ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


روغتیا نړیوال سازمان غزې ته د بشري مرستو رسولو دهلیز پرانیستلو غوښتنه کړې

د روغتیا نړیوال سازمان د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۱۰ (تلې ۱۸) د اسرائیل له خوا محاصره شوې غزې تړانګې ته د بشري مرستو رسولو دپاره د دهلیز پرانیستلو غوښتنه وکړه.

10.10.2023 امریکا غږ

بریتانیا: طالبانو څلور بریتانوي وګړي له بند څخه خوشې کړي

د برتانیې د ګډو ګټو او انکشاف د بهرنیو اړیکو د دفتر ویاند د طالبانو له بند څخه د څلورو برتانوي وګړو د خوشې کیدو د خبر په ترڅ کې ویلي، چې د افغانانو په ګډون هیچا ته ددې اجازه نه ورکوي، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې سیاسي بدلون لپاره د دغه هیواد له خاورې څخه کار واخلي.

10.10.2023 امریکا غږ

روزا اوتنبایوا: هرات زلزله لویه تراژیدي ده خو اوس د عمل وخت دی

افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا، د هرات ولایت د زنده جان په ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو کلیو څخه د لیدنې پر مهال د شنبې د ورځې زلزله یوه لویه تراژیدي ګڼلې، خو ویلي دي، چې اوس د عمل وخت دی.

10.10.2023 امریکا غږ

پر اسرائیل د حماس برید کې ۱۱ امریکایي اتباع هم وژل شوي

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن دوشنبه اکټوبر ۹ (تلې۱۷) تائید کړله چې پر اسرائیل د حماس ناڅاپي برید کې چې د شنبې په ورځ وشو، لږ تر لږه ۱۱ امریکایي اتباع پکې وژل شویدي.

10.10.2023 امریکا غږ

طالبانو د حماس سره د جګړې په ډګر کې یو ځای کیدو ادعاوې رد کړلې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت دوشنبه اکټوبر ۹ (تلې۱۷) د هغو ادعاوو رد کولو ته اړ شو چې ویل شوي و د اسرائیل پر ضد جګړې کې د حماس سره د یو ځای کیدو کوښښ یې کړی و.

10.10.2023 امریکا غږ

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

10.10.2023 امریکا غږ

امریکا کې د اسرائیل او فلسطین دواړو د ملاتړ دپاره لاریونونه شوي

د اسرئیل او حماس ډلې تر منځ د جګړې له پیل یوه ورځ وروسته د متحده ایالاتو په نیویارک کې د دواړو خواوو د ملاتړ دپاره جلا جلا لاریونونه شوي دي. 

09.10.2023 امریکا غږ

د هرات په زلزلو کې د سلګونو مړه شویو کسانو د جنازې ډله ایز مراسم ترسره شول 

د افغانستان په ختیځ کې د شنبې د ورځې په زلزلې کې د ۳۰۰ مړه شویو کسان د جنازې ډله ایز مراسم ترسره شول. مړي په امبولانسونو کې انتقال شوي وو.

09.10.2023 امریکا غږ

د هرات زلزله ځپلو سره د مرستو بهیر - ستاسې غږ

نن ستاسو غږ خپرونه کې په دې موضوع خبرې کوو چې هرات کې د زلزله ځپلو سره د مرستو بهیر څنګه روان دی او عام افغانان پکې څنګه برخه اخیستی شي.تاسو په دې خپرونه کې د خپل نظر شریکولو دپاره په دې شمیره زنګ وهلی شئ: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

09.10.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

09.10.2023 امریکا غږ

هالنډ د کرکټ په نړیوال جام کې خپله دویمه لوبه هم وبایلله

هالنډ په نړیوال جام کې خپله دویمه لوبه هم وبایلله

09.10.2023 امریکا غږ

قطر له حماس سره د بندي اسرائیلیانو د خوشې کېدو لپاره منځګړتوب کوي- راپور 

د قطر منځګړي د حماس له مقاماتو سره په تماس کې دي، چې نیول شوي اسرائیلیان خوشې کړي او په بدل کې یې له اسرائیل سره بندي ۳۶ فلسطیني ښځې او ماشومان پرېښودل شي. 

09.10.2023 امریکا غږ

د اسرائیل او حماس د جګړې د پراخېدو په اړه اندېښنې - سپینې خبرې

د اسرائیل او حماس ډلې تر منځ د جګړې په دوام، پر غزې باندې د اسرائیلو هوايي بریدونه دوام لري. د حل لارې دپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه پرته له کومې پریکړې پای ته رسېدلې ده. پر سیمه باندې ددې جګړې اغیزې څه دي او ایا د ژرترژره درېدو امکان یې شته؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې پدې هکله بحث شوی دی.

09.10.2023 امریکا غږ

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

09.10.2023 امریکا غږ

د اسرائیل او حماس د جګړې دوام او پراخ غبرګونونه - اشنا خپرونه

د اسرئیل او حماس د جګړې وروستی حال او غبرګونونه، په هرات کې د زلزلې د ځاني او مالي زیانونو ارزونه، د کرکټ نړیوال جام او د افغانستان لوبې، او د نړۍ او افغانستان په اړه نور خبرونه د اشنا تلویزیون په دغه خبرې ټولګه کې واورئ.

09.10.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more