نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.
اروپايي ټولنې په روسیې باندې نوې بندیزونه ولګول
اروپايي ټولنې د پنجشنبې په ورځ اکتوبر شپږمه (تله۱۴) په روسیې باندې د نویو بندیزونو لړۍ پیل کړه چې په کې تجارتي او د روسیې په ځینو افرادو بندیزونه هم شامل دي.
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
بخښني نړیوال سازمان: د ایران امنیتي ځواکونو د زاهدان مظاهرو کې ۸۲ تنه وژلي
د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې د ایران امنیتي ځواکونو د سیستان-بلوچستان د زاهدان په ښار کې د سپتمبر له ۳۰ نېټې راپدیخوا، چې اته ورځې کېږي، په مظاهرو کې لږ تر لږه ۸۲ تنه وژلي دي.
د اشنا تلویزیون د پنجشنبې خپرونه
د اشنا تلویزیون په خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
طالبانو سره د کاناډايي مقاماتو د لیدو کاتو جزیات څرګند شول- اسناد
د کاناډا خبري رسنۍ «سي بي سي» وايي چې دوی ته په لاس ورغلي اسناد ښکاره کوي چې د کابل له سقوط وروسته د کاناډا مقاماتو په قطر کې لږ تر لږه ۱۳ ځلې له طالب استازو سره لیدلي دي.
آیا روسیه د اوکراین په لور اتومي وسلې لېږدوي؟
ناتایید شوي راپورونه وايي، د روسیې د اټومي څانګې له خوا یو ریل ګاډی د اوکراین د پولې پر لور د حرکت په حال کې لیدل شوی دی. خو سپینې ماڼۍ څرګنده کړې ده، ددې نښې نه ویني چې روسیه دې د اوکراین په خلاف د اټومي وسلو د کارولو دپاره تیاری نیسي.
تایلنډ کې په یو وړکتون باندې وسله وال برید کې لږ تر لږه ۳۵ تنه وژلي
په تایلنډ کې پولیس مقامات وايي چې د دغه هېواد یو پخواني پولیس افسر نن پنجشنبه اکتوبر شپږمه (تله ۱۴) په یو وړکتون باندې وسله وال برید کړی او لږ تر لږه ۳۵ تنه یې وژلي دي.
تامس ویست له پاکستاني چارواکو سره پر افغانستان غږېدلی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هیواد چارواکو د افغانستان په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو له ځانګړي استازي سره لیدنه کې د افغانستان پر اقتصادي پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
طالبان: له کابل پرته ټول افغانستان کې د کانکور ازموینه پيل شوه
د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت له کابل پرته د دغه هیواد په ۳۳ ولایتونو کې د (۱۴۰۱ لمریز کال) کانکور ازموینې د پیلېدو خبر ورکړ.
کاناډايي مقامات وايي سلګونه نور افغانان هم هغه هېواد ته ولېږدول شول
د کاناډا د کډوالۍ، پناه او تابعیت ورکولو ادارې یا (IRCC) له پاکستان څخه هغه هیواد ته د ۳۱۵ نورو افغان کډوالو د انتقال خبر ورکړی دی.
د امریکا پولیس د یو حرفه یي قاتل د موندلو هڅه کوي
د امریکا پولیسو د چهار شنبې په ورځ اکتوبر پنځمه (تلې ۱۳) وویل هغوی د داسې یو کس په لټه کې دي چې ښایي حرفه یي قاتل وي او تر اوسه یې د کالیفورنیا ایالت په یو واړه ښار کې پنځه کسان وژلي وي. اړوندو مامورینو د یو کس نسبتا خیره تصاویر خپاره کړي چې غواړي له هغه څخه د کالیفورنیا په سټاکټون ښار کې د قتلونو د لړۍ په اړه چې له دریو میاشتو څخه په کمه موده کې پنځه کسان وژل شوي، څیړنې وکړي. پولیس شک لري هغه قتل چې تیر کال د سټاکټون په ګاونډي اوکلانډ کې شوی هم ښايي له دې پنځو قتلونو سره ارتباط ولري. د کالیفورنیا د سټاکټون د پولیسو یو چارواکي جو سلوا د چهار شنبې په ورځ اکتوبر پنځه د فرانسې خبري آژانس ته وویل ددغو قضیو له مشخصاتو ښکاري چې یو زنجیره یي قاتل د پيښو تر شاه دی. د سټاکټون د پولیسو مشر سټانلي مکفیډن د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د جولای د اتمې بیا د سپټمبر د ۲۷ نیټې تر منځ د سټاکټون په یوه سیمه کې پنځه قتلونه شوي چې ډیر مشابهتونه لري. پولیسو روانه اوونۍ وویل چې هغوی د ۲۰۲۱ کال په اپریل میاشت کې د اوکلانډ د پيښې په اړه هم څیړنې کوي. د پولیسو چارواکي مکفیډن د مشابهتونو په اړه ډیر جزیات ورنکړل خو یوازې یې وویل چې پيښې د شواهدو پر اساس یو بل سره مشابهتونه لري. سټاکټون ښار شاوخوا ۳۵۰ زره نفوس لري چې د کالیفورنیا ایالت د مرکز سکرمنټو په جنوب ۶۴ کیلومتري کې موقعیت لري. د سټاکټون د پولیسو مشر ویلي د هغو معلوماتو لپاره چې د قاتل یا قاتلینو د نیولو او محکومیت سبب شي، ۱۲۵۰۰۰ جایزه اعلان شوې ده.
د اقتصاد' ناوړه سقوط' ملګري ملتونه؛ ۹۷ سلنه افغانان د فقر کرښې لاندې ژوند کوي
ملګرو ملتونو د چهار شنبې په ورځ اکتوبر پنځمه (تلې ۱۳) وویل چې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د افغانستان رسمي اقتصاد په فاجعه بار شکل سقوط کړی او ۹۵ تر ۹۷ سلنه افغانان د بیوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
د آسیا پراختیایي بانک د پاکستان سیلاب ځپلو سره ۲.۵ میلیارده ډالر مرسته کوي
د آسیا پراختیایي بانک د چهار شنبې په ورځ اکتوبر پنځمه (تلې ۱۳) اعلان وکړ چې د پاکستان له سیلاب ځپلو سره به ۲.۵ میلیارده ډالره مرسته وکړي.