اسلامي همکاریو سازمان: د طالبانو تازه فرمان د ښځو پر زده کړو محدودیتونه نور هم سختوي
د اسلامي همکاریو سازمان د طالبانو حکومت لخوا د خصوصي پوهنتونونو د کانکور ازموینو کې د نجونو د ګډون مخنیوي پرېکړې په اړه خواشیني ښودلې ده.
بوریس جانسن: پوتین د توغندي په برید ګواښلی وم
د برتانیې پخواني صدراعظم بوریس جانسن ادعا کړې چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین وړاندې تر دې چې د ۲۰۲۱ کال د فبروري د میاشتې په ۲۴ مې په ګاونډي هیواد اوکراین یرغل وکړي، دی یې په شخصي توګه د توغندي په برید ګواښلی و.
توماس ویسټ پاکستان، جرمني او سویس ته سفر کوي
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزرات یکشنبه جنوري ۲۹ (سلواغې۹) ویلي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ د افغانستان په هکله د شریکانو سره د سلا مشورو لپاره پاکستان، جرمني او سویټزرلینډ ته سفر کوي.
اردوغان: شاید ترکیه په ناټو کې د فنلنډ غړیتوب ومني
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې ممکن ترکیه په ناټو کې د فنلنډ غړیتوب ومني.
جکوویچ د لسم ځل لپاره د استرلیا د تینس ستر جام وګاټه
د نړۍ مشهور صربایي لوبغاړي نواک جکوویچ د استرالیا د تینس د ګرند سلیم جام چې د ۲۰۲۳ کال د تینس لومړی ستر جام دی د لسم ځل لپاره وګاټه.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱
انتوني بلینکن منځني ختیځ ته د سفر په ترڅ کې مصر ته رسېدلی
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن منځني ختیځ ته د خپل پیل کړي سفر په ترڅ کې مصر ته رسېدلی او ویلي یې دي چې د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره به هڅې وکړي.
نن او وضعیت
د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
بندیزونو له داعش سره مبارزه کې د طالبانو توان محدود کړی- روسي دپلومات
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اولیګ سیرومولوتوف وايي چې په طالبانو باندې د لګول شویو بندیزونو له کبله د داعش په ضد ددغې ډلې توان محدود شوی دی.
د روسیې واګنر ګروپ په بهر کې اجیر سرتیري استخداموي - راپور
وروسته له هغه چې د روسي امنیتي ګروپ واګنر لخوا د روسیې څخه بهر د جنګیالیو د استخدام په هکله راپورونه خپاره شول، د امریکا متحده ایالاتو اعلان کړی چې پر واګنر ګروپ نوي بندیزونه لګوي او نړیواله جنایتکاره ډله به یې ونوموي.
د اشنا د یکشنبې خبري خپرونه
د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
د ایران دفاع وزارت د 'مهماتو جوړولو په یوې فابریکې د ډرون برید' شوی
ایران وايي چې د دفاع وزارت په یوې ودانۍ باندې یې د بې پیلوټه الوتکې برید شوی دی. دا کار داسې مهال کېږي چې له روسیې سره د ایران د بې پيلوټه الوتکو د مرستو او همکارۍ له کبله په تهران باندې انتقادونه شوي دي. د ایران د دفاع وزارت ویلي دي چې د دافع هوا ځواکونو یې دوې ډرون الوتکې نسکورې کړې او یوه بله یې چاودېدلې ده. دغه وزارت ویلي دي چې په دې پېښې کې، چې په اصفهان کې شوې ده، د دفاع وزارت د دغې ودانۍ یوه برخه زیانمنه شوې او بل چاته زیان رسېدلی نه دی. په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویدیوګانو کې ښودل کېږي چې په فضا کې لمبې لیدل کېږي، د خطر زنګونه کړنګېږي، د اضطراري حالاتو موټرونه د پېښې ځای ته روان دي او خلک اخوا دیخوا منډې وهي. د ارنا خبرياژانس د دفاع وزارت د مقاماتو په حواله لیکلي دي: «د دفاع وزارت د یوې ودانۍ په یو ورکشاپ باندې یو ناکامه برید شوی...» فرانس پرس د ارنا په حواله لیکلي دي چې دا برید د شنبې په شپه جنوري ۲۸ (سلواغه اتمه) په ځايي وخت د شپې په ۱۱:۳۰ شوی او د وزارت دغې ودانۍ ته یې کوم زیان رسولی نه دی او چارې یې هم ټکنۍ کړي نه دي. ایرانيمقاماتو د دفاع وزارت د د غې ودانۍ په اړه نور معلومات ورکړي نه دي، خو ارنا وايي چې په برید کې د مهماتو جوړولو یوه فابریکه «په نښه شوې» ده. د ایران د پارلمان غړي محمد حسن اسافري د مهر نیوز ته ویلي دي چې د ایران دښمنان او مخالفان غواړي د ایران «دفاعي ځواک» ګډ وډ کړي. تر اوسه کومې ډلې او یا کوم هیواد د دې برید د کولو ادعا نده کړې. ایراني مقاماتو هم چا ته د پړې ګوته نیولې نه ده. ایران تیر کال د جولای په میاشت کې د کردي جنګیالیو یوه ډله ونیوله او ویلي وو چې د اسرائیل لپاره یې کار کاوه او پلان یې لره چې په اصفهان کې حساسي دفاعي فابریکې والوځوي.
پاکستان کې د کښتۍ ډوبېدو او بس چپه کېدو په پېښو کې ۵۱ کسان مړه شوي
په پاکستان کې د یکشنبې په ورځ جنوري ۲۹ (سلواغې نهمه) د یو بس اوښتو او یوې کښتۍ ډوبېدو په دوو جلا پېښو کې لږ تر لږه ۵۱ کسان مړه شوي دي.