بلینکن: روسیه د غلو دانو صادراتو ځنډولو سره 'خوراک نه د وسلې کار اخلي'
مسکو د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د غلو صادراتو د تړون پلي کول وځنډول چې له اوکرایین څخه یې د نهه میلیون ټنو څخه زیاتې غلې لیږدولو ته اجازه ورکړه؛ کومې معاملې چې د نړیوال خوراکي بحران په راکمولو او د نرخونو په راټیټیدو کې مرسته کوي.
جبري حجاب؛ طالبانو د بدخشان پوهنتون ته د ښځینه محصلینو د ننوتلو مخنیوی کړی
د بدخشان ولایت پوهنتون یو شمېر ښځینه مصحلینو ادعا کړې چې، په یاد ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن منکر مامورینو د «چادري» نه په سر کولو له امله پوهنتون ته د هغوی د داخلېدو مخه نیولې ده.
موګادېشو کې موټر بم چاودنو سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د راپورنو له مخې د سومالیا په پایتخت موګادېشو کې د دوو موټر بم چاودنو له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ملګري ملتونه: افغانستان کې له ۴.۶ میلیون کسانو سره نغدي مرسته شوې
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري یا (UNHCR) په افغانستان کې له اړمنو خلکو سره د خپلو بشري مرستو د دوام خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د روان کال له پيل څخه بیا تر دا مهاله یې له څه باندې ۴.۶ میلیون کسانو سره نغدي مرسته کړې ده.
امریکا د ګوانتانامو "تل پاتی بندي" پاکستان ته ولیږداوه
متحده ایالاتو او پاکستان تائید کړې چې په کیوبا کې د ګواتنانامو د زندان څخه یو پاکستانی تبع چې د "تل پاتي بندي" په نامه پیژندل کیده او پدې زندان کې یو تر ټولو د پاخه عمر بندي و، خوشې شوی او پاکستان ته ولیږدول شو.
جنوبي کوریا کې په ټیل ماټیل کې ۱۴۶ کسان وژل شوي
په جنوبي کوریا کې د اضطراري چارو مسؤلین وایي په پایتخت سیول کې د هالووین جشن د لمانځلو پر مهال په ټیل ماټیل کې چې ډیری پکې ځوانان راټول شوي و، ۱۴۶ تنه وژل شوي او د ۱۵۰ څخه ډیر ټپي شويدي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
د اشنا د شنبې خبري خپرونه
د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
مظاهره کوونکو ته د سپاه پاسداران د مشر خبرداری: 'شنبه د مظاهرو وروستۍ ورځ ده'
د ایران د ځواکمن انقلابي ګارډ مشر مظاهره کوونکو ته خبرداری ورکړی چې د شنبې ورځ به سړکونو ته د هغوی د راوتلو وروستۍ ورځ وي. د هغه دا څرکندونې داسې ګڼل کیږي چې امنیتي ځواکونه ښایي په دې هیواد کې د پراخو ناکراریو په وړاندې خپل عملیات ګړندي کړي.
یوه موضوع، څو زاویې
په افغانستان او نړۍ کې د تودو پيښو تحلیل او څیړنه د امریکا غږ په "یوه موضوع، څو زاویې" ځانګړې خپرونه کې هره شنبه د امریکاغږ د سپوږمکۍ او د ډیجیټلي شبکو له لارې وګورئ.
له رئیس احمدزي سره مرکه
د افغانستان د کرکټ لوبغاړي څنګه د کډوالۍ له کمب او خیمو څخه د کرکټ نړیوال جام ته ورسېدل؟ امریکا غږ د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې له پخواني کپتان او اوسني روزونکي سره د افغانستان د دغه سفر په اړه مرکه کړې ده.
یو پاکستانی د ګوانتنامو زندان څخه خوشې شو
یو پاکستانی تبعه، چې د ګوانتنامو زندان تر ټولو پخوانی بندي ګڼل کیږي، د شنبې په ورځ د اکتوبر په ۲۹مه (لړم ۲۹) د امریکا تر کنټرول لاندې زندان ګوانتنامو څخه خوشې او خپل هېواد ته ولېږدول شو.