معترضې ښځې: د طالبانو واکمنۍ کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ډیر زیات شوی
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د نړیوالې ورځې نومبر۲۵ سره هممهاله د عدالت او ازادۍ لپاره د افغانستان د ښځو غورځنګ ویلي چې په تیرو څه باندې دوو کلنو کې په دغه هیواد کې ښځېو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د تاوتریخوالي مختلفې بڼې تجربه کړي دي.
ریچارډ بنیټ: هرات کې د دوه شیعه دیني عالمانو وژل ډیر د اندیښنې وړ دي
افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ د هرات په ولایت کې د دوه شیعه دیني عالمانو په وژل کیدو اندیښنه ښودلې او په خپلواک ډول یې ددې پیښې د پلټنې غوښتنه کړې ده.
عراق او سوریه کې په امریکایي ځواکونو څلور ځله بریدونه شوي
د متحده ایالاتو د دفاع وزارت وایي په عراق او سوریه کې تیره ورځ په میشتو امریکایي ځواکونو د څو ساعتونو په ترڅ کې څلور ځله د توغندیو او بې پیلوټه یا ډرون الوتکو بریدونه وشول.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
ډبلیو اچ او د الشفاء روغتون مشر برخلیک په هکله اندیښنه وښوده
د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو اچ او جمعه نومبر ۲۴ (لیندۍ۳) په غزې کې د الشفاء په نامه تر ټولو ستر روغتون د مشر برخلیک په هکله اندیښنه څرګنده کړله.
د هالنډ په ټاکنو کې 'د اسلام ضد' سیاستوال بری؛ شنونکي وايي حکومت به جوړ نه کړای شي
د هالنډ په پارلماني ټاکنو کې داسې یو ښي اړخي سیاستوال تر نورو ډیرې رایې ګټلي چې د اسلام او کډوالو پر ضد د سخت دریځ په لرلو شهرت لري.
د کابل په کوټه سنګي سیمه کې چاودنه شوې
نن شپه د کابل په کوټه سنګي سېمه کې د څو چاودنو غږونه اوریدل شویدي.
له پاکستانه د اېستل کیدونکو افغان کډوالو برخلیک ته د خوړو نړیوال سازمان اندېښنې - ستاسې غږ
ملګري ملتونه وایي، چې له پاکستان څخه ویستل شوي افغان کډوال له سختو ستونزو سره مخ دي. موږ نن د ستاسې غږ په خپرونه کې پر همدې موضوع بحث کوو.
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
په هند کې د افغانستان سفارت ولې وتړل شو؟ - سپینې خبرې
په هند کې د افغانستان د سفارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي د یو شمیر ننګونو له امله سفارت په دایمي ډول تړل شوی دی. اعلامیه کې راغلي چې د سفارت د کنټرول لپاره د طالبانو او د هند دولت دوامداره فشارونو ته په پاملرنې سفارت د یو ډیر سخت انتخاب سره مخ و. د سپینې خبرې په خپرونه کې په دې اړه بحث شوی.
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
د طالبانو په غوښتنه له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو د ایستلو امکان - حایل
ایا ممکنه ده چې پاکستان د طالبانو د حکومت په غوښتنه افغان کډوال افغانستان ته په زور ستانه کړي وي؟ دا پوښتنه مو د دې اوونۍ د حایل په خپرونه کې د پاکستان د مشرانو جرګې له پخواني غړي افراسیاب خټک او د افغانستان د وکیلانو د ټولنې له مرستیال عبدالسبحان مصباح څخه کړې ده.
اسرائیل او حماس په لسګونو یرغمل او بندیان تبادله کړل - سرچینې
د قطر حکومت د جمعې په ورځ نومبر ۲۴ (لیندۍ ۳) وویل چې د حماس ډلې ۳۹ یرغمل خوشې کړي دي چې په کې ۱۰ تایلیندیان، ۱۳ اسرائیلیان او یو فیپینی شامل دي.