ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د تورخم او چمن لارو بندېدل او د کډوالو ستونزې - اشنا د سه‌شنبې خپرونه

د تورخم دروازې بندېدل، په غزه کې احتمالي اوربند، په امریکا کې د شکرانې کلنۍ مېلې ته تیاری او د افغانستان او نړۍ نور خبرونه د امریکا غږ اشنا تلویزیون په خبري ټولګه کې وګورئ.

21.11.2023 امریکا غږ

یوې تازه سروې د افغانستان اقتصادي وضعیت د اندېښنې وړ ګڼلی - اتصال

د اتصال په خپرونه کې د ګیلپ د تازه سروې په اړه بحث شوی چې وايي د افغانستان اقتصادي وضعیت پر ناسم لوري روان دی. په دې خپرونه کې د کوچنیانو حقونو او قوانینو ته هم کتنه شوې ده.

21.11.2023 امریکا غږ

امریکا د ناګورنو-قره باغ له ځپل شویو سره څه باندې ۴ میلیون ډالر مرسته کوي 

امریکا وايي چې په ناګورنو-قره باغ کې د کړکیچ له کبله د ځپل شویو خلکو سره ۴.۱ میلیون ډالر مرسته کوي. 

21.11.2023 امریکا غږ

حماس وايي له اسرائیل سره اوربند ته نږدې شوی

د حماس سره د لسګونو یرغمل شوي بندیانو د خوشې کېدو په اړه هیلې په داسې حال کې زیاتې شوي چې د حماس د ډلې مشر او منځګړي هېواد قطر د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۱ (لړم ۳۰) وویل چې دغه ډله په غزه کې له اسرائیل سره د اوربند تړون ته نږدې شوې ده.

21.11.2023 امریکا غږ

پوزه ولې وینې کیږي او مخنیوی یې څنګه کیږي؟

د مختلفو عمرونو نارینه او ښځې کله ناکله له پوزې څخه د وینې له بهېدو شکایت کوي چې دغه حالت مختلف لاملونه لري.

21.11.2023 امریکا غږ

روسیې او هند د بنګال په خلیج کې ګډ سمندري تمرینات پیل کړي

روسیې د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۱ (لړم ۳۰) وویل چې د بنګال په خلیج کې له هند سره ګډ سمندري تمرینات کوي.

21.11.2023 امریکا غږ

اذربایجان فرانسه په قفقاز کې د جګړې په پارولو تورنه کړه

د اذربایجان ولسمشر الهام علیوف د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۱ (لړم ۳۰) فرانسه تورنه کړه چې د باکو سرسخت مخالف هېواد ارمنستان ته د وسلو په ورکولو سره په قفقاز کې جګړه پاروي.

21.11.2023 امریکا غږ

طالبان وايي پاکستان د تجارتي کاروانونو په مخ د تورخم لاره بنده کړه

د ننګرهار په ولایت کې د طالبانود حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چمن – سپین بولدک د سرحدي لارې د تړلو وروسته تورخم سرحدي لار هم د تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.

21.11.2023 امریکا غږ

معترضې ښځې: طالبان د مدني فعالانوپه نیولو د عدالت غوښتنې غږ نشي ځپلی

د کندز ولایت د افغانستان د معترضو ښځو د غورځنګونو اتیلاف یو شمیر غړو په یو سر تړلي ځای کې په یوه غونډه کې ټینګار کړی چې د طالبانو له خوا د مدني ټولنې د فعالانو نیول او په زندان کې اچول د هغوی د عدالت غوښتنی مخه نشي نیولی.

21.11.2023 امریکا غږ

ملګرو ملتونو د راستنیدونکو افغانانو لومړنیو اړتیاو لپاره ۱۰میلیونه ډالر ځانګړي کړي

د بشرپاله مرستو په چارو کې د ملګروملتونو د عمومي منشي مرستیال مارټین ګریفیټس وايي چې له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو د لومړینو اړتیاو د پوره کولو لپاره یې لس میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.

21.11.2023 امریکا غږ

د بایډن ۸۱ کلن کیدل، د جمهوري ریاست انتخابات او د رایو ورکوونکو اندیښنې

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن دوشنبه نومبر ۲۰ (لړم۲۹) خپله ۸۱یمه کالیزه په سپینې ماڼۍ کې په ټوکو ولمانځله خو د جمهور رئیس عمر د امریکایي رایې ورکوونکو لپاره ټوکه نه بلکې اندیښنه ورکوونکي ده.

21.11.2023 امریکا غږ

بوریل: د فلسطیني دولت جوړیدل د اسرائیل امنیت لپاره د تضمین تر ټولو غوره لار ده

 د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل دوشنبه نومبر ۲۰ (لړم۲۹) وویل چې د اسرائیل د امنیت لپاره د تضمین تر ټولو غوره لار د فلسطین دولت جوړیدل دي.

21.11.2023 امریکا غږ

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

21.11.2023 امریکا غږ

د اسرائیل ځواکونو د غزې په شمال کې د حماس په ضد جګړو ته زور ورکړی

راپورونه وايي چې د اسرائیل پوځ په غزې کې د خپلو ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې د حماس ډلې د جنګیالیو په ضد خپلو جګړو ته زور ورکړی دی.

20.11.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

20.11.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more