرو کې یاد مقام ته د هغې د بریاليتوب مبارکي وویله او د دواړو هیوادونو ترمنځ یې د اړیکو په زیاتیدو ټینګار وکړ.