ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


عراقي جنرال د داعش په جنگیالیو د تسلیمیدو غږ وکړ

د موصل د جگړې په دریمه ورځ یو جگپوړي عراقي جنرال د داعش پر وسله والو باندې غږ وکړ چې ځانونه تسلیم کړي.

19.10.2016 امریکا غږ

په زرمت کې د افغان پوځ یو قوماندان د یو زده کوونکي لوڅ عکسونه اخیستي

د افغان پوځ د یو قوماندان د بشري ضد چلند په غبرگون کې د زرمت ولسوالۍ ټول ښوونځي تړل شوي.

19.10.2016 امریکا غږ

حکمتیار به د بندیزونو له لرې کیدو وروسته راڅرگند شي

د لګیدلو بندیزونو لرې کول او له تورو لیست څخه د ګلبدین حکمتیار د نوم ایستل د افغان حکومت او د اسلامي حزب ترمنځ د سولې د موافقې مهمې غوښتنې دي.

19.10.2016 امریکا غږ

یوناما: نهو میاشتو کې ۲۵۶۲ ملکي افغانان وژل شوي

په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما تازه رپوټ، چې نن خپور شوی ښيي چې د ۲۰۱۶ کال په په لومړیو نهو میاشتو کې ۲۵۶۲ ملکي افغان وژل شوي او ۵۸۳۵ نور ټپیان شوي دي.

19.10.2016 امریکا غږ

غني: د کرنې وزارت د اوبو په مدیریت کې پاتې راغلی

د افغانستان ولسمشر وايي، سره له دې چې د کرنې وزارت په یو شمیر برخو کې ښې لاس ته راوړنې لري، خو لا هم د اوبو د مدیریت او لګولو په برخه کې بریالی شوی نه دی.

19.10.2016 امریکا غږ

پکتیا کې یو زده‌کوونکي ته د سپکاوي په غبرګون اعتراض

ولايتي چارواکي وايي، د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې شپېته ښوونځي د افغان ځواکونو د یو قومندان له لوري د ناوړه چلند په غبرګون کې د اعتراض په توګه تړل شوي دي.

19.10.2016 امریکا غږ

روسیه غواړي، د سوریې ترهگرو ډلو ته مرستې و نه رسیږي

ملگرو ملتونو ته د روسیې سفیر ویټالی چرکن وویل چې په دغه اعلامیې کې دا هم غوښتل شوي چې ترهگرو ډلو ته دي بشري، اقتصادي او نوري مرستي نه ورکول کیږي

19.10.2016 امریکا غږ

د اوباما وروستی رسمي میلمه څوک دی؟

د امریکا هر جمهور رئیس د خپل حکومت د دورې په پای کې یوه رسمي میلمستیا کوي او په دې میلمستیا کې یو مهم میلمه وربلل کیږي.

18.10.2016 امریکا غږ

اسټرالیا د عفوې د نړیوال سازمان تورونه رد کړیدي

د اسټرالیا حکومت د عفوې نړیوال سازمان  هغه تورونه رد کړیدي چې گني دوي اسټرالیا ته راغلي مهاجرین په داسې یوه جزیره کې بند ساتلي  چرته چې شرایط ډېر سخت او تراخه دي. د عفوې نړیوال سازمان په خپل یو تازه راپور کې ویلي  چې اسټرالیا د نارو په جزیره کې چې کوم مهاجرین ساتلي ،هغو کې ځینو د بې سرنوشته ژوند له کبله د ځان وژنې هڅې هم کړیدي. ایمنیسټي انټرنیشنل یا د عفوې نړیوال سازمان وايي  چې  د نارو په وړه جزیره کې د اندازې نه زیات مهاجرین ساتل هم  د غفلت او ظلم  یوه څرگنده بیلگه ده. دغه راپور چې نارو په جزیره کې د میشتو مهاجرینو حال پکې بیان شویدی، په  کې په اسټرالیا دا تور لگیدلی دی چې  د ځوانانو مهاجرینو دپاره ېې مصون شرایط نه دي برابر کړي، ماشومانو ته مکتبونه نشته او  د  کمکیو ماشومانو د حقوقو نه سختې سړغرونې هم شویدي. د نارو د جزیرې د بند نه خوشې شوي قریب اووه نیم سوه مهاجرین چې زیاتره ېې د ایران او افغانستان نه ورغلي دي، دا وخت دوي د دې جزیزې د لسو زرو محلي خلکو سره ژوند تیروي.د دې باوجود  چې د دوي د پناه اخیستو عریضې قبولې شوې هم دي، خو بیا هم د عفوې نړیوال سازمان وايی چې دغه مهاجرین اوس هم ډیرو سختو شرايطو کې ژوند کوي او د طبي اسانتیاو نه بې برخې دي. د عفوې د نړیوال سازمان دا راپور انا نیستیت لیکلی ،هغه وايي چې د نارو په جزیره کې ژوند د زغم وړ نه دی.هغه وايي «زه فکر نه کوم چې ما بل چرته داسې زهني ناراحتي لیدلي وي، لکه څنگه مې چې په نارو کې ولیده.  د دې خلکو د دې بد حالت دپاره هیڅ دلیل نه لیدل کیږي. دوي د جگړې په ډگر کې نه اوسیږي،  دوي د جگړو نه را تښتیدلي،  خو بیا هم داسې حالت کې پراته دی چې هره ورځ ېې سپکاوی کیږي او زوریږي. د عفوې نړیوال سازمان د دغو مهاجرینو سره چلند د شکنجې په توگه یاد کړیدی خو د اسټرالیا دولت دغه تور رد کړیدي. د اسټرالیا په پایتخت کینبرا کې یوه رسمي غونډه کې د اسټرالیا د مهاجرت د ادارې مشر مایک پزیلو د سیاستمدرانو  د پوښتنو په ځواب کې ویلي چې موږ دا تورونه نه منو.هغه وايي «دا کومې خبرې چې راپور کې راغلي ،هغه د منلو نه دي.  دا تورونه څه نوي هم نه دي. داسې راپورونه  پخوا هم راغلی و او د دولت د استازي په توگه او د مهاجرینو د ریاست د مشر په توگه ېې په سختۍ سره ردوم.  ځکه چې موږ هېڅکله هم نړیوال قوانین د پښو لاندې کړي نه دي. د اسټرالیا د مهاجرت د قانون په اساس هر هغه پناه غوښتونکی چې د اوبو د لارې اسټرالیا ته رسیدل غواړي.، هغه د نارو جزیره کې جوړ شوي مهاجر کمپ یا د پپاو نیو گني  د مانوس جزیرې ته استول کیږي او اسټرالیا کې د قانوني مهاجر په توگه نه منل کیږي.  د اسټرالیا حکومت  وايي چې  دوي دا پالیسي د هغو خلکو د ژوند د ژغورولو دپاره تیاره کړیده چې د اندونیزیا نه د اوبو د سخت مزل دلارې استړالیا ته راتلل غواړي. خو د دې پالیسۍ مخالفین  بیا وايي چې  دا ډېر غیر انساني پالیسي ده او د هغو خلکو هیلې  وژني  چې د جنگ او نورو مشکلاتو دلاسه وطن پریښودو ته اړ کیږی.  د دې کال په سر کې د پپاو نیو گني محکمې د مانوس په جزیره کې د مهاجرینو کمپ غېر قانوني بللی و او د بندولو امر ېې ورکړې و، احتمال دی چې دې راتلونکو څو میاشتو کې دا مانوس کمپ وتړل شي.

18.10.2016 امریکا غږ

د اتریش حکومت غواړي د هتلر کور ونړوي

په ویانا کې د یهودانو ټولنه او د حکومت له ملاتړه برخمن د نازیانو ضد د تحقیقاتو مرکز د هتلر د کور د نړیدو پلوي کوي.

18.10.2016 امریکا غږ

سمیع یوسفزی: د حکومت سره د ملا منان خبرې د سولی خوا ته غټ گام دی.

ژورنالست سمیع یوسفزی: فکر نه کوي چې مولوي هیبت الله به عبدالمنان ته مشکلات پیدا کړي. که ملا عبدالمنان په خپل سر هم خبرې کړیدي، سولی ته یو غټ گام دی.

18.10.2016 امریکا غږ

د امریکا په ټاکنو کې د بهرنۍ پالیسۍ مهم ټکي

د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي او دموکرات گوند کاندیدان د هیواد پر بهرني تگلارې د نظر اختلاف لري.

18.10.2016 امریکا غږ

ناامني او زور واکان د افغان خبریالانو ژوند گواښي

د افغانستان په جنوبي حوزه کې په تیرو لسو میاشتو کې د وژلو په گډون له خبریالانو سره د تاو تریخوالي پنځلس پېښي ثبت شوي دي.

18.10.2016 امریکا غږ

د عراق د موصل ښار د بیرته نیولو جگړه وځنډول شوه

د عراق د موصل ښار د بیرته نیولو د پراخو عملیاتو په دویمه ورځ د عراق خاصو ځواکونو خبر ورکړی چې د پلان له مخې یې جګړه ځڼدولې ده.

18.10.2016 امریکا غږ

د هرات د ولایتي شورا یو غړی په مرګ محکوم شو

د هرات د ولایتي شورا یو غړی د انسان تښتونې او قتل په تور په مرک محکوم شو.

18.10.2016 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more