امریکا او ایران یو 'تفاهم' ته د رسېدو لپاره مذاکره کوي
د لویدیځ او ایران مقامات وايي چې متحده ایالتونه د یو لړ داسې ګامونو د اخیستو لپاره مذاکره کوي چې د ایران اتومي پروګرام محدود کړي، په ایران کې یو شمېر بندي امریکایان ازاد او د ایران ځینې ګنګل شوې شتمنۍ پرېښودل شي.
امریکا هغه کس اعدام کړ چې په ۱۹۸۴ کې په جنسي تېري او قتلونو تورن و
د امریکا د فلوریډا ایالت د پنجشنبې په ورځ جون ۱۵ (جوزا۲۵) د دوان اوون په نوم هغه ۶۲ کلن سړی اعدام کړ چې په ۱۹۸۴ کال کې په دوو ښځو باندې په جنسي تېري او د هغوی په وژلو تورن و. محکمې د وروستي ځل لپاره د هغه د لیونتوب ادعا رد کړه.
د پېسو نړیوال صندوق د پاکستان د بودیجې په اعلان شوې طرحې انتقاد کړی
د پېسو نړیوال صندوق د پنجشنبې په ورځ جون ۱۵ (جوزا۲۵) دپاکستان د حکومت له لوري د راتلونکي کال د مالي بودیجې په اعلان شوې طرحې انتقاد کړی دی. دغه صندوق ویلي دي اسلام اباد نه دی توانېدلی چې په دغې طرحې کې مناسب مالیاتي سیستم شامل کړي. د پاکستان لپاره د پېسو د نړیوال صندوق استازي استر پیریز رویز پاکستان ته د مالي ضمانت د تصویب کېدو لپاره د مذاکراتو د کامیابیدو په اړه اندېښنه وښوده. خو هغه ویلي دي چې دوی د پاکستان سره د بودیجې د طرحې په اصلاح کولو کې مرسته کولای شي. د پاکستان حکومت، چې د نقدو پېسو له کموالي سره مخامخ دی، څو ورځې مخکې د ۱۵.۵ تریلیون پاکستاني روپیو، چې ۵۰.۵ میلیارد ډالر کېږي، د بودیجې طرحه اعلان کړه. په دغې اعلان شوې طرحې کې ۷.۳ تریلیون روپۍ یې د پورونو ورکولو ته ځانګړې شوي دي. همدغه راز۹۵۰ میلیارد روپۍ د هغو [د خلکو د خوښې] پراختیایي پروژو لپاره ځانګړې شوې، چې د رایو له لارې منظورېږي. په پاکستان کې د همدغه کال په پای کې عمومي ټاکنې کېږي. د بودیجې په دغې طرحې کې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو په معاشونو کې ۳۵ سلنه او په دولتي تقاعد کې ۱۷.۵ سلنه زیاتوالی هم شامل دی. دا ټولې پروژې د عمومي افکارو د خپلولو اقدمات بلل کېږي. د پاکستان د مالیې وزیر اسحق دار د دغه هېواد ملي اسمبلۍ ته د بودیجې د طرحې د وړاندې کولو په مهال ټېنګار وکړ چې اهداف عاقلانه ټاکل شوي دي. هغه وویل: «په هېواد کې به ژر عمومي انتخابات وشي، خو د راتلونکي مالي کال بودیجه د انتخاباتي بودیجې په ځای، د یوې مسئولې بودیجې په توګه برابره شوې ده.» د پاکستان صدراعظم شهباز شریف مخکنی صدراعظم عمران خان، چې پارلمان د اپریل په میاشت کې له واک څخه لېرې کړ، تورن کړ چې «د هېواد اقتصاد ته یې ضربه» ورکړې ده. شریف همدغه راز ویلي دي چې د نړیوال وجهي صندوق له لوري د پورونو د ورکولو د مودې غځولو ته هیله مند دی او د دغه صندوق «مشر ژمنه کړې ده.. او کوم خنډ» نه لیدل کېږي. د پېسو نړیوال صندوق پاکستان ته ویلي دي چې د ۶.۵ میلیارد نور ډالرو تر ترلاسه کولو مخکې باید بهرنی اضافي مالي تمویل خوندي کړي، پاپولیستي سبسایډي ختمه او اجازه دې ورکړي چې روپۍ په ازاد ډول د ډالرو په مقابل کې تبادله شي. خو بیا هم د نوې بودیجې په طرحه کې ۱۰.۷ تریلیون روپۍ د سبسایډۍ لپاره ځانګړې شوي دي. په اسلام اباد کې د میوو او سبزیجاتو د مارکیټ یو کارکوونکی اختر نواز وايي چې د بودیجې منظوري د بې وزلو درد نه دوا کوي. هغه وايي چې بې وزلي به هغه وخت د ارامې ساه واخلي چې انفلاسیون کم شي. پاکستان کې اقتصادي بحران؛ بې وزلو خلکو د خوړو دپاره خیریه موسسو ته مخه کړې ځینې کارپوهان په دې باور دي چې را روانو انتخاباتو ته په کتو حکومت د عامه افکارو د خپلولو لپاره دا ډول پرېکړې کوي. د پاکستان د اقتصادي پرمختګ د انستیتوت اقتصادپوه نصیر اقبال وویل: «د انتخاباتو کال دی او حکومت باید د خلکو د خوښې پرېکړې وکړې.» د حکومت د یو راپور په اساس، چې د پنجشنبې په ورځ خپور شوی، دا هېواد د ۲۰۲۳-۲۰۲۲ مالي کال د اقتصادي ودې هېڅ هدف نه دی ترلاسه کړی او د داخلي ناخالص تولید د ودې کچه هم ۰.۳ سلنه وه. خو د پاکستان مالي وزیر ویلي دي چې د راتلونکي کال د بودیجې طرحه یې د داخلي ناخالص تولید د ۳.۵ سلنې د ودې په اساس برابره کړې، خو نړیوال بانک دا وده تر دوو سلنې کمه اټکل کړې. د نړیوال بانک د دغې اوونۍ په راپور کې همدغه راز د ۲۱ سلنې انفلاسیون وړاندوینه هم شوې ده. د پاکستان د بودیجې په طرحه کې همدغه راز د دغه هېواد د دفاعي برخې بودیجه هم له ۱.۵ تریلیون روپیو څخه ۱.۸ تریلیون ته لوړه شوې ده. د بودیجې دا طرحه داسې مهال اعلان شوې، چې دا پاکستان په اقتصادي لحاظ سخت ځپل شوی، تر پورونو لاندې دی، د توکو قیمتونه په کې لوړ شوي او سیاسي وضعیت یې هم خراب دی.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
د انساني قاچاقو په اړه د امریکا کلنی راپور؛ افغانستان د بدو هېوادونو په کتار کې دی
د امریکا متحدو ایالتونو په نړۍ کې د انسانانو د قاچاقو په اړه د نظر پوښتنې کلنی راپور خپور کړ، چې افغانستان، چین او روسیه په کې د هغو هېوادونو په کتار کې دي چې د انساني قاچاقو له پلوه د نړۍ تر ټولو بد ځایونه پېژندل شوي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
د کرونا وبا په ترڅ کې په امریکا کې د ځان وژنو او قتلونو کچه لوړه شوې - رپوټ
حکومتي څیړونکو د پنجشنبې په ورځ، جون ۱۵ (غبرګولي ۲۵) د یو رپوټ په خپرولو سره وویل چې د کوویډ -۱۹ وبا په جریان کې په متحده ایالاتو کې د تنکیو ځوانانو ترمنځ د ځان وژنې کچه په تیرو شاوخوا ۲۵ کلونو کې او د ځوانانو ترمنځ د ځان وژنې کچه په تیرو ۵۰ کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلې ده.
سپینې خبرې
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
د غوجلو له پاکولو د امریکا د بېسبال تر ډګرونو؛ د یو کډوال لوبغاړي د ژوند کیسه
د یوګانډا ۱۸ کلن ډینس کاسومبا هغه لوبغاړی دی چې د غوجل د پاکولو نه یې ځان د امریکا د بېسبال تر ډګرونو رسولی دی. هغه اوس د امریکا د بېسبال په یوې سترې لوبډلې لوبغاړی دی.
امریکا فلیپین ته د افغانانو د لنډمهاله میشت کولو د پروګرام وړاندیز کړی
د فلیپین د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټه به سبا جمعه، د جون ۱۶ (غبرګولي ۲۶) د هغو زرګونو افغانانو د موقتي استوګنې پر پلان بحث وکړي چې د امریکا له پوځ سره یې کار کړی او په متحده ایالاتو کې د بیا میشتیدو لپاره په تمه دي.
د اشنا د پنجشنبې خبري خپرونه
په افغانستان کې د تروریستي ډلو د فعالیت په تړاو ځینې امریکايي چارواکي د ملګرو ملتونو د راپور هغه موندنې نه تائیدوي چې وايي په افغانستان کې د القاعده او داعش ډلې فعالیت زیات شوی.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
امریکايي چارواکي افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت زیاتېدو په اړه د ملګرو ملتونو راپور نه تائیدوي
ځینو امریکايي چارواکي د ملګرو ملتونو د راپور هغه موندنې نه تائیدوي چې وايي په افغانستان د القاعده او داعش ډلې فعالیت زیات شوی. دوی وايي داسې شواهد یې نه دي موندلي چې د ملګرو ملتونو دا موندنې تائید کړي.