سپېنې خبرې
د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه
پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه د بشري حقونو څار سازمان اندېښنې - اشنا د پنجشنبې خپرونه
په پاکستان کې د افغانو کډوالو سره د پولیسو د چلند په تړاو د بشري حقونو د څار سازمان اندېښنې، د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند غځېدل، د امریکا د بهرنیو چارو د پخواني وزیر هنري کیسینجر مړینه، او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا تلویزیون په خبري ټولګه کې وګورئ.
اسرائیل او حماس د اوربند موافقه یوه ورځ نوره هم وغځوله
اسرائیل او حماس د پنجشنبې په ورځ نومبر۳۰ (لیندۍ ۹) موافقه وکړه چې اوربند د اوومې ورځې لپاره وغځوي.
د طالبانو له حکومت څخه د پاکستان نوې غوښتنې - د اتصال د پنجشنبې خپرونه
د اتصال په خپرونه کې د پاکستان له خوا د طالبانو له حکومت څخه د حافظ ګل بهادر د نیولو او ور سپارلو د غوښتنې په اړه د کارپوهانو سره خبرې شوي. په خپرونه کې د پاکستان له خوا افغانانو ته د سکالرشیپونو د اعلان په اړه هم بحث شوی دی.
د قزاقستان په یوه لیلیه کې اور لګېدو ۱۳ کسان مړه کړي
قزاقستان د پنجشنبې په ورځ نومبر ۳۰ (لیندۍ نهمه) وویل چې د الماتې ښار په یوه لیلیه کې د اور لګېدو له امله لږ تر لږه ۱۳ کسان مړه شوي دي.
بلینکن: غزه کې اوربند 'نتیجه ورکړې'، باید دوام وکړي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پنجشنبې په ورځ نومبر ۳۰ (لیندۍ نهمه) اسرائیل ته د سفر پر مهال وویل چې د اسرائیل او حماس په جګړه کې لنډمهالې وقفې "نتیجه ورکړې" او باید دوام ومومي.
له پاکستان څخه ستانه شوي ۹۰٪ کډوال زده کړو ته د خپلو ماشومانو لاس رسي په اړه اندیښنې لري – سروې
له پاکستان څخه افغانستان ته د قانوني اسنادو نلرونکو ستنو شویو افغان کډوالو د وضعیت په اړه یوه تازه سروې ښيي چې له دغه هیواد څخه د ستانه شویو کډوالو ۹۰ فیصده یې زده کړو ته د خپلو ماشومانو د لاس رسي په اړه اندیښنې لري.
ایران: افغان کډوالو ته پیژند پاڼې ویشل کیږي؛ بې اسنادو کډوال باسو
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي ویلي چې په دغه هیواد کې میشتو افغان کډوالو ته پیژند پاڼې ویشل کیږي او کوم افغان کډوال چې دغه هیواد ته په غیرقانوني ډول ورځي هغوی به بیرته خپل هیواد ته ستانه کړای شي.
د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر کیسینجر د ۱۰۰ کالو په عمر مړ شو
د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر هنري کیسینجرد امریکا د متحده ایالاتو د کانتیکات په ایالت کې د چهارشنبې په ورځ په خپل کورکې د سل کلنو په عمر مړ شوی دی.
نتنیاهو: د یرغمل شویو له ازادېدو وروسته د حماس د ختمولو جګړه بیا پیلوو
د اسرائيل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وايي چې له حماس سره د اسیرو شویو کسانو له زادېدو وروسته به سمدستې د دغې «ترهګرۍ ډلې» د نابودۍ جګړه له سره پیل شی.
جاپان کې د امریکا د پوځ د غورځېدلې الوتکي سپاره لا هم پیدا شوي نه دي
د متحدو ایالتونو د هوايي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو قومانداني وايي چې په جاپان کې یې د هوايي اډې «یوکاتا» څخه د باندې د اسپرې په نوم یوه الوتکه د تعلیمي ماموریت په مهال غورځېدلې ده.
په غزې کې د اوربند موده په ختمېدو ده؛ نور یرغمل شوي هم پرېښودل شوي
په داسې حال کې چې منځګړي هڅه کوي د اسرائیل او حماس ترمنځ د سولې موده نوره هم وغځول شي، حماس په غزې کې نور یرغمل شوي کسان هم خوشې کړي دي.
لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه
په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.
امریکا د هند د استخباراتو یو مامور د یو سیک مشر د وژلو په پلان کولو تورن کړ
د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت د هغه کس په اړه تورونه ښکاره کړل، چې د چارواکو په وینا غوښتل یې د هند د یو مقام تر لارښوونې لاندې په امریکا کې د یو بیلتون غوښتونکی سیک مشر ووژني.
کانګرس د اوکراین او اسرائیل سره د میلیاردونو ډالرو مرستې په تصویبولو کار کوي
د متحدو ایالتونو د کانګرس غړي هڅه کوي چې د نوي کال د رخصتیو له پیل مخکې د اوکراین او اسرائیل سره د میلیاردونو ډالرو مرستو په اړه یوې هوکړي ته ورسیږي.