ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د دفاع وزارت زرګونه منسوبین د فساد په تور تر تعقیب لاندې دي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي د خپلو زرګونو منسوبینو دوسیې یې لویې څارنوالۍ ته استولي دي.

15.05.2017 امریکا غږ

د ټرمپ او اردوغان په خبرو کې د اختلاف ټکی - کردان

د ترکیې ولسمشر دا اونۍ واشنګټن ته راځي چې له خپل امریکايي سیال سره د داعش خلاف جګړې په اړه وغږیږي.

15.05.2017 امریکا غږ

افغان ولسمشر د بریښنايي تذکرو د ویشلو فرمان صادر کړ

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، خلکو ته د بریښنايي تذکرو د ویشلو د بهیر د چټکوالي لپاره تیره ورځ افغان ولسمشر د دغه بهیر د پیلولو فرمان صادر کړی دی.

15.05.2017 امریکا غږ

غني: د سولې په خبرو کې باید د ښځو نظرونه واورو

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د افغانو ښځو په څلورم ملي سپوزیم کې، چې د دوشنبې په ورځ په کابل کې جوړ شو، په افغانستان کې د تاوتریخوالي په له منځه وړلو او د ثبات په راوستلو کې د ښځو پر اساسي رول ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د سولې په خبرو کې باید د ښځو نظرونه واوریدل شي.

15.05.2017 امریکا غږ

د کانگرس غړي د کومي د ثبت شوو خبرو تحقیقات غواړي

د امریکا د کانگرس ځینو غړو د ولسمشر ټرمپ نه وغوښتل چې د فیډرالي تحقیقاتي ادارې ایف بي آیي د پخوانې مشر جیمز کومي سره ثبت شوې خبرې دی کانگرس ته ورکړي

15.05.2017 امریکا غږ

صابر ځاځی: انگلستان په اسانه افغان مهاجر نه مني

صابر ځاځي د امریکا غږ ته په مرکه کې وویل چې په انگلستان کې اوس د خلکو داسي ذهنیت دی چې په افغانستان کې امن دی، ځکه نو افغان مهاجر نه مني

14.05.2017 امریکا غږ

په افغانستان کې بندیان شکنجه کیږي

مصلح الدین چې تازه د پل چرخي د زندان نه ازاد شویدی وایي چې د اقرار لپاره بندیان داسي شکنجه کیږي چې څوک یې تصور هم نشي کولی. مصلح الدین د هغو خوشي شوو بندیانو په شکنجه کې دی چې گلبدین حکمتیار یې لسټ د افغانستان حکومت ته ورکړی و. زیبا خادم د مصلح الدین سره مرکه کړیده چې تاسو یې په لاندني لنک اوریدی شئ              

14.05.2017 امریکا غږ

پاکستان کې د طالبانو په خواخوږيو د برید په ضد مظاهره وشوه

په پاکستان کې سلګونو کسانو د وسله والو طالبانو د غورځنګ د یو خواخوږي او ملګري ګوند په غړي باندې د داعش د برید په ضد مظاهره وکړه.

14.05.2017 امریکا غږ

چین د ورېښمو پر نوې لار ۱۲۴ میلیارده ډالر لګوي

هغه د یوکمربند او یوې لارې په پروژه کې د آسیا او اوروپا د هېوادونو د نیژدې همکارۍ لپاره غږ وکړ.

14.05.2017 امریکا غږ

 انټرنټي وایروس د نړۍ ۱۵۰ هېوادونه اغیزمن کړي

د څه باندې ۱۰۰زره حکومتي او ناحکومتي دفترونو، روغتونونو او نورو تاسیساتو په کمپوټرونو انټرنټي بریدونه وشول.

14.05.2017 امریکا غږ

لغمان کې د 'طالبانو' توغندي پنځه ماشومان ووژل

د لغمان ولایت چارواکي وايي د طالبانو د توغندي په یو برید کې پنځه ماشومان وژلي دي.

14.05.2017 امریکا غږ

بشري حقونو کمیسیون: افغانستان کې معلولیت لرونکو سره دوه‌ګونی چلند کیږي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون، په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د دغه هیواد د معلولیت لرونکو وګړو د وضعیت په اړه په خپل تازه رپوټ کې د معلولیت لرونکو پر اوسني وضعیت اندیښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې لا هم په افغانستان کې له دغو وګړو سره دوه‌ګونی چلند کیږي.

14.05.2017 امریکا غږ

د بغلان - کندوز لویې لارې په شاو خوا کې لا هم جنګ دی

د بغلان او کندوز تر منځ د جرخشک په سیمه کې د لوي لارې شاو خوا سیمو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه جریان لري.

14.05.2017 امریکا غږ

د پاکستان او چین د اقتصادی گودر د جوړولو پروژه او په بلوچستان کې وسله وال بغاوت

په بلوچستان کې نږدې اوه میلیونه اوسیدونکي د فډرالي حکومت څخه شکايت لري چې دوئ ته په عادلانه توگه د خپل ګازو او منرالونو برخه نه ورکوي.

14.05.2017 امریکا غږ

افغانستان طبعي پېښو سره مبارزې کې د چین مرسته وغوښته

افغانستان له چین څخه غوښتي چې د طبیعي آفتونو پر وړاندې د مبارزې او د بشري مرستو د ښه مدیریت په برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

13.05.2017 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more