سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
افغان کارګران: هره ورځ د کار په لټون پیلوو خو ماښام خالي لاس کورونو ته ځو
په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمنیدو راهیسې دغه هیواد له اقتصادي سقوط سره مخامخ شوی او زیات شمېر کارګران د کار روزګار له نشتوالي شکایت کوي.
د اشنا د پنجشنبې خبري خپرونه
د امریکا غږ په نننۍ خپرونه کې دا اورئ چې په کابل کې د ښځو د پرونيلاریون په وړاندې له تاوتریخواليډک د طالبانو چلند د نړیوالو اندېښنې بیا را پارولي او په غبرګون کې وایي افغانان په خپلواک ډول د خپل غږ د پورته کولو پوره حق لري. د اوکراین په پوځ کې د میرمنو پر ونډې رڼا اچوو. په عراق کې د سویډن د سفارت د سوځولو حال هم درکوو او په آخر کې به د پښتو ژبې د ستر شاعر رحمان بابا د پیغامونو ځینې لوی پندونه هم راوسپړو. هیله ده لیدل او اورېدل یې هېر نه کړئ.
سټاکهولم کې قرآن ته سپکاوی؛ عراق د سویډن سفیر وشړه
عراق د پنجشنبې په ورځ جولای ۲۰ (چنګاښ ۲۹) وروسته له هغه د سویډن سفیر وشړه چې یو کس په سټاکهولم کې په یوه مظاهره کې د قرآن نسخې تر پښو لاندې کړې.
اتصال تلویزیوني خپرونه
په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
پاکستان کې د پولیسو په مرکز برید کې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي
د پاکستان د خیبر پښتونخوا په قبائیلي سیمه باړه کې د پولیسو په مرکز ځانمرګی برید شوی، د پولیسو په ګډون څلور تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي عیني شاهدانو د امریکاغږ ډیوه رادیو ته ویلي چې دوو ځانمرګو بریدګرو لومړی ډزې وکړې او بیا یې د محلي ادارې او د پولیسو د مرکز د ودانۍ دروازې مخ ته ځانونه په چاودیدونکو توکو والوزول. د ځايي پوليسو په وينا، له ویجاړو شویو ودانیو د خاورو او خځلو څخه د جسدونو د را ايستلو لپاره د ژغورنې عمليات روان دي، خو تر اوسه د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده معلومه. د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حیات ځايي رسنیو ته ویلي، چې دواړه ځانمرګي بریدګر له پولیسو سره په نښته کې وژل شوي دي. د ژغورنې عملیاتو ویاند بلاله احمد فيضي د څلورو تنو وژنه تائید کړې ده او ویلي یې دي چې زیات شمیر ټپيان د پيښور ليډي ريډنګ روغتون ته لیږدول شوي دي. دا په تیرو ۴۸ ساعتونو کې په خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ څلورمه پېښه ده چې د پاکستاني امنیتي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. يو پوليس چارواکي امریکا غږ ته ویلي چې د چاودنو له امله د پولیسو د ماموریت ودانۍ نړیدلې ده او شاوخوا نورو ودانیو ته هم تاوان رسیدلی دی. ددې پیښې وروسته د باړې بازار تړل شوی دی. د پولیسو مشر ویلي دي چې په ټوله سیمه کې ټینګ امنیتي تدابیر نیول شوي دي. د پاکستاني مقاماتو په وینا، په روان کال کې په پاکستان کې د تاوتریخوالي له کبله شاوخوا ۴۰۰ تنه وژل شوي چې اکثریت یې امنیتي ځواکونه دي. په تازه پېښې کې د جولای په ۱۲ د بلوچستان ایالات د ژوب په سیمه کې په یو برید کې د پاکستان د پوځ ۱۲ سرتېري وژل شوي و. په باړه کې د ننني برید مسولیت تراوسه کوم کس او یا ډلې پر غاړه ندی اخیستی، خو په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالت کې د یو شمیر وروستیو بریدونو پړه د تحریک طالبان پاکستان او د تحریک جهاد پاکستان په نوم وسله والو ډلو اخیستې ده.
رینا امیري: طالبان باید د خپلې ایډیالوژۍ پر ځای هېواد او ولس ته لومړیتوب ورکړي
په افغانستان کې د پوهنتونونو د کانکور د ازموینې د بهیر د پیل سره هممهاله د افغان میرمنو او نجونو د حقونو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې میرمن رینا امیري د کانکور په ازموینه کې د نجونو د ګډون د غوښتنې څخه ملاتړ کړی دی.
طالبانو پاکستان ته د امنیت په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، ددغه وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي سره په کتنه کې هغه ته د امنیت په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
نیوزلنډ کې د ښځو د فوټبال نړیوال جام تر پيلېدو لږ مخکې یو وسله وال دوه تنه ووژل
په نیوزلنډ کې چارواکو د پنجشنبې په سهار جولاۍ ۲۰(سرطان۲۹) وویل چې یو وسله وال د اوکلنډ په ښار کې په یوې ودانۍ کې دوه تنه ووژل او لږ تر لږه پنځه تنه نور یې ژوبل کړل. دا برید داسې مهال شوی دی چې د نیوزلنډ په دغه لوی ښار کې نن د ښځو د فوټبال نړیوال جام سیالۍ پيلېږي او د امریکا د ښځو د فوټبال لوبډلو په ګډون ځینې لوبډلې وار دمخه دغه ښار ته رسېدلې دي. ویل کېږي چې لوبغاړې خوندي دي. د نیوزلنډ صدراعظم کریس هیپکنز وویل چې بریدګر هم د پېښې په ځای کې وژل شوی او د ملي امنیت کوم ګواښ موجود نه دی. لا د برید انګیزه معلومه نه ده او نه هم ویل شوي چې بریدګر څنګه ووژل شو. د نیوزلنډ چارواکو د فوټبال د نړیوال فدراسیون له مقاماتو سره غږېدلي او وايي چې دا سیالۍ به د پلان په اساس مخې ته ځي. په زخمیانو کې یو پولیس هم شامل دی او روغتون ته انتقال کړل شوی دي. مقامات وايي صحت یې ښه دی. نیوزلنډ او استرالیا د ښځو د فوټبال کوربانه دي چې ټولې سیالۍ به یې یوه میاشت روانې وي. فرانس پرس اژانس وايي چې صدراعظم کریس هیپکنس وویل: «د اوکلنډ خلک او نړیوال چې دا لوبې ګوري، ډاډه کېدای شي پولیسو ګواښ خنثی کړی او د دغې پېښې په تړاو د کوم بل کس لټون نکوي. د مقاماتو ارزونه دا ده چې د ملي امنیت کوم خطر نشته او د نیوزلنډ د ملي امنیت د خطر کچه بدله شوې نه ده.» نوموړي وویل چې د نیوزلنډ د خلکو او نورو سیلانیانو امنیت او خوندیتوب یې لومړیتوب دی او لوبې به د پلان په اساس مخې ته ځي. په نیوزلنډ کې دا ډول وسله وال بریدونه او پېښې کمسارې بلل کېږي. په ۲۰۱۹کال کې د نیوزلنډ د کریسچرچ په جومات کې له وسله وال برید وروسته، چې ۵۱ تنه په کې ووژل شول او ۴۰ نور ژوبل شول، په دغه هېواد کې د وسلو په اړه پراخ قانون نافذ شول.
واشنګټن: طالبان د نړیوال مشروعیت له ترلاسه کولو څخه ډېر لېري دي
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې طالبانو ته یې دا خبره واضحه کړې ده چې د هر ډول نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره باید ځینې مشخص اقدام وکړي.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
د بریتانیا د پارلمان غړي طالبانو سره د تعامل په اړه خپله ویدو ړنګه او قضاوت ناسم وګاڼه
د بریتانیا د پارلمان د دفاعي کمېټې مشر توبیاس ایلوود له هغه وروسته د افغانستان په اړه خپله خپره خپره کړې ویدیو ړنګه کړه چې د خلکو له سختو انتقادونو سره مخامخ شو.
بایډن: د امریکا او اسرئیل اړیکې نه شلېدونکي دي
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن، د اسرائیل په قضائیه قوه کې د اصلاحاتو پر وړاندې د اعتراضونو او په لویدیځه غاړه کې د نورو یهودي میشت ځایونو جوړولو په شمول د ځینو مسایلو په اړه د واشنګټن د اندېښنو سره سره، د اسرائیل او امریکا اړیکې نه شلېدونکې بللي دي.
ستاسې غږ
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
روسیه: اوکراین ته نږدې کیدونکې کښتۍ به احتمالي پوځي اهداف وګڼل شي
روسیې څو ورځې وروسته له هغې چې د اوکراین سره یې د غلو د صادراتو تړون لغو کړ، د چهارشنبه په ورځ جولای ۱۹ (چنګاښ ۲۸) وویل چې په تور سمندرګي کې د اوکراین بندرونو ته تلونکې کارګو کښتۍ به د احتمالي پوځي کارګو په توګه وګڼل شي.