ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


سپینه ماڼۍ: امریکا کې د افغانانو میشت کیدو د لایحې په هکله د هلو ځلو ملاتړ کوو

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا همغږی کوونکی جان کربي وایي د متحده ایالاتو حکومت د هغې لایحې په هکله د هلو ځلو ملاتړ کوي چې امریکا ته د راغلیو افغان کډوالو میشت کیدل د غیر قانوني کیدو څخه بچ ساتي.

18.07.2023 امریکا غږ

د پاکستان او ایران پوځي مشرانو د وسله والو سره مبارزې کې په همکارۍ موافقه وکړه

پاکستاني چارواکي وایي د دې هیواد د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر په تهران کې د خپل ایراني سیال جنرال محمد حسین باقري سره کتلي او دواړو په ګډې پولې کې د بیلتون غوښتونکو وسله والو پر ضد په همکارۍ موافقه کړې.

18.07.2023 امریکا غږ

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

18.07.2023 امریکا غږ

امریکا د اوکراین د غلې د موافقې څخه د روسیې وتل "غیر اخلاقي" وبلل

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلکین د اوکراین د غلې د موافقې څخه د روسیې وتل د اصولو خلاف وبلل او زیاته یې کړه چې د روسیې دا کړنه به په نړۍ کې د خوراکي موادو بیعو لوړیدو سبب شي.

18.07.2023 امریکا غږ

ولې غوړي باید کم استعمال شي؟ کوم ډول غوړ ښه دي؟

له اندازې زیات غوړي او په خاص ډول د حیواني غوړیو استعمال د وینې د کولسترول د زیاتېدو او د زړه د رنځ د پیدا کېدو سبب کېږي. 

17.07.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

17.07.2023 امریکا غږ

امریکا: ایران د اجباري‌ حجاب په تړاو له تېرو مظاهرو څخه درس نه دی اخیستی 

د ایران په چارو کې د امریکا د متحده ایالتونو د ځانکړي استازي دفتر په ایران کې د اجباري حجاب د قانون د تطبیق په لړ کې د «ښځو د ځپلو» د لړۍ د بیا پيل کېدو په اړه ویلي دي چې دغه هېواد له تیرو مظاهرو څخه هېڅ زده کړه نه ده کړې. 

17.07.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

17.07.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

17.07.2023 امریکا غږ

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

17.07.2023 امریکا غږ

د سینګاپور د پارلمان مشر او یوې وکیلې د 'نامشروع اړیکو' له کبله استعفا وکړه

د سینګاپور د پارلمان رئیس تان چوان جین او د پارلمان وکیلې چنګ لی هوی د دوشنبې په ورځ جولای ۱۷ (چنګاښ ۲۶) په خپلو کې د "نامشروع اړیکو" لرلو له کبله استعفا وکړه.

17.07.2023 امریکا غږ

د اشنا د دوشنبې خبري خپرونه

د امریکا غږ په نننۍ خپرونه کې به د طالبانو سره د تعامل په اړه د ایراني چارواکو څرګندونې درواوروو چې وایي د سیمې هیوادونه د طالبانو سره د تعامل په برخه کې اجماع لري. د اوکراین سره د ناټو د غړو هیوادونو د مرستو پر کلک هوډ هم رڼا اچوو او په آخر کې به په غزني کې د څلورويشتو جوړو د ډله ييزو ودونو په زړه پورې رپوټ هم وړاندې کړو

17.07.2023 امریکا غږ

د بریتانیا د پارلمان غړی: طالبانو سره تعامل وکړئ او بریتانیا دې کابل کې سفارت پرانېزي

د بریتانیا د پارلمان د دفاعي کمېټې مشر توبیاس الوود له خپل هېواد څخه غوښتي دي چې له طالبانو سره دې مذاکره او تعامل وکړي او په کابل کې دې بېرته خپل سفارت پرانیزي.

17.07.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

17.07.2023 امریکا غږ

بریتانیا د اوکرایني ماشومانو د جبري انتقال له کبله په روسیې نوي بندیزونه ولګول 

د بریتانیا حکومت نن دوشنبه جولای ۱۷ (چنګاښ ۲۶) په روسیې باندې د هغه څه له کبله نوي بندیزونه ولګول چې بریتانیا یې د مسکو له لوري «د اوکراین د ملي هویت ختمول» بولي.  په دغو نویو بندیزونو کې هغه روسي مقامات شامل دي چې په اوکراین کې د روسیې تر کنترول لاندې سیمو څخه مسکو ته د ماشومانو په «جبري انتقال» کې دخېل دي.  د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د خپلې وینا په درشل کې په روسیې باندې ۱۴ نوي بندیزونه اعلان کړل. دا بندیزونه د هغو بندیزونو لړۍ ده چې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له کبله پیل شوي‌ دي.  د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د روسیې د پوهنې وزیر سرګي کرافستوف او د «مسکو سیمه» کې د ماشومانو د حقونو کمېشنر کسنیا مېشونوا په دغو بندیزونو کې شامل دي.    د بریتانیا حکومت وايي چې دغو دوو کسانو «د ماشومانو په انتقال او د اوکراین د ملي هویت او فرهنګ ختمولو په محاسبه شوي او جوړ شوي ‌پروګرام کې مضر رول» لوبولی دی.  مشخص نه دی چې په بندیزونو کې څه شامل دي، خو معمولآ په روسي مقاماتو باندې بندیزونو کې د شتمنۍ ګنګل کول، په سفرونو بندیزونه او د راکړې ورکړې ختمول شامل وي.  بریتانیا ویلي‌ دي چې «روسي مقاماتو څه باندې ۱۹۰۰۰ اوکرایني ماشومان په زوره روسیې ته او یا د روسیې تر موقت کنترول لاندې سیمې ته انتقال کړي»، چې اکثریت یې د زده کړو د بیا ترلاسه کولو د شبکې په کمپونو کې ځای په ځای کړل شوي‌ چې «د روسیې په علمي، فرهنګي،‌ وطنپالنې او په پوځي زده کړو باندې متمرکز تعلیم» له خطر مخامخ دي.  د برتیانیا د بهرنیو چارو وزیر کلیورلي ویلي دي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نیت لري‌ چې د دا ډول پروګرامونو له لارې «اوکراین د ځمکې له نقشې څخه» ورک کړي. هغه زیاته کړه: «ننني بندیزونه له هغو کسانو سره حساب او کتاب کول دي‌ چې د پوتین د رژیم ننګه کوي. په دوی کې هغه کسان هم شامل دي،‌ چې د اوکراین ویجاړېدل، د ملي هویت تباهي او د اینده محوه کول یې غوښتل.» لندن وار دمخه په دې تړاو د روسیې د ماشومانو د حقونو په کمېشنرې ماریا لووا- بیلوا باندې د بندیزونه لګولي دي.  د دوشنبې د بندیزونو په لست کې همدغه راز د «روسیي ټوډای» د ویاند انتن کراسوفسکي په ګډون دوه نور کسان هم د اوکراین په ضد د تاوتریخوالي او نفرت د تبلیغاتو د خپرولو په تور شامل شوي دي.  د روسیې د فرهنګ وزیره اولګا لیوبیمو هم په بندیزونو کې شامله ده چې «د اوکراین ضد یې د روسیې د ویجاړوونکیو تګلارو په حمایت کې یې خپل موقف» کارولی دی.  روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین باندې بریدونه پیل کړل، له هماغه راهېسې اوکراین او نورو ایتلافیانو یې د روسیې په ۱۶۰۰ افرادونو بندیزونه لګولي دي. 

17.07.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more