ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

05.09.2022 امریکا غږ

بایډن په امریکا کې د کارګر ورځې د نمانځلو په مراسمو کې ګډون کوي 

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن نن دوشنبه د سپتمبر په پنځمه (وږي ۱۴) چې په امریکا کې د کارګر د ورځې سره برابره ده د کارګر ورځې د کلنیو مراسمو د نمانځنې لپاره د ویسکانسن او پنسلوانیا ایالتونو ته سفر کوي. 

05.09.2022 امریکا غږ

روسیې د یوې خپلواکې ورځپاڼې د نشراتو جواز لغوه کړ 

د روسیې یوې محکمې د دوشنبې په ورځ سپتمبر پنځمه (وږي ۱۴) ددې هیواد د یوې تحقیقاتي ورځپاڼې «نویا ګزیتا» د چاپولو اجازه لیک لغو کړ.

05.09.2022 امریکا غږ

په چین کې د زلزلې له کبله لږ تر لږه ۲۱ تنه مړه شوي 

په چین کې دولتي رسنۍ وايي چې د دوشنبې په ورځ سپتمبر پنځمه (وږې۱۴) د دغه هېواد په جنوب ختیځ کې زلزله شوې ده چې لږ تر لږه ۲۱ تنه په کې مړه شوي ‌دي. 

05.09.2022 امریکا غږ

اوچا: ژمي کې افغانانو سره د مرستې لپاره ۶۱۴ میلیون ډالرو ته اړتیا ده

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، د ژمې په راره سېدو سره په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د مرستې رسولو لپاره ۶۱۴ میلیون امریکايي ډالرو ته اړتیا لري.

05.09.2022 امریکا غږ

کابل کې ځانمرګی برید شوی او د روسیې سفارت 'دوه کارکوونکي وژل' شوي

طالب چارواکي وايي، د کابل ښار په اوومه امنیتي حوزه کې د روسیې سفارت ته نژدې یو ځانمرګی کس هدف له رسېدو مخکې له منځه وړل شوی چې له امله چاودنه رامنځته شوې ده.

05.09.2022 امریکا غږ

کونړ کې د تیرې شپې زلزلې شپږ کسان مړه کړي، نهه ټپیان دي

په کونړ کې د طالبانو حکومت سیمه ییز مسؤلین وایي، د دغه ولایت به نور ګل ولسوالۍ کې د تیرې شپې زلزلې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

05.09.2022 امریکا غږ

د روسیې لپاره د متحده ایالاتو سفیر دنده پریښوده

د روسیې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو سفیر جان سلیوان یکشنبه سپټمبر ۴ (وږي۱۳) ویلي چې په مسکو کې د امریکا تر ټولو د جګپوړي دپلومات په توګه خپله دنده پریږدي.

05.09.2022 امریکا غږ

کوهلي: د ټیسټ لوبو کپتانۍ تر پريښودو وروسته تر دوهني پرته بل هیچا د ملاتړ پیغام ندی رالیږلی

د هند د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی کپتان ویرات کوهلي وایي کله یې چې د ټیسټ لوبو کپتاني پریښوده او د سخت ذهني فشار سره مخ و، یوازینی شخص چې د ملاتړ پیغام یې ور استولی و، مهیندرا سینګ دوهني و.

05.09.2022 امریکا غږ

سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

05.09.2022 امریکا غږ

کاناډا کې ۱۰ تنه په چاقو وژل شوي

په کاناډا کې پولیس وایي ددې هیواد په لیرې پرتو ټولنو کې لږ تر لږه لس تنه په چاقوانو وژل شوي او تر لسو ډیر ټپي شویدي.

05.09.2022 امریکا غږ

د اوکراین صدراعظم جرمني ته تللی او د نورو وسلو غوښتنه یې کړې

د اوکراین صدراعظم دنیز شمیهال یکشنبه سپټمبر ۴ (وږي۱۳) په جرمني کې د ملاقات پر وخت هیله څرګنده کړه چې برلین به د اوکراین سره د هوایي دفاع په جوړولو کې د رهبرۍ نقش ولري او د دې هیواد څخه یې د نورو درنو وسلو غوښتنه وکړله.

05.09.2022 امریکا غږ

پاکستان د اسیا کپ کرکټ سیالیو کې هند ته ماتې ورکړه 

د اسیا کپ د کرکټ په روانو سیالیو کې پاکستان د یوې په زړه پورې لوبې په ترڅ کې هند ته ماتې ورکړه. 

04.09.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

04.09.2022 امریکا غږ

د ښځو د حقونو فعالان د یوناما نوې مشرې ته: یو اړخیز عمل مکوئ 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې د کار له پیل سره سم د افغان ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې له هغه څخه غواړي چې د ښځو او نجونو د حقونو او وضعیت په اړه واقعیتونه او حقایق د ملګرو ملتونو تر عمومي منشي او نړۍ ورسوي.  ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې روزا اتنبایووا به د دیبرا لاینز ځای ناستې شي چې په افغانستان کې د دغه سازمان ماموریت مخې ته یوسي.  د سولې او بشري حقونو فعالې فرح مصطفوي امریکا غږ ته وویل چې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې باید تر هرڅه مخکې د بشري حقونو په چارو کې متخصصه وي چې اړوندو مسائیلو ته په ناپیيلي ډول د حل لار ولټوي.  نوموړې وویل: «د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې څخه د افغان ښځو لومړۍ پوښتنه دا ده چې ایا یوناما په خپل پخواني موقعیت کې ده که نه؟ دا ډله [یوناما] نباید د واکمنې ډلې د دسیسو او امرونو په اساس کار وکړي او د افغانستان د رښتیني‌ واقعیت د انتقال لپاره دې خپله بېطرفي وساتي. وروستۍ هیله مو دا ده چې دوی دې رښتیا وویلای شي، رښتیني واوسي او د افغانستان حالت هماغسې چې دی نړۍ ته ورسوي.»  نوموړې وویل ملګرو ملتونو ځکه د افغانستان لپاره خپله استازې د منځنۍ اسیا څخه ګمارلې ده چې له افغانستان سره سرحد لري او د ځینو قومونو د ژوند او فرهنګ په اړه معلومات لري، خو په خبره یې د افغانستان مسئله عمومي ده.  د افغان ښځو د حقونو یوه بله فعاله مونسه مبارز وايي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په جدي، ننګوونکيو او اندېښمنوونکيو شرایطو کې ګمارل شوې ده.  هغې وویل چې د افغانستان له دولت او خلکو سره مرسته، چې یوې دایمي سولې ته ورسېږي، د ملګرو ملتونو اساسي ماموریت دی، خو په خبره یې اوس په افغانستان کې قانوني دولت او هر اړخیز جوړښت نشته او همدغه کار به د میرمن اتنبایووا ماموریت پیچلی او سخت کوي.  هغې وویل: «یوناما دې لومړی د یو همه شمول تشکیل لپاره، چې ټولو ته مشروعیت ولري، کار وکړي او بیا دې د دغه تشکیل په چوکاټ کې د بشري‌ حقونو ارزښتونو او افغان ښځو د ملاتړ لپاره، چې په افغانستان کې د شرموونکي بهیر [طالبان] اصلي قربانیان دي، لا ډېره پاملرنه وکړي.»  میرمن مبارز وویل چې دا مهال افغان ښځو خپل اساسي بشري حقونه له لاسه ورکړي او له همدې کبله باید د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې لا جدي پام وکړي.  د ښځو د حقونو د دغو مبارزینو په وینا که یوناما ناپييلي عمل وکړي، د ښځو د حقونو د ښه والي لپاره ډېر کار کولای شي، خو که دا ماموریت د هېوادونو له ګټو سره تړلی وي، د روزا اتنبایووا د ماموریت څخه به ډېرې هیلې نه وي.  بلې فعالې ذکیه زهات امریکا غږ ته وویل چې دوی د ملګرو ملتونو او نورو سازمانونو څخه ښه تجربه نه لري ځکه چې د دې په وینا د افغان ښځو د حقونو په برخه کې د هغوی کار او فعالیت د شعار تر کچې وو.  ملګري ملتونه داسې مهال میرمن اتنبایووا د افغانستان لپاره ځانګړې استازې ګماري چې د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ نېټه په کابل کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته افغان ښځې او نجونې څنګ ته کړل شوي او کار، سیاسي فعالیت او زده کړو څخه بې برخې شوي او ډېر کلک محدودیتونه هم پرې لګول شوي دي. 

04.09.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more